يو ادبى مضمون
سيد عبيدالله نادر
د موضوع تخلیق یا موضوع آفرینی!
سیا حتونه ګرځیدل ، د مطالعی په څنګ کې د موضوع آفرینۍ یا تخلیق د موضوع د پاره ښه رول لری .
د ژوری او درنۍ مطالعی خاوندانو سره د ناستی پاستی له وجهی نوی موضوعات او مطالب انسان ته په لاس ورځي .
یعنی وقت په وقت او ژر ژر د علم د خاوندانو سره لیدنه کتنه د نوی موضوع په لاس ته راوړنه کې لوى اثر لري. ډیر کسان به ښه مطالعه لري او پر له پسي به لوست کوي. خو هیڅکله د مضمون ،شعریا ادبی پارچو د ویيلو او يا ديو سوژې د پيدا کولو توان نه لري .
او د موضوع آفرينۍ استعدادهم ورسره نه وي . یعني یوه نوي سوژه نه شی پیدا کولاي ، چي په هغه څه ولیکي ٠
لیکن ځینو کې دا استعداد وي چي په لږه ناسته پاسته کې ډیري سوژی برابروي ،یعني ځیني داسي خلک وي چي د یو غوغا او شر وشور نه ډکي کو څي څخه هیڅ هم نه شی راایستلای ٠
خو ځیني د یو آرامه کوڅي څخه هم ډیر موضوعات او سوژي د لیکلو ډ پاره برابروي ،
یعني ژور نظر ، تندفهم او ژر جزبونکی دماغ ورسره وي .
د نوي موضوع د لیکلو د پاره نه یواځی د پوهی خاوندانو بلکه د عوامو د خبرو اترو د لاري هم انسان کولای شي یو نوي سوژه یا مطلب د لیکلو د پاره تر لاسه کړي .
چي دا په تحرک او ګرځیدنه کیږي خوشی په خوشي په یواځي ناستي سوژه د انسان مخي ته نه راځي .پراخه نظر او د لټون سترګي غواړي ،
چي سړي باید د موضوع آفریني د پاره هری خوا په پراخه نظر او د لټون په سترګو په اړخونو خپل تیز بینه نظر واچوی،
تیز بیني هم یو بل اړخ د موصوع آفرینۍ د پاره دی ، چي تیز بین انسان په یو زغلنده نظر یو مطلب د لیکلو له پاره ذهن ته سپاری او په هغه مطلب ډیر ژر یو څه لیکي ، پراخ نظری هم همداسی د موضوع آفرینۍ په لاس ته راوړنه کې ډیر رول لري ،
ولي چی په ړندو سترګو او په کانه غوږونو تحقیق نه کیږي .تحقیق د لټون غړیدلی سترګي او روښانه زړه غواړي .تعصب او لنډ نظری او لنډ فکری د ښه سوژی د برابرولو په لار کې لوی خنډ ګرځي .د لیکلو او تحقیق په لاره کې آزاد مشرب او آزاد فکري ښه ده . نو د لټون خلاصى سترګي د تعصبه ليرى و اوسٸ اوآزاد مشرب ولرٸ ٠
سید عبیدالله نادر