د توپان مرغه!
وايي چې توپان نه مخکې، تل د توپان مرغه په پرواز کې وي.
ما هم یو مرغه لیدلی، دا څووم ځل دی چې
تر توپان مخکې الوځي او ویجاړونکی توپان ورپسې وي.
دې مرغه په ۱۹۸۷ کال خپله ځاله کې وزرې پیدا کړې
او په ۱۹۹۲ کال له خپلې ځالې مخ په ختیځ راوالوت
ورپسې یوه خونړی توپان راغی چې زموږ ټول هېواد او په تېره بیا کابلښار يي لوټې لوټې کړ.
په ۲۰۰۱ کال يی د المان په بن ښار کې تر لږې دمې وروسته، بیا افغانستان ته پرواز وکړ او ورپسې یوه خونړۍ زلزله راغله چې دوه لسیزې يي ټول هېواد وجړکاوه.
په ۲۰۲۱ کال يي د قطر په دوحا کې تر څه ځنډ وروسته، افغانستان ته بل پرواز وکړ او ورپسې لویه څونامي راغله چې هر څه په خړو اوبو لاهو شول.
دې مرغه بیا تېره اوونۍ کابل ته پرواز کړی، چې شا ته يي خامخا یوی لوی توپان راتلونکی دی.
د توپان دا مرغه د بنیادم په بڼه دی او خلیلزاد نومېږي!
د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۲۸ مه
مرادزی
27.03.2025
- ع.شریف زاد
الذی احسن کل شئ خلقه: آن خدای را که هرچه آفریده ، نیکو وزیبا آفریده است. امنیت کلیمه ای مجرد نیست بلکه پیچیده و به لحاظ کاربرد از گستردگی نهایت وسیعی وپر اهمیت برخوردار است. از درونیترین افکار عالی و بینش سالم و احساسات بشری گرفته تا مهمترین مسائل وروابط اجتماعی، سیاسی واقتصادی بین دولتها دربرگیرنده مفهوم امنیت است. من بخاطر منافع شخصی وخصومت وانحصار فردی وانسانی هرګز این انتقاد نمی کنم بلکه هدف من این است که ما امنیت چګونه تعریف می کنیم ایا با جامعه ای ما ساز ګار است ونیاز جامعه ما را...
29.03.2025
- سید عبیدالله نادر
چــور او تا لا کې ،له کورنو دروازې وباســـــئ په بی رحمۍ له هرې کلي جــــــــــنازې وباسئ همدا ادعـــــا کوئ، چـــې ملا مــو ده تړلې دکار مونږ دا دی وینو چې د خلکو نه جــــامې وباسئ پټ په خلوت کې ، له کارو نه مو خبر دي خلک چې په ورو ورو کې له تســبو ځیني دانې وباسئ د موسیــــقۍ له کیـــــفیت نه، بی خـــــــــبره ډلو د انســــانیت له باغ و بڼ ځیني نغـــــــمې وباسئ د معرفت له ساز و سرُ نه مو خوند وا نه خیستو له خپل ځــانه په خپل رســـــــم، ترانې وباســـــئ...