د خیبر جرګه ــ ۳
اڅکزي ته:
په سیاست کې چې سړی یو ځلې خام شي
جامعه کې ملامت د خاص و عام شي
عبادت يي د ټول عمر اوبه یوسي
که په نیک نوم مشهوره وي بدنام شي
غلامۍ نه په دنیا کې ټيټ څه نشته
بده دا ده چې غلام د بل غلام شي
که د قام دوکه کې هر څونه ماهر شي
هر ماهر مرغه بند دوه ځلې په دام شي
مرګ په داسې حال بهتر دی تر ژوندونه
چې دښمنه سره مل او بېل له قام شي
د خیبر جرګه فرصت دی اڅکزي ته
په جرګه کې دې منظور سره همګام شي
ګلخانان نور هم که وغواړي ځان سپين کړي
د پنجاب په وړاندې ګډ دې په اقدام شي
چې پرېوتي خلک ګوري په مشرۍ کې
مرادزی به په ډېر کم وخت کې سرسام شي
د ۲۰۲۴ کال د سيپټمبر ۲۱ مه
سرلوڅ مرادزی
22.09.2024
- حميدالله بسیا
افغانستان د خپل جیوپولیټیکي موقعیت افغانستان د منځنۍ او سویلي آسیا په منځ کې یو ستراتیژیک موقعیت لري، چې له چین، ایران، پاکستان او شوروي اتحاد له پخوانيو د منځني اسيا له هېوادونو (تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ) سره ګډه پوله لري. دا موقعیت امریکا ته دا فرصت برابروي چې په سیمه کې خپل نفوذ وساتي او ستراتیژیک هدفونه تعقیب کړي. او د همدې هدف لپاره یې په ۲۰۰۱ کې يو سناريو د (سپتمبر ۱۱ ) په نامه جوړه کړه او غوښتل یې چې په افغانستان کې فزيکي حضور ولري د ۲۰۲۱ کال پورې یې چې یې ګټې په افغانستان کې خ...
24.09.2024
- پوهاند محمد بشیر دودیال
سره له دې چې دملګرو ملتونو د یونسکو سازمان له خوا دکلتور/کتاب یا کاپی رایت ورځ د اپرېل میاشت کی په نښه شوې ده، خو فسیبوک کې افغان ځوانانو پرونۍ ورځ دملی کلتور ورځ بللې ده. زه دوی ته درناوی کوم. د ټولو لیکنې مې ولوستې. اما: تر دې هم اوس موږ ته “کلتورې عقبمانی” پېژندنه، عوامل یې، د حللارې یې او “کلتوري خدماتو” باندې بحث ضرور دی. دغې لیکنه کې مې د درنو ځوانانو په درناوي دکلتور په اړه هم ولیکل، خو تر دې هم مهمه دا چې د دوی پام کلتوري عبقماني ته رااړوم. دا صرف یوه (اصطلاح) نه ده، بلکې متاس...