دپرديو دمداخلو،مزاحمت او لاسوهنو نه شکايت اوفريادهېڅ ګټه نه لري اوڅوچې يې وس رسيږي هغوی دا کار کوي.
نه دزاريوپروالري اونه دژړا.

دونيا که هر څومره ځان ته متمدنه او مترقي وائي خو همغه د ځنګل قانون( دقوي-ضعيف، زور -کمزورۍ د تقابل لوبه) دوام لري، يوازې ميتودونه، شرايط،وساييل او طريقې يې بل شان دي.

که څوک ددې قانون سره توافق نه لري ،بايد د ضعيف حالت نه ځانونه راوباسي او د قوي سره د سيالۍ او مقابلې قوت پيداکړي ، که نه د قوي نه د رحم ،عاطفې او شفقت تمه لرل ځان غولول دي او خپل برخليک د بل په لاس کې ورکول دي.

د ضعيف د پاره اول په دې سوال فکر کول په کار دي ، چې د قوي قوت په څه شي کې دئ؟

ولې هغه قوي او زه ضعيف يم ؟

کمزوري څه شان په زور بدليږي ؟

ژوندي موجودات د ژوندي پاته‌ کېدلو او نسلي توليد د پاره خوراک ،څښاک ،جنسي مقاربت ، د ګرمۍ-يخنۍ مناسب حالت او د هغه خطر نه چې ژوند يې تهديدوي بچ کېدلو د پاره امن چاپېريال ته ضرورت لري ، ځکه که دا منابع ورته ميسر نه شي ، هلاکت يې حتمي دئ.

ژوند ،قوت او غښتلتوب په انساني او حيواني دونيا کې توپير لري.

په حيواني او ځنګلي ژوند کې قوت په بدني لويوالي ، تيزوالي، د څيرلو،وژلو او ښکار کولو په مهارت کې د هغوی دطبيعي جوړښت له کبله دئ.

ځنې حيوانات خدايي ضعيف او کمزوري دي او ځنې بيا قوي او خشن دي . همدا وجهه ده چې په ځنګل کې د ضعيفو ژوند او مرګ د قوي حيواناتو په لاس کې دئ ، چې وږي شي کمزوري را چپه او خپله ګېډه پرې ډکه کړي.

لاکن انساني دونيا کې بيا بدني غټوالۍ او زور د قوت په مانا نه دئ ، بلکې د هغه کيفيت او نعمت وجود دئ چې الله تعالی انسان ته ورکړئ دئ او حيوانات ترې محروم دي او دغه نعمت عقل دئ.

همدا د‌ عقل لرل او لورينه ده چې انسان او انساني ژوند د حيوان او حيواني ژوند سره توپير پيدا کوي، انسانان يې قوي کړي دي او په ټولو خطرناکو او وحشي حیواناتو او طبيعي منابعو يې خپل تسلط قائم کړئ دئ.

په حيواناتو کې د عقل فقدان ددې سبب دئ چې د پيدايښت نه تر اوسه يې ژوند او د ژوند دود په همغه يوه شکل او حالت مخته ځي، هېڅ نوع تغير په کې نه ليدل کيږي ، همغه ځاله ، غار ، خوراک ، څښاک ، جنسي مقاربت او د تهيه کولو طريقې يې چې پخوا وې ، اوس هم دي او په اينده کې به هم وي ، ځکه د تغير ، بهتروالي ، اراموالي او اسانوالي وسيله(عقل ) ورسره نشته او عمل او عکس العمل ئې احساسي دئ، نه عقلي او فکري .فقط د اوليه ضرورتونو(لوږه،څښاک ، خوب ، تولد- تناسل ) پوره کېدل يې کفايت او قناعت حاصلوي. نه د تغير غم ورسره شته ، نه د سيالۍ او نه د احتمالي خطرونو د مخنيوي .

د قدرت ،ثروت، شهرت او شهواني اضافه تمايلاتو د حاصلولو د تلاش او رقابت نه هم فارغ دي.

