باز مرغۍ ته وویل چې انسان له تا څخه هروخت شکایت کوی چې ته په کوم کور کې تربیه او پالل کېږې چې غټه شې نو بیا هرې خواته چې وغواړې پرواز کوې او تښتې !
له بلې خوا دازما حال دی چې انسان ما خوشې کړی نوزه دسیسۍ، زرکې ، مړز ، چنچڼې اوچتکی له چاپېریال ان له کشمیره رانیسم او خاوند ته یې راوړم مرغۍ وویل چې که ته زما غوندې ددوه درې یاڅلورو بازانو په ستونی باندې چړې وګورې چې همدغه بې انصافه دسولې او دموکراسی دعوه ګیره دروغجن انسانان وګورې چې دمرغیو په ستونی چړې راکاږی نو هیڅکله به بیرته رانشې!
په ناڅاپی توګه دکاکتوس خبری چینل له لارې ما دعبدالحمید خراسانی او دافغانستان دنړیوالو مطالعاتو مرکز رئیس داکتر هاتف مختار مرکې ته غوږ ونیوه . ښکاریده چې خراسانی اوهاتف مختار دبشپړ صبر او ادابو څخه کار اخلی او یوبل لفظی نه تخریبوی او مرکه داحترام او عزت خیال ساتی سره له دې چې دیو اوبل دتحلیل، برداشت اوڅېړنی توپیر ډیر زیات دی خو بیا هم لکه یوشمیر نور میلمانه له هرډول ناندریو ، ګواښونو، خود نمایی او ځان ستاینو ، تکراری تکیه کلامو او متشنجو لانجمنو کیسو کار نه اخلی مختار ملی وحدت ، ملی ګټې دولس برخلیک ډیر ښایسته له چلو صافه باسې چې دباز اومرغۍ له کیسې وځی .خراسانی ښکاری چې اخلاص لری خو له مختار ډیر لیرې واټن کې دی! دمختار ستراتیژی او تاکتیک دتائید وړدی. موږ که واقعا په ډاګه دملی منافع ګامونه جدی ونیسو فکر نه کوم چې ولس به له کوم جنجال سره مخ شی.
دمختار داخبره حقیقت لری چې قدرت دبیسوادو په لاس کې دی ولس ښه پوهیږی ، طالب پوهیږی اونړۍ ته په ډاګه ده چیزیکه عیان است بیان ته اړه نه لیدل کیږی . خو دلته یوشمیر لابی ګران هم طالبان تیر باسی او همخپل ځانونه . کوم عقل دامنی چې ندیم شپون دې دعالی تعلیماتو وزیر وی که په طالبانو ګران وی بل چیرته مقام نه شته؟ دادملی منافعو په وړاندې مطلق خیانت او فساد ګڼل کیږی . بنابران دخراسانی دلیل چې دجمهوریت مثال ور کوی غلط دی . دا خو نارې وهی چې اسلامی امارت !
اوس موږ له پاکستان قوی سند غواړو دپرون پتی(دالو) کاسه مو له یاده وتلې . ای اس ای پردې کار کړی چې څنګ دمقام په نوم افغانان یودبل په وړاندې استعمال کړی. تاسې ولید ل چې دترینا په هوټل کې څه تیر شول؟ وایی له کلی ووځه خو له نرخه مه وځه!