شپږمه برخه
.... په تیر پسي
زما د کوچنیتوب نه د ټولنیز، سیاسي او فلسفي علومو د مطالعي او لیکوالو سره شوق او علاقه وه خو د وطن حالات داسي وو چي نه د مطالعي پوره زمینه مساعده وه او نه دلیکلوالو په هکله د معلوماتو حاصلولو دپاره امکانات مو په اختیار کي درلوده، دي وخت کي جلال آباد ښآر کي د ننګرهار ورځپاڼي او د شهادت اونیز اخبار چي د حزب اسلامي نشراتي ارګان د خوا خپریده نه علاوه، د وحدت په نامه یو ورځپاڼه وه چی د پیښور نه په پښتو ژبه خپریده. زمونږه ښار د جلال آباد تالاشئ چوک کی ددغه ورځپاڼي نماینده ګي وه زه به چی کله تالاشئ چوک خواته تلم که مي دوا خرڅه کړي وه او پیسي مي درلودي اخبار مي اخیسته خو که جبب به مي تش وو بیا د غرفي شا نه چي یو شیشه يي ویترین غوندي وو یواځي د اخبار سر خط مي لوسته اخبار خرڅونکي چي ما سره بلد شوی وو کله به يي اخبار راکوه چي همدلته يي ولوله بیرته کیږده، د وحدت اخبار په منځ پاڼه کي به ما د نور البشر نوید کالمونه ( ماته غوږ شه) تر نظر تیراوه او لوسته، د ورځپاڼي همدا برخه زما د خوښي برخه وه. یوه ورځ چي کاکا اخبار زما لاس کي ولیده، ویلي له کومه دي کړه، ورته مي وویل: نمایندګي غرفي نه مي واخیسته، راته يي وویل په دغه نور پیسي مه ورکوه راځه زما د کار ځآی (درملتون) نه يي اخله، د کاکا مشوره دا وه چي دي کي ځان مه بوخت کوه او ډیر يي مه لوله، له دي نه د مکتب درسونو ته توجه وکړه. ما د ښه په ویلو خبره بله خوا کړه، مګر کاکا بیا کله نا کله به درملتون کي موجود چي د تاریخ نه يی څو ورځي تیري وي د وحدت اخبار يي ماته خپله کورته راوړه.
د طالبانو د تحریک (چي فکري خط کي ددیوبندی مدرسي لارویان دي) د ظهور او ددوي پرمختګونو او د تنظیمی اخواني (مکتبي اسلام پالو) ډلو په ضد د دوي د جګړو اړوند زیادتره معلومات ما له همدي ورځپاڼی ترلاسه کوه، که څه هم وروسته په تدریج پوه شوم چي د طالبانو اړوند ددوي اکثر معلومات او لیکني جانبدارانه او د طالبانو په پلوي خپریدل مګر هغه وخت کي ما دپاره د تفصیلي معلوماتو ښه سرچینه همدا وه.
د شهادت ورځپاڼه بیا چي د ګلبدالدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي نشراتي اخبار وو د خپل حزب اړوند مطالب يي خپراوه چي اکثر مونږه په دي نه خوښوله چي دوي ته یواځي خپل هر غلط عمل سم ښکاریده او د نورو هر سم نظر درواغ او د اسلام ضد، ما تر ډیره وخته د کرزي تر دویمي دوري پوري د شهادت ورځپاڼي دوه هغه ګڼي ساتلي وي، چي حزب متضاد موقفونه يي توجیه کول،(د حامد کرزي په دویمه دوره کي چي مونږ د کور پخواني آبادی ونړوله او کور مو بیا ځلي جوړ کړ دي وخت کي د کور د وسایطو بي ځایه کیدو په وجه د ورځپاڼي دواړه ګڼي ضایع شوي) د مجددي د واکمني څه لږ وروسته د رباني د واک لمړیو کلنو کي د شهادت ورځپاڼه مسلسل د دوستم د جنبش ملي اسلامي د ډلي خلاف تبلیغات کوه، یو ګڼه اخبار کي دا شعار راغلی وو، جنګ جنګ، جنګ، تا ختم ګلم جم، خو تر دي دوه کاله وروسته همدا اخبار د دوستم سره د ګډ ایتلاف او د همغږي شورا د ایجاد خبر خپور کړی وو.
