انسانان جبراا بايد اجتماعي او معاشرتي ژوند مخته بوزي . په تجرید او انزوا کې ژوند کول ناممکن دي . همدا وجهه ده چې انسانانو د ټولنې د واړه واحد (کورنۍ) نه نيولې تر لوی واحدونو ملت او بشريت پورې ټولنې تشکيل کړې دي، څو يو دبل تر څنګ په همکارۍ او همبستګۍ ژوند وکړي .
خو ځنې وخت د انسانانو په منځ کې په وړه او لويه کچه د همکارۍ او تعاون په ځای فزيکي ټکرونه او تاوتریخوالۍ راشي . خشونت-خصومت د سوله ايز،همغږي او متوازن ژوند په ځای حاکم شي او د لويو مصیبتونو او د ډېرو ځاني او مالي تاوانونو سبب شي .
اوس سوال دا پيدا کيږي چې خشونت ،خصومت او فزيکي ټکرونه ولې راځي ؟
مخکې مو وويل چې انساني ټولنه(کورنۍ، ملت او بشريت ) د افرادو نه تشکيل شوې ده.
دغه افراد که په واړه واحد (کورنۍ) او يا لوی واحد ملت کې را ټوليږي ، طبعاا ځنې قواعد او اصول يې د مشترک ژوند د پاره جوړ کړي، چې د هغې په مراعاتولو ټولنه خپل توازن او تعادل ساتي .
خبره ټوله په اصولو او قواعدو کې ده .
که اصول او قواعد تفاهمي-توافقي او عدالتي اساس ولري او د ټولنې ټول غړي بې امتيازه او توپيره په کې ځان وويني ، هيڅ علت د نارضايتۍ او د قواعدو د نه مراعاتولو نشته .
د ټولنې ټول غړي به راضي ،خوښ او قانع وي او خپل وظايف او مسؤليتونه به په شوق او ايماندارۍ سرته رسوي . د اصولو د اجرا او مراعاتولو د پاره نه زور ته حاجت شته او نه فشار ته ، ځکه د ټولنې ټولو غړو ته اعتبار لري او د عملي کولو نه يې ټول ګټه پورته کوي .
خو که قواعد او اصول داسې وي چې د ټولو غوښتنې او ضرورتونه ته ځواب نه شي ويلئ، د ټولنې د غړيو خوښه او موافقه په کې نه وي اخستل شوی او د ټولنې د غړيو سره امتيازي او توپيري چلند کيږي او د عدالت په ځای دزور او تزوير طرزالعمل وي ، په دې صورت کې د ټولنې د غړيود نارضايتۍ ، خپګان او تنفر اسباب پيدا شي ، چې که په خپل وخت ورته توجه ونه شي ، اصلاح رانه شي ، ورځ په ورځ زياتيږي او بالاخره په خشونت ،خصومت او فزيکي برخورد تماميږي او ټولنه د جنګ او جدل صحنه وګرزي.
د تفاهمي او توافقي روابطو او اصولو ځای زورکاري ونيسي او د همکارۍ ځای يو د بل د نابودۍ رقابت ته پاته شي.
لکه مخکې مو چې وويل خشونت ، نارضايتي او بالاخره خصومت هغه وخت راځي چې د منل شويو قوانينو اجرا په عادلانه شکل نهوي او يا دا قوانين د ټولنې د غړيو د حقونو د پورهکولو ظرفيت نه لري .
خشونت او نارضايتي په يو دم او ځاني توګه نه راځي ،بلکې د اوږده کشمکش او بېعدالتۍ نتيجه ده .
