لیکوال: عبدالسمیع واحدي
وچکالي
وچکالي په يوې سيمې کې د اوبو د زېرمو او موسمي ورښتونو د اوږدمهالي کمښت مودې ته وييل کېږي چې له مياشتو نه تر کالونو پورې غځېدلې وي.
وچکالي مختلف ډولونه لري لکه هایدرولوژیکي وچکالي، د هواپیژندني(اقلیمي) وچکالي، زراعتي وچکالي او اقتصادي یا اجتماعي وچکالي.
هایدرولوژیکي وچکالي:
کله چي د سطحي اوبو لکه سیندونه، خوړنو او یا د ځمکي لاندي ( څاه) اوبه لږ شي هایدرولوژیکي وچکالي ګڼل کیږي.
اقلیمی وچکالي:
د اورښتونو کمښت له منځني کچي نه د هوا پیژندني وچکالي ګڼل کیږي.
زراعتي وچکالي:
کله چې په خاوره کي د رطوبت نشتوالی د نباتاتو او فصلونو وده اغیزمنه کړي زراعتی وچکالی ورته ویل کیږي.
اقتصادي- اجتماعی وچکالي:
وچکالي په بازار کي د پیر او پلور ( خرید و فروش) او د تولید او خدماتو برخه باندي ناوړه اغیزه لري او همدغه اغیزي ته اقتصادي وچکالي ویل کیږي.
وچکالي د مختلفو طبعی او انساني عواملو له امله رامنځته کیږي چي څو مهمو عواملو ته په لاندي ډول اشاره کوو.
1. اقلیمی بدلونونه او د اورښتونو د منځني کچي کموالي د وچکالي د راپیښیدو د مهم او عمده عواملو څخه یو عامل کڼل کیږي.
2. د ځمکي د تودوخي د درجي لوړیدل خونړیو وچکالیو ته لاره هواروي.
3. صحرا ګرایی یا د شنو ساحو تخریب او د ځنګلونو قطع کول هم د وچکالی سبب ګرځي.
4. د اوبو د منابعو ککړتیا، د ځمکي لاندي اوبو بي ساري کارول په زراعت او صنعت کي او د اوبو د منابعو څخه نا سالمه ګټه اخیستنه د وچکالی بل مهم عامل دی.
5. د اوبو د منابعو ناسم مدیریت هم د وچکالي په رامنځته کولو کی مرسته کوي.
وچکالي یوه طبیعي پدیده او نړیواله معضله ده چي مخنیوی يي د انسان د وس کار نه دی، خو دا د ټولو وګړو فردي او ټولنیزه دنده جوړیږي چې د وچکالي په مدیریت یا کنټرول کي په داسي ډول مثبت رول ولوبوي چي د وچکالۍ د زیانونو کچه حد اقل ته ورسیږي. تیرو دوو لسیزو کې د اقلیم د بدلون په پایله کې، نړي د سترو ننګونو سره مخ دی اروپا کي اوسني وچکالي بی مخینه ده چي ویل کیږي حتا تیرو 500 کلنو کي هم اروپا داسي وچکالي نه وه تجربه کړي، د اروپايي کمیسیون د ګډ څیړنیز مرکز لوړ پوړې څیړونکې اندرا تورټ په دې باور ده چې د اوبو مدیریت طریقې باید د اوبو د محلي ګټه اخیستونکو سره په همکارۍ کې مدیریت شي، او د وچکالۍ څخه د ژوندي پاتې کیدو لپاره، د ځمکي تودوخه باید د صنعتي کیدو د کچې څخه مخکې 1.5 درجې سانتی ګراده پورې محدوده پاتی شي. هغه ټینګار وکړ: "په منځ مهال او اوږد مهاله کې باید په نړیواله کچه د شنو خونو ګازونو تولید کم شي ترڅو د ځمکي د تودیدو خطر په بریالیتوب سره کنټرول کړی شو.
2022 کال کي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا افغانستان کی روانه وچکالي د اقلییمی بدلون او د تودوخي د لوړوالی پایله ګڼلی وه چي له امله يي افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کي له سختې وچکالۍ سره مخ هېواد ګڼل شوی.
همدارنګه د پرله پسي وچکالیو له امله د افغانستان 14٪ طبیعي یخچالونه ویلي شوي او د شلمې پیړۍ د پای په پرتله وچکالي دوه چنده شوې ده.
د وچکالي معیاد ( پیل او پاي)، د وچکالي د سیمي پراخوالي (وسعت) د وچکالي شدت او د وچکالې د دوري بیا ځلي تکرار د وچکالی د خصوصیاتو د جملي څخه شمیرل کیږي.
د وچکالۍ د پیل او پای د نيټی او وخت ټاکل خورا ستونزمن کار دي. خو معمولا د وچکالۍ پیل هغه وخت وي کله چې په خاوره او د اوبو په زیرمو کې د رطوبت ذخیره ختمه شي، او د وچکالۍ پای هغه وخت وي کله چې بارانونه د خاورې اړین رطوبت بیا ځلي چمتو کول پیل کړي او په سمندرونو کې د اوبو جریان بیرته راشي او د ځمکې لاندې اوبو زیرمې ډکې شي. د هیلم هولټز د چاپیریال ساتني څیړنیز مرکز د وچکالۍ څارونکی ماشین په واسطه د خاورې د رطوبت پر بنسټ د کرنیزو وچکالیو ارزونه کوي. د دې ماډل له مخې، وچکالي هغه وخت پیل کیږي کله چې د خاورې رطوبت هغه کچې ته ورسیږي چې یوازې په 20 سلنه کلونو کې د اوږدې مودې لپاره پیښیږي.
وچکالي د خلکو په ژوندانه کي ډیر ژور او زیانمنووونکي اقتصادي،ټولنیز او محیطي اغیز اچوي او عام ولس د ډیرو سترو ننګونو سره مخ کوي. د وچکالي د تاثیراتو د کمولو دپآره باید لاندي ټکي په پام کي ونیول شي.
1. د هوا د ککړولو د مخنیوي په لارو چارو غور وشي او د ګلخانه یي ګازاتو د تولید د مخنیوي په برخه کي اړین ګامونه پورته شي.
2. د عامه پوهاوي پراخي برنامي په لاره واچول شي او د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي.
3. د انفرادي ژورو څاګانو په ځاي د اوبو رسولو د انجنیري شبکي فعالي شي او دغو شبکو ته د پانګوني دپاره لازمی اسانتیاوي رامنځته شي.
4. د اوبو لګولو سیستمونه باید په عصري ټکنالوژۍ سنبال شي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو دپاره موثري طریقي لکه د قطره يی سیستم یا د باران د اوبو څخه ګټه واخیستل شي.
4. د اوبو د بي ځایه او غیر ضروري استعمال څخه ډه ډه وشي.
5. د سطحي یا د ځمکي لاندي اوبو زیرمي باید ککړ او ملوثي نشي ددي کار دپاره صنعتي ټولني او د تولیدی فابریکو مالکین د اوبو زیرمي په کارولو کي فوق العاده احتیاطي تدابیر ولري.
6. د ژورو څاه ګانو کیندل ودرول شي.
7. په تشنابونو او حمامونو کي دڅښاک د (خوږو) اوبو د استعمال مخنیوي وشي.
8. د باران د اوبو د زیرمه کولو دپاره مناسب ځایونو کی ډنډونه او تاخیري بندونه جوړ شي.
9. د بامونو او سرکونو اوبه باید حویلي او یا داسي ځاي ته رهنمایی شي چي پري د ځمکي دلاندي اوبه تغذیه شي