راشه زړه دې زما کور کړه پاکول یې زما کار دی
د زړه درد دې را بربنډ کړه جوړول یې زما کار دی
چې دې ورکه کړله لاره استغفار، توبې ته راشه
لحظه وره کې راته تم شه لار موندل یې زما کار دی
د اخلاص اوښکې دې توی کړه چې دیدار مې در نصیب شي
د اخلاص اوښکې درنې دي قبلول یې زما کار دی .
که دې لارې شولې بندې یوځل بیا هم رجوع وکړه
درته خلاصې به شي لارې، لارښودل یې زما کار دی
ما نه وکړه خپله غوښته هغه دم یې درکومه
اوس یې غواړه هرڅه غواړې درکول یې زما کار دی
له مرګ مخکې ځان چمتو کړه خپل حساب دې کړه روښانه
بد او ښه عمل کړه وړاندې، ټول بښل یې زما کار دی
چې دې وخوړل په ورځ کې د نعمت شکر اداء کړه
د سبا غمونه پرېږده، بیا روزي يې زما کار دی
په قرآن کې هرڅه شته دي لږ یې وګوره انسانه
تلاوت یې تاسو وکړئ معنا کول یې زما کار دی
که دې ټول عمر ګناه کړه له دربار ناهیلی نشې
ته توبې ته ځان چمتو کړه، بیا منل یې زما کار دی
د فیضي وینا خو واوره چې دا راز یې را بربنډ کړ
مسلمان به جنتی شي ورکول یې زما کار دی
14.06.2026
- ع.شریف زاد
راشۍ دیوه ډیر غوره صحابی علی بن ابی طالب رض دژوند له چارو ځان خبر کړی چې هغه د رسول اکرم ص دتره زوی او زوم دی.واسطه،وسیله او هېڅ ډول سوء استفاده نشته هغه وخت یوسهار مېړه او مېرمن (علی کرم الله وجهه اوبی بی فاطمې رض) دڅه خوړلو لټه کې شول خو څه یې تر لاسه نه کړل، دې وخت کې علی کرم الله وجهه دیخنی له امله چپنه واغوستله او دمدینې په شا اوخوا کې دمزدورۍ په لټون پسې ووت. ( کارموندنه دعدالت پزر بنسټ)چا و رته وویل چې فلانکی يهودی څه زراعتی باغ لری علی کرم الله وجهه هلته ورغی او دیوې فرعی دروازې ل...
14.06.2026
- عبدالخالق صارم
بررسی روانشناسانه ازجنایاتِ آمریکا
عبدالخالق صارم ............................................................... قسمت یازدهم
در ادامه گذشته
- وضع امنیتی در مکاتب و پوهنتون های آمریکا
از نظر علمی، روانشناسی اجتماعی و جامعهشناسی، وقوع تیراندازیهای مکرر در مکاتب و پوهنتون ها، معمولاً در نتیجه مجموعهای از عوامل ذیل می باشد: جامعه خشونتزده، آنومی، ضعف قواعد اجتماعی، نابسامانی اجتماعی، بحران سلامت روان، بحران اجتماعی، دسترسی به سلاح، انزوای اجتماعی...