د یرغلونو په وړاندې د افغانستان او چین یو شان مبازره، خو متفاوت پرمختګونه
لیکوال: ازاد خبریال: انديښمن ځاځي
سریزه
چین او افغانستان، سره له دې چې په جغرافیه، کلتور او سیاسي جوړښت کې لوی توپیرونه لري، خو یوه ګډه تجربه هم لري، چې د بهرنیو یرغلونو پر وړاندې اوږده او نه ستړې کېدونکې مبارزه ده. دواړه ملتونه د داسې تاریخ شاهدان دي چې که له یوې خوا یې د پام وړ ویاړونه تر لاسه کړي خو بل خوا همدغو یرغلونو پر دواړو ملتونو د ژورو زخمونو نښې هم پرېښودلې دي. په چین کې د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ په اوږدو کې د لویدیځو استعماري ځواکونو او جاپان بریدونه، د دغه هېواد سیاسي او اقتصادي جوړښتونه زیانمن کړل. چین د خونړیو جګړو شاهد و او د چین ملت د خپلې خاورې د ساتنې لپاره بې سارې قربانۍ ورکړې. د چین ملت د بېلابېلو پړاوونو په اوږدو کې د ملي مقاومت په ډګر کې په میړانه ودرېد او د خپلې خاورې او خپلواکۍ څخه یې ساتنه وکړه. د تایپینګ پاڅون، د باکسر پاڅون او د جاپان ضد جګړه، هغه جګړې او ناخوالې وې چې د چین د خلکو تر منځ یې د ملي ژغورنې روحیه لا پسې پیاوړې کړه. ان تر دې چې په ډېرو برخو کې سیاسي سیالانو هم لکه کمونیستان او مليپال ځواکونه د ګډو موخو لپاره سره یوځای شول.
بله خوا افغانستان بیا د خپل حساس جغرافیایي موقعیت له امله چې نړۍ او بېلابېلو ملتونو لپاره د څلورلارې حیثیت لري د تاریخ په اوږدو کې یې د فارسي، مقدوني، عربي، مغولي، صفوي، انګلیسي، روسي او امریکایي یرغلونه تجربه کړي دي چې په معاصر تاریخ کې یې درې ستر مقاومتونه د یادونې وړ دي لکه: د انګریزانو په وړاندې د افغانانانو درې مهمې جګړې چې په ترڅ کې یې په ۱۹۱۹ زیږدیز کال کې انګرېزانو ته ماتې ورکړه او خپلواکي یې واخیسته، په ۱۹۷۹–۱۹۸۹ زیږدیزو کالونو کې په افغانستان د سرولښکرو یرغل د افغانانو لپاره یو خونړۍ یرغل وو، که څه هم د سرو لښکرو یرغل په افغانستان کې د سلګونو زرو کسانو د وژل کېدو او د میلیونو کسانو د بې کوره او بې وطنه کېدو لامل شو، خو په افغانانو کې یې یو ځل بیا د مقدس جهاد له لارې د خپلې خاورې او خپلواکۍ د ساتنې روحیه ژوندۍ کړه او د بې سارو سرښیندونو وروسته یې روسي یرغل ته ماتې وکړه او د ۲۰۰۱ زیزږدیز کال وروسته پر افغانستان د امریکا او د ناټو غړو هېوادونو پوځي یرغل هم له ځان سره، ستونزې، کړاوونه، وژنې او ناخوالې درلودې خو افغان ملت یې په وړاندې سخته مبارزه وکړه او په دې وتوانېدل چې د خپلو قربانیو په بدل کې امریکا او ناټو غړو هېوادونو ته ماتې ورکړي او خپل هېواد له اشغال پاک کړي.
په دغه لنډه لیکنه کې پر چین او افغانستان شوي یرغلونه، مبارزه او له یرغلونو وروسته د شويو پرمختګونو څرنګوالي او لاملونو ته اشاره کوو.
پر چین شوي یرغلونه او د ملي مقاومت بهیر
چین د زرګونو کلونو د تمدن لرونکی هېواد دی، خو دا اوږد تاریخ د بهرنیو یرغلګرو د بریدونو او د دغو بریدونو په وړاندې د چین د ملت د سختې مبارزې شاهد هم دی.
