د الکساندر دوګین او زېبګنیو برېژینسکي د نظریو ترمنځ یو پرتلیز تحلیل
د اسیا په اړه د نړیوال سیاست په فکري تاریخ کې درې سترو شخصیتونو - ولادیمیر ایلیچ لنین، الکساندر دوګین او زېبګنیو برېژینسکي - هر یو د خپلو نظریو له لارې د پاملرنې وړ وړاندوینې کړي. د لنین «د اسیا بیداري» تاریخي وینا، د دوګین«یورېشینیزم» فلسفه او د برېژینسکي «د سطرنج ستره تخته» تیوري، درې بېلابېلې نظریې دي، خو یو ګډ عنصر لري: د لوېدیځ (غرب) رول او د ختیځ/یورېشیا یا اسیا مقام.
دا لیکنه د دغو دریو نظریو تر منځ یوه ځغلنده پرتله، همغږي او تقابل تحلیلوي او په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ او افغانستان د رول یادوونه کوي.
په ۱۹۲۰ عیسوي کال، د باکو په کانګره کې، ولادیمیر لنین د«آسیا بیداري» تر عنوان لاندې یوه تاریخي وینا وکړه. په دې وینا کې نوموړي وویل چې اروپا زړه شوې، اروپا امپریالیستي ده او اسیا بیداره کېږي. لنین د اسیا ولسونه د استعماري زورواکو پر وړاندې انقلابي بدلون ته هڅول. هغه ویل:
«امپریالیزم زوال ته نږدې دی او د اسیا ولسونه به د خپل برخلیک څښتنان شي»
د لنین په اند، اسیا نه یوازې له اقتصادي اړخه، بلکې له تمدني بیدارۍ سره، د نړیوال انقلاب راتلونکی مرکز دی.
الکساندر دوګین معاصر روسي فیلسوف، د یورېشینیزم فلسفه مطرح کوي. دې فلسفه کې تمدني تنوع، د لوېدیځ پر وړاندې ارزښتي مقاومت او د یورېشیا د معنوي احیا فکر مرکزیت لري. الکساندر دوګین باور لري چې:
ــ اروپا او امریکا«مادیت»، «فرد محوریت» او « اخلاقي زاوال» ته رسېدلې؛
ــ یورېشیا باید د خپلې تمدني لارې مشري وکړي. په دې تمدني خپلواکه لاره کې روسیه، چین، اسلامي نړۍ او هند ګډون لري؛
ــ اسیا د معنوي ارزښتونو، دود او کورني تمدني استقلال نماینده ده.
د دوګین دا فکر د لنین د اسیا بیدارۍ فلسفې ته ډېر نږدې دی، خو نه له ماکسیستي لیدلوري، بلکې تمدني فلسفې ته وراوښتی دی.
زېبګنیو برېژینسکي، د جیمي کارتر سلاکار او د امریکا پخوانی ستراتېژیست، د«The Grand Chessboard» په نوم کتاب کې، نړۍ د شطرنج یوه ستره تخته ګڼلې. هغه د امریکا د برلاسي ساتلو لپاره لاندې اصول مهم ګڼل:
ــ اروپا، اسیا او منځنی ختیځ باید د امریکا د ستراتېژۍ تر مهار لاندې وي؛
ــ اوکراین، ایران، افغانستان، ترکیه او چین د قدرت د توازن مهمې مهرې دي؛
ــ اسلامي نړۍ د تهدید، بې‌ثباتۍ او افراطیت سرچینه ګڼل شوې، نه د تمدني خپلواکۍ مرکز.
لنین افغانستان د لوېديځ د امپیریالیستي ځواک په وړاندې د مقاومت بېلګه بولي. دوګین یې د یوریشیا د تمدني کمربند غښتلې برخه او د معنوي ارزښتونو د دفاع سنګر شمېري، خو بريژینسکې د پخواني شوروي په وړاندې یوه وسیله او دوهم ویتنام باله.
پایله:
د لنین د «اسیا بیداري» مفکوره، که څه هم مارکسیستي وه، خو د تمدني بیدارۍ ژور احساس پکې وو. دوګین دا مفکوره له طبقاتي بڼې څخه راوویسته او تمدني–ارزښتي مضمون یې ورکړ. برېژینسکي بیا دا بیداري تهدید ګڼي او غواړي د کنټرول له لارې نظم وساتي.
نو ویلای شو لنین او الکساندر دوګین دواړه، د لوېدیځ په وړاندې د ختیځ بیدارۍ ته باور لري، خو برېژینسکي د ختیځ بیداري د لوی خطر په سترګه ګوري او غواړي چې د ځواک، د لوېدیځ پلو اتحادونو ( لکه پخوا د بغداد، سینتو او سیاتو پوځي تړونونه او اوس د ابراهیم تړون، مرادزی) له لارې مهار کړي. نن نړۍ د څو قطبي نظم پر لور روانه ده. د بریکس هېوادونو ظهور په نړۍ کې د نوي توازن څرګندونه کوي.
د لنین د بیدارۍ، د دوګین د تمدنونو او د برېژینسکي د ستراتېژۍ نظریې بیا ژوندی کېږي. دا نظریې نه یوازې د سیاسي تحلیل لپاره ارزښت لري، بلکې زموږ د سیمه یز هویت، اسلامي ارزښتونو او تمدني خپلواکۍ لپاره هم مهم درسونه لري.
یادوونه:
په لیکنه کې د انټرنیټ له زیرمو ګټه اخیستل شوې.
د ۲۰۲۵ کال د جولای ۱۷ مه
سرلوڅ مرادزی