که ماضی در په زړه شی نو دنن په هکله مصمم شه اوسوچ وکړه،خوښی تر لاسه کړه مثبت عمل اوسوچدې سره علت اومعلول کړه چې دعزت لاره ، انصاف؟ عدالت او سوله هم ستا چاپېریال ته راشی.
« واعف عنا»
ای الله تعالی موږ ته بښنه وکړه
کله چې دنړۍ په محاکمو کې عدالت او انصاف نشی تر لاسه کیدای نوخپله دوسیه د اخرت قضاته وړاندې کړه ځکه هلته شاهدان ملائیکې دی دعوه خوندی او قاضی په خپله احکم الحاکمین دی.
نوح ع دحق اوعدالت په لار کې نهه سوه پنځوس کاله ستونزې وګاللې صبر یې وکړ خوله دعوت نه یې لاس وانه خیست ان تر دې چې الله تعالی ده ته خلاصون ورکړ اودښمنان یې په سمندری توپان ډوب او هلاک شول.
ابراهیم ع ته وګوری کفارو اورته وغورځاوه خو الله ورته داور سرې لمبې سمسور بڼ وګرځاوه او دلارو ورکی قوم له شر نه یې وژغوره.
موسی ع ته ګوری چې فرعون څومره وځوراوه خو الله تعالی ور سره مرسته وکړه دریاب یې ورته وچ کړ اودده دښمنان یې په کې له منځه یوړل .
عیسی ع ته وګوری چې بنی اسرائیل یې په دښمنۍ کې تر کوم ځایه رسېدلی وه په بی بی مریم او دده پر پیغمبری یې تورونه ویل ان تردې چې پر مرګ یې ورسره اسره ونه کړه خو الله تعالی یې مرسته وغوښته نوعیسی ع یې تری اسمان ته پورته کړ او دده پرځای دښمنانو یې په تیر وتنې بل څوک وواژه.
زموږ رحمت للعلمین سیدالمرسلین حضرت محمد ص وګوریچې دمکې مشرکینو، سرتمبه یهودو،او نصاراوو څومره وځوراوه له ډول ډول ستونزو سره یې مخ کړ دده له پیغمبری یې انکار وکړ او ملنډې یې پرې ووهلې دهغه نږدې ملګری یې شهیدان کړل په بی بی عایشې یې تورونه ولګول دوژنې بریدونه اویرغلونه پرې وشول ان تردې چې غاښونه یې مات شول مګر دې مبارک خپل رسالت پرې نه ښود.
همدارنګه عمر خطاب رض ته وګوری حضرت علی کرمالله وجهه او عبدالله بن زبیر ع ته حضرت عثما ن رض دقرآن کریم تلاوت ته ناست وه چې شهید کړ شو.
په درنښت