1374-1375 کلونه چي زه د ښوونځي په یوولسم ټولګي کي وم د ټول افغانستان بیا د خاص د ننګرهار امنیتي او سیاسي اوضاع ډير خراب وو، د ملي عامه شتمنیو تر لوټ تالا وروسته چي اکثره منابع نور ختم شوي وي، د مجاهدینو لمړي درجه مشران ټول به جرمي اقتصاد (د مخدره توکو، وسلو، انسان، قیمتي ډبرو په قاچاق) پایئدیل او د بهرنۍ استخباراتي تورو پیسو نه اخوا همدا جرمي اقتصاد ددوي د عوایدو غټي سرچیني وي، خو د منځني پوړ کشران مجاهدین غلا، لوټ او د عامو خلکو څخه باجګیریو ته مخه کړي وه، ځکه دوي ته نور د ګټي وټي کومه سرچینه نه وه معلومه، دي وخت کي د نا مسوله وسله والو ګروپونو د خوا دخلکو کورونو ته اوښتل، د نسبي شتمنو خلکو د کورني د غړو اخططاف کول، په هره ناحقه او وړه خبره دخلکو جرمانه کول یوه عمومي خبره ګرځیدلي وه، په یاد مي دي چي محله کي د هر کوڅي میشت خلک د غلا د ویري د شپی له خوا په نوبتي شکل د ټولي کوڅي پیره کوله، ځیني کورني بیا د کوڅي د نوبت نه علاوه هره شپه خپل د کور د بام په سر په ویښه تیروله، دې حالت د رباني د اسلامي دولت نه د خلکو کرکه زیاته کړي وه او خلک د یو بدلون په تمه لحظي شمیرلي، د طالبانو تحریک د پرمختګونو په رابطه خبري هم ډیر اوریدل کیدي، د هغه وخت رسنیو د طالبانو په ګټه پراخ تبلیغات کول، د غرب (بي بي سي، امریکا غږ) تبلیغاتي منابع هم د طالبانو اړوند زیادتر مثبت، خو کم منفي نشرات کول. ټوله کي داخلي عام ذهنیت او بهرنی ټول عوامل د طالبانو د بریا او د کابل د نیولو دپآره شرایط اماده کړي وو.
کال 1996 وو د ډیسمبر میاشت اولي شپي وي د طالبانو د نظامي پرمختګونو اړوند ګنګوسي ډیري اوریدل کیدي، یوه شپه چی کاکا بی بي سي راډیو ته غوږ وو د لوګر په ازره او د ننګرهار په حصارک غلځايي ولسوالیو د طالبانو د مشرقي شورا د قمندانانو ترمنځ د نښتو خبر خپور شو، د مشرقي شورا په استازیتوب حاجي قدیر غږیده چي د طالبانو د په شا تمبولو يي وویلي.
په سباني ورځ زه د جلال آباد مخابراتو چوک کي د کاکا کار ځآي محمد رحیم درملتون ته ولاړم او یو ساعته پوري هملته وم د ښآر وضیعت ښه نه وو، خلکو کي تشویش موجود وو، کله داسي صحنه هم کیدله چي غږ به شو هله راغلل، دي غږ سره به د ښآر دکانداران په یو وخت او وارخطا ډول ټول دکانونه بند کړل وروسته به هیڅ هم نه وو، کله چي غرمه نږدي شوو ماته کاکا وویلي، لاړ شه کورته درسره سودا هم ویسه او تر یوه وخته له کوره مه وځه، زما چي د سودا خلته لاس کي وو تالاشئ چوک کي د وحدت ورځپاڼی نماینده غرفي ته مي سر وښکاره کړ، نوي اخبار نه وو رارسیدلی، همدي سرک کي پیاده د کور په طرف روان شوم ننګرهار لیسي ته نا رسیده چي د ډزو غږونه او ښآر کي پراګندګي تر سترګو شو، ما یو څه قدمونه چابوک کړ خو پآم می شو چي خلک اکثر ښآر خواته منډه کوي یو هلکي ماته وویل هاخوا مه څه چي طالبان راغلل ښآر خواته شه چي ژوبلیږي، ما هم پرته له فکره بیرته شاته منډه واخیستله، د صرافي مارکیت مخه کي ودریدم یو څو دقیقي لا تیري نه وي ، چي دوه یا دري ډاټسن موتري چي سپین بیرغونه پري رپیدل په ډير تیزي سره تالاشی چوک کي ودریدل، څو نفره پګړي والا کسان چي ټوپکونه يي لاس کي وو تري پیاده شول، صرافان او