که څه هم یادو جګړو چین له بشري او اقتصادي ناورین سره مخ کړ خو له دغو جګړو وروسته چې د چین د پرمختګونو بهیر ته کتنه کوو؛ نو یو روښانه انځور مخې ته راځي. هغه روښانه انځور په ۱۹۴۹ زیږدیز کال کې په چین کې د خلکو جمهوریت جوړېدل وو چې د ملي یووالي د ټینګښت لپاره لومړي ګام بلل کیږي. دا ګام د دې لامل شو چې په چین کې کورنۍ جګړې پای ته ورسیږي، ځمکني اصلاحات رامنځته شي، صنعتي بنسټ کېښودل شي او د بهرنیو یرغلونو پر وړاندې د پوځ د عصري کېدو بهیر پیل شي. له ۱۹۷۸ زیږدیز کال وروسته د اقتصاد د پرانیستې تګلارې او اصلاحاتو پړاو پیل شو. د بهرنیو پانګونې جلب، د نړیوال بازار سره یوځای کېدل او د ځان بسیاینې له شعار څخه د نړیوالې سوداګرۍ پر لور حرکت، چین د پرمختګ پر نوې لاره روان کړ.
له ۱۹۹۰ لسیزې څخه وروسته، چین په چټکۍ سره د نړیوال اقتصاد په یوه لوی لوبغاړي بدل شو. د زیربناوو پراخه پانګونه، د تکنالوژۍ پرمختګ، د " کمربند، لار" ستره نړیواله پروژه او د ملي ستراتیژیو تسلسل، دا هېواد د نړۍ په کچه د سیاسي او اقتصادي ځواک په توګه راڅرګند کړ. د دې پرمختګ تر شا یو څو اساسي فلسفې وې: اوږدمهاله لرلید، د لنډمهاله ګټو پر ځای ستراتېژیک اهداف، د ملي یووالي ساتنه او د بشري پانګې روزنه هغه څه وو، چې چین یې په نننۍ نړۍ د دوهم لوی اقتصاد درلودونکي هېواد مقام ته رسولی دی.
پر افغانستان شوي یرغلونه او په وړاندې یې اوږدمهاله مبارزه
افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د "هند دروازه" او د "ملتونو څلور لارې" بلل شوی دی، چې دا موقعیت هم د برکت او هم د بلا سرچینه پاتې شوې. په تاریخ کې دا هېواد د څو هېوادونو د یرغلونو ډګر پاتې شوی دی، خو د افغانستان په معاصر تاریخ کې درې لوی یرغلونه او په وړاندې یې مقاومتونه د یادونې وړ دي:
· پر افغانستان انګریزانو یرغل او په وړاندې یې د افغانانو مبازره.
· د شوروي یرغل پر وړاندې جهاد.
· پر افغانستان د امریکا یرغل.
د دغو یرغلونو بشپړه څېړنه کافي وخت ته اړتیا لري چې د دغې لیکنې په لمن کې ښایې ځای نه شي خو دومره ویلی شو چې د انګریزي یرغل پر مهال د افغانانو او انګریزانو تر منځ درې لویې جګړې شوي چې افغان ملت یې په وړاندې کلک مقاومت کړی او د خپلو سرونو په قربانۍ یې ۱۹۱۹ زیزدیز کال کې له انګریزانو د خپلې خاورې خپلواکي بېرته واخیسته.
په ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ زیږدیزو کالونو کې پر افغانستان د سرو لښکرو (شوروي) یرغل وشو چې افغان ولس یې په وړاندې د جهاد اعلان وکړ، دا یرغل هم د افغانستان او افغانانو لپاره خونړی یرغل وو چې د زرګونو افغانانو د وژل کېدو او د میلیونو نورو د مهاجر کېدو لامل شو. دا یرغل که څه هم له ځان سره ګڼې ورانۍ او ویجاړۍ درلودې او د افغانستان اقتصاد ته یې ژور زیانونه واړول، خو د افغانستان ملت د شوروي لښکرو په وړاندې پیل کړی جهاد بریالی کړ او شوروي ځواکونو ته یې ماتې ورکړه. افغانستان بیا هم یو فرصت درلود چې د چین له تجربو کار واخلي او په هېواد کې د یووالي د ټیګښت لپاره ګامونه پورته کړي څو دغه هېواد له ناخوالو را ووځي او د اقتصادي او سیاسي پرمختګ په لور روان شي، خو له بده مرغه دا فرصت هم د قدرت پر سر د خپلمنځي تنظیمي جګړو ښکار شو.
