د مارچ اتمه، د میرمنو د ورځې په مناسبت:
عشق، غریزه او درناوی!
څوک يي په سره کمربند میین شو(۱)
څوک يي یوازې د زلفو په ول کې بند پاتې دي
څوک يي د تګ قدمونه شمېري(۲)
چا يي ونه، سروه وبلله
ځینې يي د لباس په ستاینه زړه ته تسل ورکوي
څوک يي تصویر په جیب کې ګرځوي او په نیمه شپه کې پرې زړه ټکوروي
چا يي یوازې سترګې یادې کړې او نورو يي د بدن بله برخه!
د بدن د برخو د ستاینې په سیالۍ کې له ډېرو انساني درناوی هېر شو!
د ستاینو ډیری برخه په عشق او غریزې راټولې دي.
دلته د درناوۍ برخه یا نشته، یا ډېره کمه لېدل کېږي.
پر درناوۍ باندې د عشق او غریزې غلبه، زموږ د انساني ودې کچه په ګوتو کوي!
ترڅو چې د عشق سره درناوی نه وي ملګری، موږ هلته د عشق نه بلکې د غریزې خبره کوو.
موږ لا تر اوسه د عشق، غرېزې او درناوۍ ترمنځ مناسب تنا سب ته نه یوو رسېدلي!
د مارچ اتمه، د همدغه عدم تناسب د سمون په پار هرکال لمانځل کېږي!
یادوونه:
(۱ ) اېټالوی مشهور شاعرFrancesco Petrarca ته اشاره ده. ویل کېږي چې هغه په Laura نومې جینۍ میین شوی وو.نوموړي هغه په لومړي ځل په سره کمربند کې لېدلی وه. وروسته يي د هغې په اړه ۳۶۶ شعرونه وویل.
(۲ ) یوه ټپه کې وايی:
په قدمو دې خدای میین کړم
ما ته په لویه لار کې واخله قدمونه
سرلوڅ مرادزی