که په کورنۍ کې د کور غړي د کور د مشر او يا نورو غړيو د کړنو او سلوک نه خوښ نه وي ، نو په اول کې خپله نارضايتي په رموز او کنايه کې اظهاروي ، څو د کور د مشر او يا بل مسؤل د ده سره د ناسم او نابرابر سلوک له کبله خپل عمل ته متوجه او د تکرار نه يې ځان وساتي . خو که دا طريقه نتيجه ورنه کړي ،بيا د خپل حق د اعادې د پاره واضح شکايت او اعتراض کوي ، څو مسؤل لوری په دې هکله اقدام او اجراات وکړي . لاکن که د رموز ، شکايت او اعتراض په مقابل کې بيا هم مشر ، مسؤل او مؤظف لوری عکس العمل ونه کړي او د شاکي او ناراضه کس غږ وانه اورېدل شي ، بيا نو متضرر غړی د کورنۍ نه او د کورنۍ د قواعدو نه بېزاره او ياغيتوب- باغيتوب ته پناه وړي او د خصومت د اسبابو نه کار اخستلو ته مجبوريږي . همدا وجهه ده چې هغه سوله ايز ، ارامه او بې جنجاله ژوند په خشونت او خصومت بدل شي .
همدا د کورنۍ مثال په ملي او بين المللی کچه هم صدق کوي .
په يوه هېواد کې چې د ټولنې افراد د بېعدالتۍ او ناسمو اقداماتو له وجهې ناراضه شي اول کوښښ کوي چې په رمزونو او کنايو د واکمنانو غوږونو خلاص کړي . که واکمنان يې په کيسه کې نه شول او د ملت غوښتنې يې جدي ونه نيولې ،بيا واضح شکايت او اعتراض کوي ، خو که بيا هم واکمنان بېغوره ، بې تفاوته او بې اقدامه شي او اعتراض کوونکو ته د قناعت ورکولو او مثبت اقدام نه خودداری وکړي ، په دې صورت کې د اوليايې امورو او اعتراض کوونکو تر منځ فاصله ايجادشي او ناراضه معترضان نور واکمانو او د دوی واکمنۍ ته د مشکل دحل د مرجع په توګه نه ګوري ،بلکې پخپله واکمني د ستونزو د پيدا کېدو او زياتېدو عامل بولي .
تحمل او همکاري ور سره بې ګټې ښکاري او د سرکشۍ ، بغاوت او دوښمنۍ دريځ غوره کوي ،ځکه سوله ايز - مشورتي-انتقادي او شکايتي ميتود ته واکمنانو اهميت ور نه کړ او د ناراضو منتقيدينو غږ ته يې د قناعت په ورکولو او يا اصلاحاتو په راوستلو مثبت ځواب ور نه کړ .
د همدې شان سلوک نتيجه ده چې د اولس او واکمنۍ ترمنځ د ټکر او تقابل مسابقه شروع شي او تر هغه به دوام کوي چې يا واکمني را چپه او يا د ملت غږ اورېدو ته مجبوره شي .
دا د ملت او واکمنۍ ترمنځ ټکر او خشونت د ډېرو ځاني تلفاتو او مالي خساراتو سبب شي او بدبختانه د دواړو لوريو هغه انرژي او قوت چې د ټولنې د ترقۍ ، آبادۍ او رفاه د پاره بايد مصرف شوې وائ د ټولنې د تخريب ، وروسته پاته والي او مصيبت سبب شي او ډېر وخت غواړي ،څو دا خرابيانې جوړې او د ملت زخمونه ټکورشي هغه هم د نويو واکمنانو د ارادې او اخلاص په موجوديت .
بناا ددې د پاره چې په کورنۍ او ټولنه کې خشونت ، جنجال، جنګ ،جدل او منفي رقابت را نه شي او د سولې ،تفاهم او همکارۍ چاپيريال حاکم وي ، بايد د کورنۍ -ټولنې د افرادو نارضايتي که په هر دليل او انګيزه وي د کورنۍ-ټولنې د مشرانو او واکمنانو له لوري د رمازه او کنايه ويلو په مرحله کې جدي ونيول شي ، رسيدګي ورته وشي، قناعت ورته ورکړل شي او دعدالت په دايره کې ورسره معامله وشي . د شکايت، اعتراض او بغاوت درجې ته يې ونه رسوي . ځکه سوله ایزه ،بانظمه ،تفاهمي او عدالتي چاپيريال د ټولو په ګټه دئ. د ټولو ارامي، رفاه او مصؤنيت په کې خوندي دئ ، لاکن د خشونت اور بيا مشر او کشر نه پېژني او ټول سوځوي .
#دابادۍاوخدمت ج هاد