ټوله نړۍ خپل قيمتي عمر نه ضايع کوي ٠ او ټول عمر په تحقيق ګرويږنو او څيړنو کښي تيروي ٠
تر څو په ډيرو مسا ٸلو کې پوهاوى پيدا کړي ،نو دوي ستوري او کهکشانونه پلټي او د فضا ډيرو نا آشنا ځايونو ته ځي ،چې تر اوسه بشر نه وو تللي ٠هلته علمى څيړنې کوي او د يو نوى ژوند د امکان پيدا کولو له پاره چې انسانان په راتلونکو کښي په ستورو کښي ژوند وکړي ٠
نو د ژوند امکانات په ستورو کښي پلټي چې آيا په ستورو کښي د ژوند امکان شته او که نه ، مصنوعى بيړۍ د پراخه فضا غيږي ته ليږي ٠
او د ځمکي څخه يې څاري ليږل شوي بيړۍ هم په خپلو خود کاره وساٸيلو د ستورو او فضا څخه رنګ رنګ تصويرونه اخلي او هغه ځمکي ته ورلىږي ٠
دا په دي عصر او زمان کښي د پرمخ تللو ټو لنو لوى پرمختګ دى ٠
چې په فضا کې يې د بيلو بيلو مقاصدو له پاره تر سره کوي
دوي تر ډير حده په خپلو څيړنو کښي بريالي دي ٠تر اوسه دوي د ډيرو غښتلو تلسکوپونو په واسطه د فضا ډير اسرار کشف کړي ٠
او لګيا دي نور هم مخ ته ځي ٠دوي ډير حيرت انګيزه کشفيات په فضا کښي کړي ٠چې د څه وجهى په خاطر ټول اسرار نه بربنډ کوي ٠
دا مصنوعى بيړيو ډير زيات واټنونه پى کړي او پر مخ تللي او تر اوسه هم لا لګيا دي٠
خو دلته اوس راشه وګوره چې زمونږ طالبان د ٢٠٢١ کال د آګست نه راپه دي خوا چې دوى د دوهم ځل له پاره واک تر لاسه کړى ، نو د انجونو مکتبونه او پوهنتونونه ىې بند کړي ٠ ښځو ته نه د کار حق شته او نه د بيان آزادى او تر ننه پوري چې د ٢٠٢٦ کال د اپريل ٣٠ مه نيټه ده د انجونو پر مخ مکتبونه بند دي ٠