اللهم ظهر قلبی من النفاق
وعمل من الریاء
ولسانی من الکذب
وعینی من الخیانة
فانک تعلم خائینة الاعین
وماتخفی الصدور
زه باور لرم دافغانستان مسلمان ولس [عام اوخاص][حکومتی اوغیر حکومتی ][غریب اوبېوزلی]پر دغې دعا ء باور لری او په فردی او یا مجموعی ډول په هر جومات کې ویل کیږی او هر څو ک دعاء کوی چې له نفاق څخه ځان لېرې وساتی په ګډ ژونداوسوله ایزه تعاون کلک باورمن وی.له ریا چې ډیر فاسد کرکتر او سپکاوی ده ځان وساتی او حتی الوسع دانسانانو سره داخلاص اوصفا په محور وچلیږی.
ژبه چې هم قلا ده اوهم بلا له دروغو ، افترا، بهتان اوپلمو څخه وساتی او په ټولنه کې ددروغو په وړاندې کلکه مبارزه وشی.
خیانته ته سترګو کې ځای ور نه کړی اوپه سینه کې یې پټ وساتی.
اوس پوښتنه پیداکیږې دغه کسان که واقعا خپل عمل کې راسخ وی او په خپل باورته ژمن او عمل ورباندې وکړی هیڅ امکان نه لری چې دهرډول ستونزې دحل لاره پیدا نه شی. زموږ فرهنګ کې ریا ډیره دود ده ، سیالی ډیره ده، ځان ښودنه او خود خواهی ډیره ده هٔغه چې دنفاق نه شکایت لری خپله دنفاق سبب ګرځی . ریاکاران په هره جامه کې له شماره اوړی . بهرنی مو په خیانت بلد کړل بهر کې مو دبهر په پیسو کورونه او سوپر مارکیټونه راونیول . په متفکر توب او جعلی مینه کې مو دوطن ډبرې وهلی خو بشپړ ولس مو په ډاګ پرېښو متفکر په سوړه ننوت دانش په استرالیا ننوت اوبې دانش بیااستانبول ته ورسېد مسلمان دمخالفت په نوم وواژه بهرنی سره مو قطری حلوا خوړله انصاف ښه شی دی دومره دقدرت او مقام تږی او شوق هم ګټه نه نه لری چې دکلام الله ارشاد ورباندی منحصر کړې .
بله پو ښتنه داده چې موږ له خپلو مسلما نانو ورونو سره ولې په خبرو او دیالوګ نه پوهېږو یوځل دبن لادن سر تمبګې پای ته ورسېده خو داځل بیا دکوم بن بست پلان باندې غونډاری ولو؟

موږ که دنیمې پېړۍ اختلاسونه، خیانت، پلمې ریاو او جعلی افسانی ، وژنې او پوږنو نکی تباهۍ را واخلً باور وکړی دا دعابه دبشری ناوړین حجم ته حیران پاتې شی او دعینی اوذهنی شرایط به یې په هیڅ توګه ونه منی . زمو ریاګانې له دې لنډو او بو چو مرکو څخه معلومیږی موږ يوغریب وارداتی هېواد یو ۲.۲ ملونه ماشومان خوار ځواکی سره مخامخ دی ۸۵ سلنه دورځې په اتیا افغان تقریبا یو دالر ژوند کوی .
انسانیت، شرافت، کرامت او نړیوال حقوق جهان شمول، اراده، مشارکت او مشروعیت چې دغه پرېکړه د یوې شمېر هیوادونو مخکې دمعاملې په توګه رامنځ ته شًوی دا معیارونه د مسئلې بله برخه جوړوی .
پس منظر او برداشت:
زما په نظر یو وزیر ځانګړی تعریف، مسئولیت، او رسالت لری چې دیوه ولس ټول ابعاد وڅېًړلی شی او په دې هکله دافاقی معلومات توان ولری . وزیرتوب سیاسی اخلاق غواړی او اګاه شخصیت ! دا دژرندګړی یا نداف کار نه دی !