د یوه سیاسي ګوند او د هر سیاسي او ټولنیز سازمان د جوړولو لپاره عموماً یو لړ اساسي اسنادو او اداري- تشریفاتي کارونو او توافقي لیکل شویو شیونو ته اړتیا وي. دا اسناد د هر هېواد او یا په یوه هېواد کې د مختلفو تاریخی دورو د قوانینو او ټاکنیزو کمیسیونونو له مخې یو له بل سره لږ یا ډیر توپیر کولی شي، خو په عمومي ډول په هر حال او هر وخت کې د ګوند او سازمان د جوړولو له پاره ځینې بنسټیز سندونه او نور تشریفاتی لیکلی شیونه او یا جوړکړی څیزونه اړین ګڼل کيږي. دا اسناد په ټوله کې کولای شو په دوو برخو وویشو: د ګوند/ سازمان بنسټیز (اساسي) سندونه او تشریفاتي او اداري اړتیاوې.
1. د سازمان بنسټیز سندونه (قانوني اړتیاوې) څه شی دي؟

د ګوند (او هر بل سازمان) د جوړولو او فعالیت په بهیر کې لیکلیو بنسټیزو سندونو ته اړتیا ده. دا هغه څه دي چې پخپله د ګوند او سازمان د جوړولو له پاره اړین دی. د هغوی له موجودیت پرته ګوند یا بل سازمان نه شي جوړیدای. دا بنسټیز (اساسي) اسناد هغه رسمي، ضروری او لومړني لیکلي اسناد دي چې د یو سازمان (لکه ټولنه، اتحادیه، بنسټ یا سیاسي ګوند) د جوړېدو، فعالیت، حقوقي شخصیت، موخو او جوړښتي اصولو بنسټ ټاکي. د هر سیاسي ګوند او سازمان بنسټیز (اساسي) سندونه د هغوی د هویت، قانونیت او دوام لپاره مرکزي ځای لري. ګوند یا سازمان یوازې هغه وخت د دولت او قانون له نظره پېژندل کېږي چې بنسټیز سندونه ولري. دا له يوې خوا سازمان ته قانوني حیثیت ورکوي او له بلې خوا د ګوندي غړو ترمنځ د موخو او د فعالیت د چوکاټ په ټاکلو کې د توافق ښکارندوی دي. دا سندونه ښيي چې ګوند یا سازمان څه اهداف لري، د کومو ارزښتونو پلوي کوي، او کومو لارو چارو ته ژمن دی. د مشرتابه طریقه، د غړیتوب شرایط، د پرېکړو کولو بهیر، د مالي چارو څرنګوالی او نور ډیر داسې مهم مسایل ټول په دې سندونو کې تعریفېږي. بنسټیز سندونه د ګوندي غړو او رهبري ارګانو د مسئولینو له پاره د حساب ورکولو او شفافیت وسیله ده. کله چې اصول په لیکلې بڼه موجود وي، مشران نه شي کولای خپل سري پرېکړې وکړي، (البته که یې صفوف بیدار او هوښیار وي) ځکه چې غړي کولای شي د همدغو سندونو پر بنا له رهبرانو څخه د حساب غوښتنه وکړي.
