د چین د پنځلسم پنځه کلن پلان ۲۰ شاخصونه:نړیوال اهمیت او د افغانستان لپاره فرصتونه

لیکوال: ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنوونکی اندېښمن ځاځی

په معاصر نړۍ کې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره منظم او اوږدمهاله پلانونه ځانګړی اهمیت لري. همدې ارزښت ته په کتو چین له څو لسیزو راهیسې د «پنځه کلنو پلانونو» تګلاره تعقیبوي،چې ددغه هېواد د پرمختګ اساسي نقشه بلل کېږي. اوس چې د چین د پنځلسم پنځه کلن پلان پیل دي دغه هېواد په یاد پلان کې د لوړ کیفیت د پرمختګ لپاره شل مهم شاخصونه ټاکلي دي . دغه شاخصونه نه یوازې د چین د راتلونکې اقتصادي ودې لپاره لارښوونه کوي، بلکې د نړیوال اقتصاد او پرمختیايي ماډلونو لپاره هم ارزښتناک درسونه وړاندې کوي.
دا پلان د لوړ کیفیت د پرمختګ پر مدار را څرخي. چین هڅه کوي چې اقتصادي وده یوازې د شمېرې یا کمیت له نظره نه، بلکې د کیفیت او نوښت له مخې هم پیاوړې کړي. په همدې اساس د ناخالص کورني تولید د ودې تر څنګ د کاري فرصتونو زیاتول، د کورني مصرف پراخول او د ښارونو او کلیو تر منځ د توپیر کمول د چین د پنځلسم پنځه کلن پلان د اقتصادي شاخصونو مهم عناصر دي. د پورته یادو شویو پالېسیو موخه دا ده چې اقتصاد د صنعت، خدماتو او مصرف ترمنځ توازن پیدا شي او په دغه هېواد کې د دوامداره اقتصادي ثبات بنسټونه پیاوړې شي.
په اقتصادي جوړښت کې بدلون ددغه پلان بله موخه موخه ده. چین غواړي پرمختللي صنعتونه لکه مصنوعي هوښ، ډیجیټلي خدمات او شنه ټکنالوژي پراخه کړي. ددغو لوړ ارزښت درلودونکو تولیداتو پراختیا به د دې لامل شي چې د چین اقتصاد له دودیزو صنعتونو څخه پرمختللو سکتورونو ته انتقال شي. په همدې توګه به د نړیوال بازار په سیالیو کې د چین رقابتي توان نور هم پیاوړي او زیات شي.
د نوښت او ټکنالوژۍ برخه د پنځلسم پنځه کلن پلان تر ټولو مهمه برخه ګڼل کېږي. چین غواړي د نوښت او ټکنالوژۍد څېړنې او پراختیا (R&D) لګښت د اقتصاد په عمومي تولید کې زیات کړي او د ساینس او ټکنالوژۍ په ډګر کې په ځان بسیا شي. په ځانګړي ډول مصنوعي ځیرکتیا، نیمه هادي چیپونه، کوانټم ټکنالوژي او روبوټیکه ټکنالوژي هغه برخې دي چې د راتلونکې اقتصادي ځواک بنسټ به جوړوي. د چین په پنځلسم پنځه کلن پلان کې د اختراع زیاتوالی، د پوهنتونونو او صنعتي سکتور ترمنځ همکاري او د علمي څېړنو پراختیا دغې موخې ته د رسېدو مهم عوامل بلل شوي دي.
ډیجیټلي اقتصاد بله هغه موخه ده چې د چین په پنځلسم پنځه کلن پلان یو له مهمو شاخصونو دی. د انټرنېټي خدماتو پراختیا، د معلوماتي ټکنالوژۍ زیربناوو پیاوړتیا او د ډیجیټلي سوداګرۍ زیاتوالی د چین د اقتصاد په نوي پړاو کې اساسي رول لري. دا بدلون نه یوازې اقتصادي موثریت زیاتوي، بلکې د نوو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو سبب هم ګرځي.
د چاپېریال ساتنې او شنې ودې موضوع مهمه برخه ده چې چین به یې د پنځلسم پنځه کلن پلان په چوکاټ کې په جدیت سره تقیب کړي. چین د اقلیم بدلون پر وړاندې د نړیوالو هڅو په چوکاټ کې ژمن دی چې د انرژۍ مصرف کم او د کاربن اخراج شدت را ټیټ کړي . د غیر فوسیلي انرژۍ لکه لمریزې انرژۍ، بادي انرژۍ او د اوبو نه تولیدونکې انرژۍ ته پراختیا ورکول ددغې تګلارې مهمه برخه ده. همدارنګه د هوا او اوبو کیفیت ښه کول، د طبیعي سرچینو اغېزمن استعمال او د شنو ښارونو جوړول د دوامدار پرمختګ لپاره بنسټیز ګامونه بلل کېږي.
