اسلام آباد باندې دګاندی لوبه شوی وایې:
دپښتون خښتګ شلیدلی
باچا خان ورته ګیندې وهی
ګاندی لیونی شو ی سنډا ته نغارې وهی!
خو اسلام آباد خپل ځان ته نغارې وهی
اسلام آباد دعقلانیت ، درایت، اسلام او ورورولی خبره کوی خو واقعیت دادی چې
اسلام آباد پټې خبرې، معاملې، ناڅرګنده پایلې
مکر ، حیلې او سیمه ایزه جګړې راپیل کړی
باخبر!
ګرانو هېواد والو ، قدرمنو لوستونکو ، ددې مظلومې خاورې پوهاندانو ، پرفیسورانو ، داکترانو، مسلکې اوغیرمسلکی منورینو، خویندو څېړونکو ، ادیبا نو ، لیکوالو او دبشپړ سوچ خاوندانو، کارپوهانو، عاقلانو او هوښیارو ، خټګرو ، بزګرو، ندافانو ، موچیانو او دهرکسب کسبه کارانو دغه خاوره بې له ملا دتاسې یووالی، مرستې ، نظر، سوچ، دریځ او دعدم تشدد له لارې ستاسې سولې او اخوت ته سترګې په لاره دی په ځانګړې توګه ځوان نسل ته!
«اسلام آباد سره غوټ سیاست او دېپلوماسی په کارده!»
ملا دسیاست نه ظرفیت لری ، نه پوهه او نه تجربه . ملا ذرین تاریخ ، بهترین فرصت ، ملی او نړیوال ارزښتونه د خپلې سرتمبګی لپاره له لاسه ورکړل او لا چالان دی. ملا په همدې اخور کې رالوی شوی دی امر ثانی اوبعدی کې دروغ وایی!
داسلام آباد چغهار دوږی مرغه په څېر دی دغه دزرګری لوبې ، شرمنده او دنړیوالو اصولو له کتاره وتلی بمبارۍ تاسې په ډیر سم نیت په ڼړیواله کچه محکومې کړی او لاریونونه مو وکړ کور مو آباد سم کاروه !
ولې یو مقدار کورنی کار لا پاتې دی هغه دا چې موږ باید سره یو شو ځکه ګډ تاریخ او فرهنګ لرو دغه فرهنګ په ډیرو سمو علمی الفاظو ، اصطلاحاتو، ادبیاتو کې د پوهاند دودیال صاحب« دنوروز» په مقاله کې ذکر شوی چې ډیرې ښایسته او لرغونی بریښی ! زه تکرار دې برخې ته نه ځم
خو د اسلام آباد د ګوډاګی استبلیشمنت ، کرغېړن پوځ پټې او ناوړه پروژې لا پای ته نه دی. رسیدلی ملا زیړ پګړې فضل الرحمن ددالرو سوچ کې دامتیاز ټیغونه باسی.دغه باطل د مقدس کلیمه سمه نشی تلفظ کولی.
۷۹ کلن اسلام آباد ته داکوړې خټک احساساتی ملا یانو ته زمینه مساعده کړه چې دافغانستان له ناامنه آسمان څخه په مظلومو انسانانو باندې د یوویشتمې پېړۍ په درشل کې بمبارۍ وکړی
او نړۍ هم صم، بک،او عمی ورته ګوری . ځکه شیطان اسلام آباد وایی چې ترهګر په افغانستان کې دی او طالب د اسلا م آباد نوم نشی اخیستلای.
ورونو، خویندو ، ځوانانو، لویانو دبرم اوعزم مدبرو دغه خاوره ستاسې غږ ، قیام، پرېکړې ، یووالی او بې له قید اوشرط عظمت ، عزت، غیرت، ایمان او تقوی ته بې له هرډول تشنج مدنی حرکت ته اړه لری.داستاسو حق دی!
اوس ددې وخت راغلی او دا تاریخی فرصت له لاسه مه ورکوی اسلام آباد په کوم اخلاقی معیار ،مسئولیت، صلابت او زور درژیم دبدیل خبره کوی او یا دافغانستان دزعامت دڅرنګوالی؟
پوځی اسلام آباد ببره لکۍ کړې دغه لکۍ بیخ کې پرېکېدل غواړی
اسلام اباد خبیث وږی شوی هرډول نغارې اوډوهلکی یا دوکړې ته څڼې اچوی
اسلام آباد بنجاره لوبه کوی اودې لوبه کې نښتی
اسلام آباد یو منافق سوداګر دی داسلام په نوم یې پنځه لسیزې افغانستان تیر ویست اواوس هم له همدې دکان ګټه اخلی
افغانان یې یو په بل یې ووژل او سیمه ایزه ژبنی ، تنظیمی او ګروهی اختلافونو ته یې لمن ووهله
اسلا آباد بد معاش شوی بدر منیر دی دال ، ککړ ساګ او قیر یې نه هضمیږی
اسلام آباد دطالب نامشروعی ، منزوی له کلی او نړۍ له نرخ وتلې بې کفایته کورکانیو زړه ور کړ!
په اسلام آباد دکارغه چم شوی دزرکې غاړې یې کولې اوس یې خپلې یې له یاده ووتلی
داسلام آباد امریکایی دالر د عربانو مرستې ، هوتل په هوتل میلمستاوې کله له یاده وځی
اسلام آباد داکوړه خټک فارغان په غلطو برنامو کې روزلی ځکه یې په دوه پردو کې کار کړی له یو خوا انتحاریانې له بلې خوا ددوحې سازش پرته له افغان ولس مخ ته بیوه
اسلام آباد دتروریزم ځاله، نړیواله مافیا، متشبث اموخته خور او ددالرو وږی تږی
داسلام آباد کرغېړن سیاسی څیره دپوځې مشرتابه ډیر جعلی تاریخ لرې چې حتی ترکاری یې ۷۵٪ جعلی ده داخبره په نوای وقت ورځپاڼه کې ېاده شو ې وه
داسلام آباد منیر سل په سلو ک ې ترمپ ته چاپلوسی کوی اوکانفرمیشن تر لاسه کوی
اسلام دسړې ، ترهګریزې ، نیابتی او جعل کاری یوازینی مرکز اسلام آباد په کوم جرئت د۴۵ ملینو انسانانو برخلیک ټاکی؟
طالب دظرفیت په کچه چیرته خبردی ، طالب په ډیره محدوده ساحه کې دخپل دید په تناسب دمقام او قدرت په تکل کې دافغانستان زعامت له کړکیچونو سره مخ کړ
ولس ته جواب ورکونکی دی
رحمن بونیری ( سپړنه)په واشنګتن کې داسلام آباد په څو ورځنی تاریخ چڼې او چونګی وهی!
اسلام آباد دافغانستان په سیاسی، اقتصادی او اجتماعی قضایاوو کې دساری ناروغی حیثیت لری دی ته انتی بایوتیک په کاردی
اسلام آباد باید خپلې بسترې سره پښې اوږدې کړی
دبنګال په جلا کیدو رامنځ ته شوی اسلام آباد دکومې ستراتیژۍ یا افغان پالیسی خبره کوی؟
اسلام آباد په کوم روایت ، کوم دریځ، کوم ثبوت دبمباریو حق ځان ته ور کوی؟
پایله:
دابه لوی شرم وی چې پنجابی په دومره عمر کې دیوه داسې ملک په کورنیًو چارو کې مداخله وکړی چې خپله څو لسیزې د مارشالا په ټیلو او ټومبو جعلی ادارې مخ ته بیایی اسلام آباد په خپله دوکړه کې خوب وینی او خیال!
پای