دا اساسي سندونه د غړو تر منځ د ګډ ژوند او ګډ کار چوکاټ جوړوي له همدې اساسي اسنادو څخه هر چاته څرګندیږي چې دا سازمان د کومو ټولنیزو ډلو له ګټو دفاع کوي، په کوم فکري نړۍلید ولاړ دی او کومو تشکیلاتي اصولو ته ژمن دی. ویلای شو چې همدا اسناد د سازمان موجودیت قانوني کوي، د دولت د اړونده ادارو لخوا په رسمیت پېژندل کېږي او پر همدې بنسټونو په ټولنه کې خپل ځای او هویت تثبیتوي. له همدې څخه د فعالیت چوکاټ، د سازمان موخې، سیاسي تګلارې، د غړو حقوق او مکلفیتونه، د رهبرۍ جوړښت او د پریکړو کولو طریقه معلومیږي. د سازمان د چارو له‌پاره واضحې قاعدې جوړوي، تر څو د داخلي شخړو او ګډوډیو مخه ونیول شي. تر هر څه مهم دا چې د ګوندي فعالیت د دوام او ثبات وسیلې دي. که د مشرتابه بدلون راشي، بنسټیز سندونه ډاډ ورکوي چې سازمان له مخکې ټاکل شوو اصولو سره سم پر مخ ځي. بې له دې سندونو، هر نوی مشرتابه کولای شي چې هر څه بدل کړي او کارونه پخپل زړه له صفره پیل کړي. د داسې سندونو په موجودیت کې که د سازمان مشرتوب (رهبري) بدلون هم وکړي، د سازمان فعالیتونه د همدې اسنادو پر اساس پر مخ روان وي. که د یوه ګوند رهبر له منځه ولاړ شي، ګوند هنوز هم ژوندی پاته کیږی. همدا اساسي اسناد د ګوند نوې رهبرۍ ته لاره ښئي او په اسنادو کې لیکل شوې نقشې پلي کولو ته یې مجبوروي. که په سازمان کې اختلاف رامنځته شي، اساسي سندونه د قضاوت لپاره معیار ګرځي. همدا سندونه د ګوند او سازمان د یووالي او هویت سرچینه او د اړیکو وسیله هم ده. د غړو تر منځ د ګډ هدف، ګډ فکر او ګډې ژمنې فضا رامنځته کوي او د بهرنیو شریکانو او خلکو لپاره د سازمان څېره څرګندوي.
لنډه دا چې بنسټیز سندونه د هر سیاسي ګوند او سازمان قانوني شالید، فکري هویت، عملي لوری، د داخلي نظم چوکاټ، او د دوام ضمانت برابروي. په داسې بنسټیزه اسنادو کې کولای شو د سازمان لاندې معتبر سندونه وشمیرو:
د سازمان بنسټیز (لازمي) اسناد کوم دي:
• اساسنامه (Statute / Charter) چې په ګوندونو او سازمانونو کې د اساسي قانون ماهیت خپلوي او د سازمان حقوقي بنسټ، موخې، جوړښت او د فعالیت حدود او د مختلفو ارګانونو ترمنځ د دندو ویش ټاکي. په لنډه توګه ویلای شو چې اساسنامه د سازماني او تشکیلاتي جوړښت ډول او قواعد تثبیتوي. دا یو رسمي او لیکلی سند دی چې د هر سازمان، ټولنې، یا سیاسي ګوند د جوړېدو بنسټ، موخې، جوړښت، د غړیتوب شرایط، د مشرتابه طریقه، د پرېکړو کولو بهیر او د فعالیتونو قواعد پکې په تفصیل سره ټاکل شوي وي.
• منشور (مانیفیست) (Manifesto / Program) یا مرام او مرامنامه د سیاسي ګوند هغه لیکلی سند دی چې د ګوند ایډیالوژي، ارزښتونه، اساسي باورونه، ستر هدفونه او د ټولنې لپاره د هغوی لیدلوری پکې څرګند شوی وي او د سازمان د موخو فکري او سیاسي لیدلوری او ارزښتونو تشریح کوي. له مرامي اهدافو معلومیږي چې دا ګوند/ سازمان څه غواړي، د چا له پاره یې غواړي او په کومو لارو ورته مبارزه کوي. هر ګوند د خپل مرام په اساس له نورو جلا کېږي او خلک د ګوند مرام ته ګوري او پرېکړه کوي چې د ټاکلي ګوند ملاتړ وکړي او که نه؟
مرام د ګوند او یا هر بل سیاسي سازمان ایډیالوژیک لارښود دی چې غړو ته ښيي چې د کومو ارزښتونو او هدفونو لپاره مبارزه کوي او د ګوند د عملي فعالیتونو لپاره فکري او نظریاتي اساس برابروي. دا زیاتره د فلسفي او سیاسي اصولو پر بنسټ جوړېږي، د عدالت، پرمختګ، آزادۍ، دیني یا ملي ارزښتونو په اړه دریځ څرګندوي او د ګډو ارزښتونو او باورونو پر اساس د غړو یووالی ټینګوي. په لنډه توګه ویلای شو چې مرام د سیاسي ګوند فکري او ایډیالوژیک سند دی چې ارزښتونه، عمومي اهداف او د ټولنې لپاره د ګوند لیدلوری پکې څرګند شوی وي.