خو انسانان بيا د عقل د برکته همېشه د بدلون ، بهتروالي او تکامل په تلاش کې دي ، کنجکاوه دي ، پلټنه کوي ، تحقيق کوي،ازموينې کوي ، د خپلو اعمالو د مثبت او منفي نه پند اخلي ، د طبيعت د رازونو نه ځان خبروي او تلاش کوي چې خپل تسلط ته د معلوماتو او پوهې له لارې وسعت ورکړي ، کشفيات ، ابتکارات ،ابداعات او نوي تخليقات وکړي ، قوي شي ، واکمن او ځواکمن شي.

همدا د قدرت ،ثروت ،شهرت او شهوت د تمايلاتو حرص او رقابت که ديوه لوري يې انسان او ټولنې ته سهولتونه او رفاه راوړې ده ، د بل لوري نه يې ډېر زړه بوږنوونکې او جبران ناپذيره زيانونه انساني ټولنې او چاپېريال ته هم رسولي دي او همغه د ځنګل -حيواني لوبه ( د قوي -ضعيف مقابله) ئې جاري ساتلې ده او انساني تراژيدي يې خلق کړې ده .

دا تراژيدي هغه وخت پای مومي چې د قوي او ضعيف رابطه د تعادل حالت ته تقرب وکړي. په دې مانا چې يا قوي د ضعيف موقف نه تنزل وکړي او يا ضعيف ارتقا او د قوي سره سيال او برابر شي .

قوي هېڅکله د ضعيف حالت ته د ټيټېدو تمايل او ضرورت نه لري ، ځکه هغه د فوقيتونو ، امتيازاتو او برلاسيتوب په خوندونو کې دئ او هېڅکله نه حاضريږي چې دا پوزيشن له لاسه ورکړي ، بلکې د خپل قوت د زياتېدو هوس لري.

نو اوس تصميم او فيصله د ضعيف ده چې خپل مشقت ، ضعف ، ناتواني او فلاکتباره حالت زغمي او پرې خوښ دئ، يا ئې د بدلولو فکر لري .

دقوي او ضعيف په مقابله کې د ضعيف د پاره يوازينی لاره د نجات داده چې ځان قوي کړي ، که نه،نه به خپلواک ژوند ولري او نه به د قوي د مداخلو او مزاحمت نه مصؤن پاته شي .

د انسانانو او انساني ټولنو قوت او غښتلتوب د همدې عقل په بېدارۍ او ترې ګټه اخستلو کې دئ. عقلي بیداری يعنی د ضرورتونو پيژندنه او د رفع کولو د پاره منابع ، وسائيل او امکانات لټول او تهيه کول دي .

د عقل بیداری د تجربوي او ساينسي علومو او فنونو زده کول او د ځان او ټولنې ژوند دهغې په بنسټ عيارول دي .

د قوي افرادو او ټولنو د قوت راز يوازې د هغوی تسليح په ساينسي علومو کې ده چې د بیداره عقل محصول دي .

هر څومره چې افراد او ټولنې يې د خپل شخصي او ټولنيز ژوند امور د عقل او د عقل نه پيداشوي علم په بنياد سمبالوي په همغه اندازه د قوت او فوقيت نه برخورداره کيږي او د خپل ځانونو د دفاع او حرفه ژوند کولو جوګه کيږي .

چاره څه ده ؟

په خپل ځان کار بايد وشي(په فردي او ملي کچه)، ځان هوښيار کړل شي ،مستقل فکر وکړل شي ، د پرديو د تقليد،پيروۍ او ارزښت په ځای په خپل ځان د اتکا ، ابتکار، ابداع او خلاقيت د کولو احساس او سوچ ايجاد شي او دا کارونه عقل ته او‌ د عقل نه زیږیدلي علم ته په مراجعه او زده کړه کيږي . يوازې په دې طريقه او تعامل د ضعف ، کمزوريتوب او قرباني حالت نه د قوي ، غښتلي او د ځان نه د دفاع درجې ته د رسېدو فرصت او چانس شته دئ ، چې بايد ترې استفاده وشي او ځان او ټولنه د قوي په مقابل کې د سيالتوب او تعادل منزل ته لوړه کړي او په انساني دونيا کې د ځنګلي ژونددود (کلتور) لوبې ته د پای ټکی کیښودل شي .

#دابادۍاوخدمت ج هاد