له محرابه مو د معنوي ویناو او پوهني پر ځای د انتحار آواز راځي ،او د مسجدونو او جوماتونو څخه مو د کرکې او نفرتونو آواز راخیژي او د کرکې او نفرتونو تبلیغ کیږي ، ملا د کرکي نفرت سمبول ګرځیدلی ،د ملا له خوا د علم اوفن پر ضد تبلیغ کیږي ،مدرسې مو درګرده انتحاري روزی ،ډَدَ او دیوانود فرشتو په سپینو جامو کې ځانونه پوښلي ، له هرې خوا د نفرتونو بوی راځي ، د حق خبره په دوي بد لګیږي ، وایي تعلیم مباح دی ملا پر ځای د دي چې د علم و فن د تبلیغ خبری وکړي او یا علم ته خلک و هڅوي د کرکې او نفرت خبری کوي ،او د خلکو مینځ کې کرکې او نفرتونه خپروي ،د علم او زده کړي له پاره د تبلیغ پر ځای خلک د تیارو و خواته بیايی ،ملا باید د وخت پر سیاست او سیاست مدارانو هم نیوکي وکړي ،تر څو چې هغوي اصلاح کړي ،که ملا روښان فکره او روښان ضمیره وي نو باید تبلیغ یې بیدارونکی وي ځکه تبلیغ هم د بیدارولو او ویښولو په پار وي نه د خلکو د غولولو په پار ،چې ګوندی خلک د خپلي ګټي په پار و غولوي ، لمړي خو یو ملا ته لازمه ده چې د ښه تبلیغ په اساساتو پوی شي ،، او بل د عصری علومو څخه یو څه برخوداره وي ،د ملا او د دین د عالم د خولي نه مو باید هغه خبری راووځي چې په زړه کښینې ، خو تر اوسه چې مونږ وینو د اکثرو ملایانو د خپرو نه بوی د معرفت نه راځي