• د جوړېدو پرېکړه لیک او د مؤسسې غونډې پروتوکول: دا د بنسټ اېښودونکو له لوري د جوړېدو رسمي سند دی چې معمولاً ورپکې د سازمان د رهبرۍ، اساسنامې او مرام په اړه پریکړې کیږي. د ګوند د بنسټګرو غړو د رسمی غونډې د پروتوکول پر بنسټ د ګوند د جوړېدو پریکړه لیک هغه رسمي لیکلی سند دی چې ور پکې د بنسټګرو نومونه او لاسلیکونه، د غونډې د جوړېدو ځای او نېټه، هدف او موخه او د مرام او اساسنامې د تصویب په واسطه د خپل فعالیت د راتلونکو ګامونو یادونه کوي. دا د ګوند د رامنځته کېدو لومړنی رسمي سند ګڼل کېږي چې د بنسټ ایښودو ټول بهیر په شفاف ډول ثبتوي او د راتلونکي لپاره حقوقي او تاریخي سند ګرځي.
• د غړو نوملړ یو رسمي جدول یا لیست دی چې د بنسټګرو غړو ټول اړین شخصي معلومات پکې لیکل کېږي. دا نوملړ د دې لپاره وي چې دولت او اړوندې ادارې ته وښيي چې ګوند یا سازمان د واقعي کسانو لخوا د هغوی په حضور او رضا مندۍ جوړ شوی، نه داسې چې یوازې د کاغذ په مخ خيالي نومونه لیکل شوی دي.
• او د ثبت غوښتنلیک یو رسمي لیک دی چې د ګوند یا سازمان مؤسسان یې اړوندې دولتي ادارې ته وړاندې کوي ترڅو د فعالیت قانوني جواز تر لاسه کړي. د ثبت غوښتنلیک پرته، هېڅ ګوند یا سازمان د قانون له مخې د فعالیت اجازه نه لري. دا سند د قانوني پېژندنې او رسمي جواز لومړنی ګام دی.
• د مالیاتو او مالي چارو د رڼه حساب ورکول هم په ځینو هیوادونو کې د قانوني او حتمی موضوعاتو څخه شمیرل کیږي چې باید د سازمان مالي چارې د قانون سره سمې تنظیم شوي او مربوطو ارګانو ته یې پخپل وخت راپور ورکړل شوی وي.
باید یادونه وکړم چې د مؤسسې غونډې پروتوکول اود ګوند د غړو نوملړ په ځینو هېوادو او ځینو حقوقی حالاتو کې د بنسټیزو سندونو په لړ کې نه شمیرل کیږی. ما دا ځکه په اساسي اسنادو کې راوړل چې زموږ په هېواد کې د اسلامي جمهوریت د زمانې په قانون کې (چې د ګوندونو په اړه وروستنی قانون دی) د ګوندونو د راجستر له پاره دا اړین بلل شوي او په یو حتمیت اوښتي دي. زموږ په هېواد کې د ډیرو نورو هېوادونو په څیر د ګوند د رسمیت له پاره د غړو د ټاکلی شمیر پوره کول او په اداره کې ثبتول هم حتمي دی. دا چې وروسته له دې به په دې اړه په افغانستان کې څه تدبیر نیول کیږي، بیله خبره ده.
په لنډه توګه ویلای شو چې د سازمان بنسټیز اسناد هغه رسمي لیکلي متنونه دي چې د سازمان د قانوني موجودیت، موخو، جوړښت او کړنلارې بنسټ جوړوي او د دولت او ټولنې په وړاندې یې پېژندل یقیني او ضروری وي.
2. د سازمان تشریفاتي اړتیاوې:
دا هغه رسمي او تشریفاتي ګامونه دي چې د سازمان د فعالیتونو او غونډو د رسمیت لپاره ترسره کېږي. لکه:
• د رهبرۍ د ټاکنې سند: د ګوند د مشر، مرستیالانو او د رهبري شورا د ټاکنې رسمي محضر ډیر ځله د دولتي اداري څانګو له پاره اهمیت لري، خو په همدې ډول د ګوندونو په فعالیت او په ټولنه کې هم خپل رول لوبوي. داسې پيښ شوی او پېښېدای شي چې د یوه ګوند قانونی او واکمن مرکزي ارګان مثلا یو نفر د رهبر په حیث د خپلې اساسنامې او یا معین تعامل مطابق او په قانوني توګه ټاکلی وي، خو کوم بل کس او یا کومه بله انشعابي ټوټه په همدې نامه د رهبرۍ او حتی د ټول ګوند مدعی شي. په دموکراتیکو ټولنو کې په داسې حال کې حکومتی او قضایی ارګانونه مداخله کوي، خو په غیر دموکراتیکو شرایطو کې دا ډیره جنجالمنه موضوع وي چې د مبارزینو زیاته انرژی ضایع کوی. د تیر جمهوریت په وخت کې چې ګوندونه آزاد و، هم داسې پیښې شوې چه د دوو نفرو ترمنځ د ګوند په رهبرۍ او نامه باندې دعوا رامنځ ته شوې او دولت مداخله کړې او دا پرابلم یې د حقوقي اسنادو مطابق حل کړی دی.
