د جنګ پایله دا ده ،چې په یو شیبه کښي څومره بد رنګه شي ښارونه ،کنډواې لارې کوڅې شي او محلونه د پيژندلو نه ووځي هغه زړه راښکونکي ځایونه په هغه ویرانو بدل شي چې انسان تری په رڼا ورځ ایریږي ، جنګ بد رنګه دی له جنګه نفرت لرم .
او هغوي چې د جنګ اورنو ته لمنې وهي د هغوي نه ډير نفرت لرم .د کلنو کلنو د انسان په لاس جوړ مدنیت د جنګ په اورونو کښي برباد شي . جنګ تل زیږوي کینې او نفرتونه
جنګونه له مونږه وړي د ښه فکر او هوش خاوندان د مخه له دي چې، جنګ پيل کړو ښایی لږ له ځانه سره فکر وکړو .
پریږدﺉ چې دا خلک د لا زیاتو پر مختګونو فکرونه وکړي پریږﺉ چې نړۍ نور هم د علم او فن په میدان کښي درانه او متین ګامونه اوچت کړي ،جګړې او جنګونه بس کړﺉ .ځکه جګرې او یا جنګونه دي چې د علم و فن مخه ډب کوي او د علم و فن په لاره کښي خنډ واقع کیږي .
د تحقیق او څيړنو میدان ډير لوی او پراخه دی ،او د دي له پاره په کار ده چې ټول ، خپل فکرونه په کار واچوو،پریږدﺉ چې بشر په دي میدان کښي لا نور هم مخ په وړاندی لاړ شي
پریږدﺉ چې بشر د کهکشانونو او د کاییناتو په زړونو کښي ننوځي او حیرت انګیزه کشفیات تاسي ته وړاندی کړي ،پریږدۍ چې د علم او معرفت بیړۍ ډير واټنونه پی کړي او نوری دنیا ګانی کشف کړي ، خو په ډير خواشینۍ سره مونږ ټول وینو چې ځيني ګاونډي هیوادونه لکه ایران او پاکستان له ډيرو کلنو راهیسی، جنګونه کرکې او نفرتونه خوروي او جنګونه کې خپل مفادات او ګټې وینی ، د دوي د استخباراتی شبکو له خوا تخریبي او ویجاړونکی عملونه تر سره کیږي ،په تیره ډي زیات د پنجاب د پوځي او استخباراتي ادارې لخوا