بلااخره په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې افغانستان یو بل یرغل شاهد و چې د دغه هېواد په خاوره د امریکا او ناټو غړو هېوادونو پوځي یرغل و. دغه خونړي یرغل چې شاوخوا شل کاله یې دوام وکړ د افغانانو وژل کېدل، جګړې، ناخوالې، د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو د لارې ډب کول له ځان سره درلودل. یو ځل بيا افغان ولس اړ شو چې د وسلوال مقاومت ډګر ته را ودانګي او په خپله خاوره د امریکایي یرغل په وړاندې مبارزه وکړي. افغان ولس دا مبارزه هم د تېرو یرغلونو په وړاندې د شویو مبارزو په شان په میړانه ترسره کړه. که څه هم لسګونه زره افغانان ووژل شول او لسګونه زره نور ټپیان او معیوب شول خو د خپلې میړانې په مټ یې امریکایي یرغل ته ماتې ورکړه او خپله خاوره یې یو ځل بیا د پردیو له اشغال خلاصه کړه او یو ځل بیا دا فرصت شته چې افغانستان هم د چین یا نورو هغو هېوادونو ، چې له جګړو را وتلي او نن د پرمختګ په لاره روان دي له تجربو کار واخلي او د دوی په شان د خپلمنځي ستونزو او ناخوالو ښکار نه شي بلکې دا ستونزې هوارې کړي ، د سیاسي او اقتصادي پرمختګ لاره پرانیزي. خو پوښتنه دا ده چې دا کار څنګه کولی شي؟
د دغې پوښتنې په ځواب کې ویلی شو چې افغانستان کولی شي د چین له تجربو کار واخلي.
چین د څو بنسټیزو عواملو په پایله کې بریالی شوی دی:
ملي یووالی: د سیاسي اختلافونو پر ځای د ګډو ملي موخو پر محور راټولېدل.
اقتصادي واقعگرایي :د ایدیالوژۍ او اقتصاد ترمنځ توازن.
د اوږدمهاله پلانونو تسلسل: د حکومتونو بدلون سره د ستراتیژۍ دوام.
دا هغه عوامل دی چې چین یې نن په نړۍ کې د لوی اقتصاد درلودونکي او پیاوړي هېواد موقف ته رسولی دی. که د افغانستان او چین تجربې پرتله کړو، توپیرونه ډېر ژور ښکاري. چین په شلمه پېړۍ کې د بهرنیو یرغلونو له بند څخه ووت او د ملي یووالي او اقتصادي اصلاحاتو په مټ د بیا رغونې یوه دوامداره لاره وموندله. افغانستان بیا تر اوسه د جګړو دوام، بهرني نفوذونه، ټوټه ټوټه سیاسي جوړښت او د ملي اجماع نشتوالی تجربه کوي. چین له خپلې تجربې ښيي چې جګړهیز تاریخ د ملت د له منځه تلو حکم نه کوي، خو د بیا رغونې لپاره درې شرطونه حیاتي دي: ملي یووالی، واقعگرا اقتصادي پلان او د اوږدمهاله ستراتیژۍ دوام.
دا دواړه ملتونه ښيي چې مقاومت یوازې د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د سولې او پرمختګ په ډګر کې هم معنا لري. چین وکولای شو چې له یرغلونو وروسته د پرمختګ یوه نمونه شي، خو افغانستان لا هم د دې لارې د موندلو په لټه کې دی او که ملي یووالی او واضح اقتصادي ستراتیژي پیاوړی کړي، د پرمختګ دا لاره ناممکنه نه ده، خو شرط دا دی چې افغانستان هم د چین په شان د یووالي ټینګښت ته لومړیتوب ورکړي او دا یو اړین امر وبولي، خپلمنځي اختلافات هوار کړي، د بهرنیو یرغلونو لاسوهنو د مخنیوي لپاره د پیاوړي پوځي او سیاسي ځواک جوړولو ته کار وکړي، د چین په شان د ملي یووالي او اقتصادي اصلاحاتو په مټ د شته ستونزو له ګرداب را ووځي او د خپل حساس جغرافیایي موقعیت نه په ګټه اخیستنې سره ځان ته د پرمختګونو بندې لارې پرانیزي.