دکانداران د سرک دواړو غاړو کي لین جوړ کړ چا د تکییر په ویلو او چا لاس په پړکولو ځینو صرافانو د پیسو په شیندلو ددی کسانو هرکلی وکړ، زه وروسته پوه شوم چي هماغه سړی چي تر ټولو مخکی روان وو ملابور جان اخند وو، دي حالت نه لږه شیبه وروسته زه بیا په همدي سرک روان شولم، خو توپیر دا وو چي د جلال آباد په دي ګڼه ګوڼی نه ډک سرک کي نور ترافیکي اذدهام نه وو او سرک خالي وو، سري میاشتي دفتر ته نږدي هلته یو ځاي کي چي هغه وخت طورخم هډه وه بیا وروسته جمهوریت کي عیدګاه جومات پکي جوړ شو څو کسه چي غالبا دري کسان وو باندی څآدرونه غوړیدلي وو او خلک له لري ددغو څادرو ننداره کوله، ما چي پوښتنه وکړه ویل يی څادر لاندي د حضرت علي پوري اړوند کسان دي چي طلبانو سره په مخامخ جګړه کي وژل شوي، فکر کوم څو شیبي مخکني ډزي هم همدوی سره تبادله شوي وي، جلال آباد کي تر دوه یا دري دغسي کوچینو پیښو څخه علاوه کومه غټه پیښه ونشوه طالبان وتوانیدل چي ټول ښآر پرته له جنګه ونیسي او د مشرقي شورا قمندانان تورخم طرف ته وځغلوي، یو شمیر قمندانان په شمول د حاجي حضرت علي چي جمهوریت دور پارلمان کي د ننګرهار د خلکو استازی شو، د بهسودو د پل نه واوښتل او دره نور درې ته ننوتل، هلته په ځان پسي يي سرک بند کړ، په دي ترتیب د طالبانو د تعقیب نه بچ شول.
کور ته د رسیدو سره سم مور مي زما په لیدو خوشحاله شوه او زما د پلار پوښتنه يي وکړه چي ولي رانغي ما ورته اطمینان ورکړ او ومي ویلي ښار کي وضیعت نارمل وو تشویش مه کوه کاکا به ماښآم راشي، کور کي زما لا څو دقیقي نه وي تیري چي کوڅه کي د کلاشینکوف څو ډزي او ورپسي شور جوړ شوو، زه ووتلم چي ګورم ګاونډیان اکثر راوتلی وو، پاټک سالاران مخکي او طالب وسله وال ورپسی وو او هوايي ډزي کولی ګویا چي طالبان د دوي د نښه ګرځولو هدف نه درلود، یواځي غوښتل چي ژوندي ونیسي یا تري وتښتي چي دوي تري خلاص شي، خلکو ددي صحني ننداره کوله تر دي چی زمونږ له سترګو پناه شول ویل کیدل چي دا د قول اردو اړوند کسان وول چي اوس وتښتیدل نور تر سباني ورځي زه له کوره ونه وتلم د شپي بي بی سي له رادیو نه د جلال آباد تورخم په لاره د یو شمیر تنظیمي قمندانانو د وژل کیدلو خبر واوریده چی د کوچیانو د قوم مشر حاجي منجی د خپل ورور حاجی شمالی په انتقام او غچ کي وژلي وو.
لمړي ځل د طالبانو لاسته د جلال آباد د ښار تر لویدو یو ورځ وروسته یعني په سباني سهار شاوخوا نهه بجي مور مي ماته د اوبو د راوړلو وویلي، (د پاکو اوبو سرچینه د کوڅی سر کي د بمبي یوه څاه وه چي د کومي موسسي دخوا کښل شوي وه) ما هم د اوبو راوړلو په نیت دوه سطلونه راواخیستل او کوڅي ته راووتلم، په دي ورځ کوڅه کي د خلکو تګ راتګ او ګڼه ګوڼه د نورو ورځو په پرتله ډیره کمرنګه وه، حتا د کوڅی د سر دکانداران هم د نورو ورځو خلاف چي وختي راوتل لا نه وو راوتلي، یو ګاونډي چي ما ولیده نوی د خوبه راویښ شوي وو او ما سره څو ثانيی مخکي وروسته راوتلي وو راته يي وویل:
ایله مي نن شپه ارامه خوب وکړ، شکر چي غله ورک شول.
فکر کوم اکثر د محل خلک چي د وسله والو غلو دلاسه شپو شپو ویښ پاتي کیدل، له ډیره وخته وروسته يي فرصت پیدا کړي وو چي یوه سترګه آرامه خوب وکړي.