• د ګوند مُهر، بیراغ او لوګو: د ګوند د رسمي پېژندنې لپاره ځانګړی نښه/سمبول، ټاپه او بیراغ هم په‌کار وي چې په تشریفاتي څیزونو کې شمیرل کیږي. البته دا هم په نظر کې نیول کیږي چې باید د قانون له مخې د ګوند نوم، نښه او مرام له بل ګوند سره تکراري او په ټکر کې نه وي.
• د اړوند وزارت یا د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د ثبت غوښتنلیک. (البت په هغو هېوادونو کې چې د ګوندونو جوړول او رسمي راجستر قانوناً رواج وي) یا د رسمیت پیژندلو او راجستر له پاره یوه عریضه ده چې د هغې پر اساس دولتي ارګانونه ځان مکلف بولی چې د ګوند اسناد مطالعه او د فعالیت د جواز په اړه یې د موجودو قوانینو په رڼا کې تصمیم ونیسي.
• د پورته ذکر شويو ټولو اسنادو موجودیت (منشور، پروګرام، د غړو نوملړ، پرېکړه لیکونه او نور هغه څه) چې په دولتي ارګانو کې د پیژندنې او راجستر او په ټولنه کې د حزب د هویت او حیثیت سره اړیکه ولري.
• د ګوند د رسمي دفتر پته او د اړیکې معلومات او همدا راز د ایمیل او یا کوم بل انټرنیټي آدرس معلومول.
• د غونډو رسمي خبرتیاوې : د بنسټګرې، عمومي یا ځانګړو غونډو اعلانونه باید مخکې له مخکې ترسره شي. د هرې غونډې د جوړېدو ځای، ورځ ، وخت (ساعت) او اجندا مخکې له مخه وټاکل شی، د اساسنامې مطابق ټاکلې موده له غونډې تر مخه غړو ته واستول شي.
• د غونډې اجنډا او د بحثونو ثبتول: د هرې غونډې اجنډا مخکې له مخه ټاکل کېږي، او خبرې، پرېکړې او رایې په پروتوکول کې ثبتېږي. تر ټاکلې اجندا د باندې موضوع د رهبر یا د غونډې د اداره کوونکي لخوا په غونډه په ناببره توګه نه تحمیلیږي.
• د مشرتابه ټاکنې مراسم: مشران او مسؤلان د غونډې د پرېکړې او قانوني چوکاټ سره سم ټاکل کېږي.
• د سندونو د لاسلیک او تایید مراسم: اساسنامه، مرام، پرېکړه لیکونه او نور مهم سندونه د ټولو اړوندو غړو لاسلیکونه غواړي. د ګوند غړي حق لري چې دا سندونه وګوري او د لزوم په صورت کې یې د تغیر، تعدیل او تکمیل وړاندیزونه وکړي چې طبعاً د رهبري ارګان لخوا دا وړاندیزونه تر بحث لاندې نیول کیږي.
• رسمي غونډې او د غونډو راپورونه: د سازمان ټول رسمي ګامونه د تاریخ او شفافیت لپاره ثبت او ارشیف کېږي. د اړوندې غونډې هر غړی حق لري چې پروتوکول ووینی او د اصلاح او تکمیل وړاندیز یې وکړي.
په پای کې په یوه جمله کې ویلای شو چې د سازمان اساسي اسناد د سازمان بنسټ جوړوي، خو تشریفاتي اسناد د سازمان رسمیت، شفافیت او د غړو باور تضمینوي او د سازمان ظاهري بڼه او رسمي تعامل ښیي.
دا یادونه هم اړینه بولم چې دلته په فردي، قومي او مذهبي اصالت راجوړ شوي ګوندونه او غیر دموکراتیک سازمانونه په دې بحث کې په نظر کې نه دي نیول شوي.
نور محمد غفوری
09.09.2025