افغانستان یو بې ‌وسه او کړېدلی هېواد دی، چې له کلونو راهیسې له اقتصادي ننګونو سره مخ دی. که څه هم اوس مهال الحمدلله هېواد د اقتصادي ودې په لور ځینې ګامونه پورته کړي دي؛ خو بیا هم د ولس ډېره برخه له اقتصادي ستونزو سره تړلې ده. له بلې خوا هېواد ته راستنېدونکو کډوالو ته مرستې، د هغوی د استوګنې لپاره د مېشتېدو پلانونه او د تېرو درېیو کلونو طبیعي آفتونه لکه زلزلې او سېلابونه خلکو ته درانه مالي زیانونه واړول.
د دې ټولو ستونزو لپاره اسلامي نظام اوږه ورکړه او له زیانمنو وګړو سره د مرستو او بیا رغونې لپاره یې ډېرې مالي سرچینې ولګولې او د هغوی د ژوند په ښه کولو کې یې هڅې تر دې مهاله روانې دي.
اوس خبره د سوداګرو او هټیوالو ده؛ په تېرو څو ورځو کې په ناڅاپي ډول د بازارونو نرخونه لوړ شوي دي، چې د خلکو اندېښنې یې هم ورسره زیاتې کړې دي. د سیمې وروستیو پوځي نښتو، په ځانګړي ډول په ایران کې د اسرائیلو او امریکا تر منځ کړکېچ، پر نړیوالو بازارونو اغېز کړي دي، چې د ډالرو او تېلو بیې په سیمه او نړۍ کې لوړې شوې دي.
خو پوښتنه دا ده، چې ولې زموږ په کورني بازار کې هر منفي بدلون سمدستي د نرخونو د لوړوالي لامل ګرځي. خو کله، چې ډالر راټیټېږي، د توکو په بیو کې هېڅ بدلون نه راځي؟ مخکې چې ډالر مخ په ښکته روان وو، د توکو بیې پر خپل حال پاتې وې؛ خو اوس چې یو څه لوړ شول، سمدستي د خوراکي او نورو اړینو توکو بیې لوړې شوې. په همدې اساس د بازار اوسنی وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
سوداګر او هټیوال باید په داسې حساسو شرایطو کې د اسلامي، انساني او اخلاقي اصولو له مخې چلند وکړي. په ځانګړې توګه په مبارکو میاشتو او سختو حالاتو کې له خلکو سره همدردي او مرسته کول د دیني او وجداني مسوولیت برخه ده، نه دا چې له حالاتو څخه د ګټې اخیستنې هڅه و شي.
د دولتي اړوند ادارو له مسوولینو څخه د ټولو هېوادوالو غوښتنه دا ده، چې د نرخونو د کنټرول او څارنې په برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي، څو خلک وکولای شي په اسانه توګه د اړتیا وړ توکي واخلي او د ژوند په تېرولو کې له لا زیاتو ستونزو سره مخ نه شي.
بیا هم پر سوداګرو او هټیوالو غږ کوو، چې له انصافه کار واخلي، د بېوزلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او د ولس له ستونزو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي. ځکه دا ولس په تېرو څو انقلابونو کې ډېر ځورېدلی او کړېدلی دی؛ نور د بې‌انصافۍ زغم نه لري.