د معمول سره سم کاکا خپلي دندي ته ولاړ خو زه کور کي پاتی شولم، په دي ورځ د ښوونځی د پیل هم چا څه ونه ویلي او اکثر متعلمین کورو کي پاتي وو، مازدیګر مهال چي د کلي جومات کي مو لمونځ وکړ، راوتلو وخت کي یو ډاټسن موټر ته متوجه شوم چي جومات ته نږدي ولاړ دي او تري لږ ها خوا د محل یو شمیر کسان سره راټول شوي او خبري کوي ، زه هم د ګڼي ګوڼی ځاي ته ورغلم تر څو د پیښي نه ځان خبر کړم، رسیدو سره متوجه شوم چي زمونږ یو ګاونډی چي سن و سال کي منځني عمر څښتن وو یو طالب ته په خبرو بوخت وو او ورته يی وویل:
باور وکړه له څو میاشتو پس ما ایله نن شپه ارامه خوب کړی.
طالب وسله وال یواځي یو کس وو او کلی ته راوتلی وو چي د خلکو سره خواله وکړي چي حالات څنګه دي خپله وسله يي هم د موتر شاته ایښی وو، دی وخت کي زمونږ د ګاونډي د خبرو تر اوریدو وروسته وسله وال طالب مسک شو او ورته یی کړه چي:
ماما ډیره بي غمي هم نه ده پکار داسي نه چي درنه بي غوری وشي زمونږ حمایوي ځواکونه لا نه دي رسیدلي ځیني نن شپه او بعضي شاید سبا ته راورسیږي، بنا د ښآر د امنیت دپآره طالبانو حمایوي ځواکونه کم دي، دي برخه کي ولس باید همکاري وکړي، که نور څه نشي کولي نن یعني راتلونکي شپه باید لږ بیداره اوسیږئ تر څو څوک زیان در ونه رسوي، د نویو کسانو په رارسیدو به نور مشکل نه وي انشا الله.
د طالب د پورته خبرو اوریدو سره د محل سپین ږیري چي د مسجد نه راوتلي وو نوموړي ته ډاډ ورکړ چي هر ډول خدمت ته آماده دي که قول اردو ساتلو دپآره کسانو ته اړتیا وي دوي ورسره کسان لیږي، طالب د منني او کور ودان په ویلو سره ادامه کي وویل نه هغه ته ضرورت نشته، زه ویښ یم انشا الله او دي سره غوښتل چي خداي په اماني وکړي، دي وخت کي زمونږ د محلي یو مشر ورته وویل چي ماښآم ډوډی زه درلیږم ته زحمت مه کوه ماته مو د انديوالانو تعداد ووایه چي زه آمادګي ونیسم. طالب تري مننه وکړه او د عمومي الله په اماني ویلو سره خپل ډاټسن ته وخته او ولاړ.
دغو تحولاتو څخه وروسته نو زما شوق خبرونو ته ډیر شوی وو او بي بي سي او امریکا غږ مي کاکا سره یو ځآي هره شپه اوریده، او ځيني ورځي به وحدت ورځپاڼي پسي ښار ته هم تللم. د طالبانو د پرمختګونو ګزارشونه مي اوریده چي د ننګرهار نه وروسته د کنړ او لغمان طرف ته روان وول، همدارنګه په سروبي کي د شورای نظار او حزب اسلامي د ګډ ایتلاف په هکله چي د کابل په استقامت د طالبانو د پیشرفت د مخنیوي په خاطر رامنځته شوی وو خبرونه نشریده.
د میزان د میاشتي په شپږمه نیټه شپني خبر کي مو واوریده چي طالبانو د کابل د نیولو وروسته پخوانی ولسمشر داکتر نجیب الله د ملګرو ملتونو له دفتره ایستلی په دار او اریانا چوک کي ځړولی، د وحدت ورځپانه په خپله یوه ګڼه کي ددي پیښي یو عکس چاپ او خپور کړي وو، دا پیښه ټول وطنپاله افغانانو ته یو ډیر بد او زړه بوږوونکي خبر وو، د داکتر نجیب الله د وژلو په اړه هغه وخت هم بیلابیلو رسنیو او خلکو رقم رقم تحلیلونه وکړل خو د پیښي اصلي ماجرا تر ننه هم ګونګ او نامعلومه پټ پاتي شوی. دپیښي مسولیت طالبانو په غاړه واخیسته او اعلان يی وکړ چي د محکمي د پریکړي له مخی يي دا کار کړئ، دا محکمه څنګه؟ چا؟ په کوم ځاي کي دایره شوي وه؟ خپله د محکمي حیثیت څومره وو هغه پوښتني دي چي تر ننه چا يي ځواب نه دي موندلي، پیښه که د هر چا د خوا، په هره موخه وه د هیواد د یو پخوانی ولسمشر دا رنګه پرته له رسمي او قانوني محاکمي یا د صحرايی محکمي په حکم وژل د افغانستان ملي وقار او حیثیت ته ستره صدمه وارده کړه. ځکه خو نن هم ددي پیښي اړوند افغانان د پردي او بیګانه اغیارو د پییغوره نه دي خلاص او راتلونکي تاریخ کي به هم نشي تري خلاص.