په ټولنیز ډګر کې د خلکو د ژوند د کیفیت لوړول چین د پنځلسم پنځه کلن پلان اساسي هدف دی. د کارموندنې فرصتونو زیاتوالی، د عاوایدو کچې لوړوالی او د ټولنیزو خدماتو پراختیا د دې شاخصونو مهمې برخې دي. د زده کړې د کیفیت ښه کول، د لوړو زده کړو پراختیا او د مهارتونو روزنه به د راتلونکې اقتصادي ودې لپاره بشري ځواک پیاوړې کړي. همدارنګه د روغتیايي خدماتو پراختیا، د ژوند د منځنۍ مودې زیاتوالی او د عامه روغتیا سیستم پیاوړتیا د ټولنیز هوساینې مهم عناصر دي.
چین د نفوس د عمر د بدلون ستونزې ته هم پام کړی دی. د زړو خلکو د شمېر زیاتوالی د ډېرو پرمختللو اقتصادونو لپاره یو مهم چیلنج دی. د همدې لپاره د زړو خلکو د پاملرنې خدمات، ټولنیز بیمه او روغتیايي ملاتړ د دې پلان مهم شاخصونه جوړوي او همدارنګه د ماشومانو د روزنې او د کورنیو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه ددغه پلان اساسي او مهم شاخصونه بلل کیږي.
د چین د پنځلسم پنځه کلن پلان اهمیت یوازې د دې هېواد تر پولو محدود نه دی. د نړۍ دویم لوی اقتصاد په توګه د چین اقتصادي پالیسي د نړیوال اقتصاد پر لوریو مستقیم اغېز لري. کله چې چین د نوښت، شنې انرژۍ او ډیجیټلي اقتصاد په برخو کې پانګونه زیاتوي، نړیوال بازارونه هم ورسره بدلون مومي. له همدې امله د دې پلان شاخصونه د نړیوال اقتصادي راتلونکي لپاره هم مهم سیګنالونه بلل کېږي.
د افغانستان لپاره هم د دې پلان مطالعه ځانګړی اهمیت لري. افغانستان چې د اقتصادي بیارغونې او پرمختګ په پړاو کې قرار لري، کولی شي د چین له تجربو څخه ګټه واخلي. لومړی مهم درس دا دی چې د اوږدمهاله پلان جوړونې پرته دوامدار پرمختګ ستونزمن دی. که افغانستان د پنځه کلنو یا لس کلنو پرمختیايي پلانونو په چوکاټ کې واضح اقتصادي او ټولنیز شاخصونه وټاکي، نو د پرمختګ بهیر به لا منظم شي.
دویم مهم فرصت د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو پراختیا ده. چین د سیمې په اقتصاد کې مهم رول لري او د زیربناوو، سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې پراخې پانګونې کوي. افغانستان کولی شي د ترانزیټ، سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال له لارې د دې پرمختګ برخه شي.
درېیم، د شنې انرژۍ تجربه د افغانستان لپاره خورا ارزښتناکه ده. افغانستان د لمریزې او بادي انرژۍ پراخ ظرفیت لري. که د چین په څېر په افغانستان کې هم د پاکې انرژۍ پر پراختیا تمرکز وشي، نو دا هېواد کولای شي د اړتیا وړ انرژۍ په کور د ننه تولید کړي او اقتصادي فعالیتونه پیاوړي کړي.
څلورم، د بشري پانګې پراختیا هغه برخه ده چې افغانستان ورته جدي اړتیا لري. د زده کړې، تخنیکي مهارتونو او ټکنالوژۍ په برخه کې پانګونه کولی شي د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه زیات کړي او اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.
په پایله کې، د چین د پنځلسم پنځه کلن پلان شل شاخصونه د یو داسې پرمختیايي ماډل استازیتوب کوي چې اقتصاد، نوښت، چاپېریال او ټولنیز هوساینه په متوازن ډول پیاوړي کوي. دغه پلان ښيي چې دوامدار پرمختګ یوازې د اقتصادي ودې له لارې نه، بلکې د علم، ټکنالوژۍ، چاپېریال ساتنې او ټولنیز عدالت له لارې ترلاسه کېدای شي. د افغانستان په څېر هېوادونه کولای شي د دې تجربې څخه الهام واخلي او د خپلو ملي پرمختیايي ستراتیژیو په جوړولو کې ترې ګټه پورته کړي، څو د ثبات، سوکالۍ او دوامدار پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.