د پاکستاني چارواکو غونډه او ستړې بې خوبه شوې دبهرنیو چارو وزیره حنا ربانی کهر
سعدی وایی:
همه کارم زخود کامی ببد نامی کشید اخر
نهان کی ماند رازی که کزو سازند محفلها!
دافغانستان قر بانی د یوې سپږې لپاره داسې سپږه چې په هیڅ ائین کې برابره نه راځی. کوم عقلانیت دا منلی شی چې دیوه جاسوس لپاره دې ولې ۴۵ ملیونه انسانان ،جنګ اوجګړې خوړلی ولس دې د امریکې او ناتو دتجاوز سبب شی؟
د اسامه بن لادن د وژل کېدو له خبر وروسته همدې منافق دوه مخی پاکستان په ولسمشر ماڼۍ کې د لومړۍ غونډې په اړه فرحت الله بابر لیکلي " ولسمشرۍ ماڼۍ ته زما له رسېدو لږ وروسته د پاکستان
لومړی وزیر
د بهرنیو چارو مرستیال وزیر
او د ای اېس ای مشر هم راورسیدل، د بهرنیو چارو وزیره حنا ګۍ رباني کهر چې پر همدې سهار له بهرني سفره ستنه شوې وه په لږ ځنډ سره دې غونډې ته ورسېده."
دغې ناستې شاوخوا یو نیم ساعت دوام وکړ.
فرحت الله بابر وايي چې ولسمشر زرداري زه یوې خوا ودرولم او ویې پوښتلم چې په دې اړه ستا سوچ او فکر څه دی؟ ما له کوم ډار او ځنډ پرته سملاسي ورته وویل چې دا خو یا ملي غفلت دی او یا بشپړه نااهلي. زما په اند اوس باید دا وګورو چې د پوځ او استخباراتي ادارو خلاف څه کیدای شي؟"
" ولسمشر زرداري د دې خبرې په ځواب کې هیڅ ونه ویل خو له لږ سوچ وروسته یې وویل "پر دې به بیا خبرې کوو." دې ته وایی پنجابی مارشا لی استبلیشمنت . پاکستان اصلا داستاد پروفیسور «مسعود» چې یو تکړه اقتصاد پوه دی خبره طلبا ء له هرډول بهرنیو تصامیمو بهر ساتلی وه . طالبان له ډیرو مسائلو بې خبره پاتې ول حتی د دوحې هوکړه لیک کې ملا برادر او زلمې خلیل زاد «دافغانستان ملی زعامت» د ټېپرو له نر خه هم ټیټ محاسبه کړ شل کاله دلته شخړې وی او وژنې تباهی او بربادی خو زلمی دطالبانو په تخرګ ننوتلی وه او پوهیده چې طلباء دقدرت او مقام تږی دی او بېړه لری چې څنګه ژر ا بل ګواښن له ارګه وباسی .
په دې ارګ خو څو لسیزې درژیمونو موږکان احساساتی ننوتل اوبیرته ووتل شرم او حیا خو نیم ایمان دی .
دطالبانو بهرنی سیاست رغند ه دېپلو ماسی ته زیات ضرورت لری اوباید بدلون ومومی په زور او بې کفایتی دا وړۍ نه شړۍ کیږی . ددرواغو مزل لنډ وی هر حکومت او اداره ځانګړی
روابط اوضوابط غواړی په ځانګړی توګه دپاکستان په وړاندې یو مانالرونکې تفاهم او سم سیاست له پاکستان سره زموږ دولس ستراتیژی ډیره مهمه ده او هم دسیمې په ګټه ده. غیر له هغه ګندنه هو تازه ګندنه دفقر له ډیر ناوړه رکود سره مخامخ دی او وچ سیاست یې بدیل نشی کیدای.
پای