د طالبانو په راتګ سره پخواني جهادي اکثره قمندانان وطن پریښود، خو ددوي شتمني لکه مجللي بنګلي (بلډینګونه)، موټري او نوره شتمني په ځاي پاتي شوه. دغه جایدادونه ورو ورو او په تدریج بیا د طالبانو لوړ پوړو غړو لاسته ولویده. دي منځ کي زمونږ د پلار ماما ګني کي یو جهادي قمندان وو چي زلمی ډک ډک نومیده، نوموړي د حزب اسلامی قمندان او ځينو سیمو کي د ولسوال په حیث دنده تر سره کړی وه، د تحول نه پس حاجي زلمي هم خپل کور پریښود او خپله سویزرلند ته په تیښته بریالي شو، د زلمي ورونه، خسر ګني او لمړي درجه خپلوان د طالبانو د ویري جرئت نشول کولي چي کور تصاحب کړي او یا پکي میشت شي، دي حالت ته کتو زمونږه کاکا د زلمي ډک ډک د پلار حاجی سید عالم سره تر مشوري وروسته د طالبانو تر کنترول یوه اونۍ پس خپله کډه د نوموړي کورته چي جلال آباد کي د ایران د قونسلګری سره نږدي سیمه کي پروت دی انتقال کړ، کاکا چي شپي کورته راغي مور ته مي د کډه کولو دپاره د امادګي وویلي، مونږ ډينا موټر کي کالي بار او زلمي کورته مو انتقال کړ، د زلمي د کور ټول سامان په ځاي پاتي وو معلومیده چي په عجله او پرته له مخکني آمادګي يي کور ترک کړی وو، کاکا مو هدایت وکړ چي د حاجي زلمي څخه ټول پاتي وسایط باید دوه خونو کي منظم شکل کیښودل شي، تر څو ضایع او استهلاک نشي، او ورته وساتل شي، او دا يی هم وویل چي څوک حق نلري دي کوټو ته ننوځي او یا د هغه وسایطو نه استفاده وکړي. د طالبانو په دویم کال د قمندان زلمي میلمستون د طالبانو د امارت د شاروالي له خوا تر تامیناتو راغئ په دي وجه کاکا مو هره میاشت یو مقدار معلومي پیسي د ملیمستون د کرايي په ډول د جلال آباد د ښاروالي حساب کي جمع کولي.مونږ تر 1379 کاله پوري په همدي کور کي دیره وو.چي بیا وروسته د ننګرهار ښاروالی د طالبانو یو محلي قمندان ته په کرایه ورکړه، او د شاروالی د هدایت په اساس مونږ کور تخلیه کړه. له کوره زمونږ تر وتلو مخکي حاجي سید عالم د قمندن زلمی پلار د هغه نه پاتی وسایط خپل کور ته انتقال کړ.
د طالبانو د امارت تر واکمنیدو نږدي دوه اونۍ وروسته د مکتبونو او تعلیمي ادارو د پیل خبر راغئ او اعلان وشو چي ښوونځي پرانیستي دي او زده کوونکي دي خپلو درسونو ته حاضر شي. زه هم د نورو ټولګیوالو په شان ننګرهار لیسي ته ولاړم، د ننګرهار د لیسي تعلیمي فضا بدله وه، د شاګردانو تعداد کم شوی وو، ځیني ښوونکي هم چي شاید موقع يي ځانته مناسبه لیدلي وه چي بهر د مکتب نه کارونه وکړي ښوونځی کي تدریس ته نه حاضریدل، نږدي دوو میاشتو پوري همدا حالت وو، یواخينی کس چي غیر حاضري نه کوله او دوامداره هڅي يي کولي چي استادان او شاګردان درس ته حاضر کړي د لیسي مدیر عبدالبصیر خان وو، تر دوو میاشتي وروسته نور د لیسي تدریسي فضا نسبتا ښه کیدو خواته روان شو..... نور بیا