د وطن د یو دردمن شاعر ادیب لیکوال ، فلسفی او نظامی شخصیت شهید جنرال سید حسن (حسن) د (زده کړه) تر عنوان لاندی یو شعر چې زمونږ د مکتبونو په نصاب تعلیمی کې هم شامل وو ، چې تعلیمی ، انتباهی ، تربیوی ، او اخلاقی بڼه لري ،او تر اوسه د وطن د مینانو ورد زبان دی ،
مرحوم سید حسن(حسن)
زده کړه !
په نغمــه لـــــــــکه بلبل، غږیدل زده کـړه
پټه خـــوله ویـــــنا د ګـل، له بلبل زده کړه
رخت په سر کړه ، له غنچی نه رابهر شه
په هوا لـــکه وږمـــــــــه، چلـیدل زده کړه
د ازغی په څیر، د ګل سره همــــراز شـه
په زیږه صورت، د ګــلو ســــــاتل زده کړه
که باغبان دې باغ کې نه پریږدي باک نشته
د کــــــبلو له ریښـــــــوځـــغلیدل ، زده کړه
نســـترن شه، په آغـــوش ســـــرو آزاد کړه
په هــــر بـــــوټي د ګلشن، تاویدل، زده کړه
کورنۍ مرغه په شان به څومره ژوند کړې
د شــــــاهین په دود، آزاد الـــــوتل زده کړه
که د نورو آســــایش، او آرام غــــــــــواړي
ګهواري غوندي ، د ځـــــان کړیدل زده کړه
د خـــلیل د نخـــلســــتان ســــرو، آواز کړي
ځان قربان کړه ، د بســــمل تپـــیدل زده کړه
ګړندی شـه کــــاروان هی کړه،منزل لنډ دی
د جـــرس په آواز، تلل او راتلل زده کــــــړه
رمز د مرګ او د حیات په مینځ کې زور دی
د ژوندون دود او دســـــــــتور، آلول زده کړه
رژیـــــــدو له ویـــــری، نه غــــوړیږي ولي؟
اندیښــــــنه پریږده، غــــــــوټۍ توکل زده کړه
راحت پریږده ،زحمــــــت واخــــله سید حسنه
د وطــــــن په درد و غــــم، ژړیدل زده کــــړه