مه خپه کیږی اسلام آباد په افغانستان کې لاهم برلاسی دی مهذساده کیږی
ملا شهاب الدین دچا لخوا کمیسیون ټاکل شوی ؟دغه صلاحیت چا ورکړی؟کمیسیون باید څه وکړی ؟
مه خپه کیږی ! یو ه ډله دوحه یې ډبه طالبان دی بل بې دوحه والا ددوحې والا یوڅه ځان ڼړیوال بولی. خو ظاهرا دواړه له نړیوالو معاملو ډیر لیرې دی دی
مه خپه کیږی ! دوحه والا خپله بقا غواړی خو کندهاری بیا دحکومتولی له منطق بېربرخې دی
مه خپه کیږی! دسیمې هېوادونه خپلې ګټې لری
پوښتنه داده چې کومو سېاسی رهبرانو ته یې بلنه ورکړې ده دا بی جوازه رهبران څوک دی؟
داخو پرون دقدرت جزایر ول
مه خپه کیږه !که اسلام آباد دبلې ډرامې جوړولو تکل کې ده
مه خپه کېږه !که ملا متقی یوڅه وایی ،خو د کمیسیو خچن ملا بل څه دا لوبه معموله ده!
مه خپه کیږه !که غلطه اصولنامه ملګری ملتونه منسوخه بولی
مه خپه کېږه! که طالب په خپل خره سپور دی او امرثانی پای نه موندی
مه خپه کېږه !که حکومت په اټکل او له نړۍ څخه منزوی دی
مه خپه کېږه !چې دزورور په یوه لاس کې دخیرات کچکول او بل لاس کې توره ده
مه خپه کیږه !چې نداف دېپلوماسی کوی او ملا پاچاهی!
مه خپه کیږه! که اسلام آباد یو شمیر بدوی ملایان دجاهلو فتوا ګانو لپاره ساتلی
مه خپه چې دابتدایه ښوونځیرفارغان دلته په حساسو پوستنو کې په مهارت ننوتلی
مه خپه کیږه !د اکولې ملا اوس دالرې اخلی خو دحرامو غږ نه وباسی
مه خپه کیږه چې مجهول ملا په کومه سوړه ننوتلی
مه خپه کیږه !دروغجنه ملا ، وطن فروشه دالخوره ولس ته پته شته
مه خپه کېږه !چې داکوړه خټک خیالی ماستر دحامد ونصلی په پیل سره بیاهم دروغ وایی
مه خپه کیر ه !که ولس پنځه پېړۍ شاته پاتې شو
مه خپه کېږه !که دروغجن ، چاپلوس کار پوه او نړیوا ل شننونکی طالب ته غلطه مشوره ورکوی
مه خپه کېږه !چې داسلام له نوم اسلام آباد دکان جوړ کړی
مه خپه کیږه ! دطالب پروژه له بل ځای اوبه خوری
مه خپه کېږه !چې طالب د ولسولۍ او حکومتولۍ په ژبه نه پوهیږی
مه خپه کېږه !چې ملاذاوس هم بخیل دی
ولسه!
مه خپه کیږی! څوک چې وږی ملا ته حق وایی
ځوان نسله !
مه خپه کیږی! چېرته په خواږه خوب ویده یاست
ملا ندیم د عالی تحصیلاتو مسئول دی
الجهل کظلام !تپه تیاره ده لاره نه لیدله کیږی
پای