د واټن باور
ځینې باور لري:
د رڼا او تیارې،
ځمکې او اسمان،
پوهې او جهل،
ترمنځ واټن دومره زیات دی
چې اندازه کول يي ناشوني دي.
خو حقیقت کې،
دواړه لکه د یوې پاڼې دوه مخونه
سره نښتي او بېلول يي ناشونې دي!
د ۲۰۲۴ کال د سېپټمبر ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی
08.09.2024
- محمدسرور وکیلي
دلنډې جمع«ډېرن» لنډۍ دي. لنډې ستاینزمجرد ښځینه نوم دی. ترډېره بریده دجمع په ډول ویل کیږي. لنډې دوې ماناوي لري: یوه مانائې یوډول «مار» ته وایي. دا«مار»لنډ سپره نرې لکۍ پنډ پیت سرلري. پرځمکه چي پروت وي چندان نه ښکاري. دا«مار» ډېرقوي زهرلري. انسان اوکه ژوی وچیچي یائې وژني یائې خو«عیبي» کوي. دا «مار» د«نیمروز»ولایت په دښتوکي اورېګوکي پیداکیږي. دوېمه مانائې: لنډې مانا لنډ، مختصر اولږ ته وايي. لنډې یو یککړی (فرد)شعردی. په دغه «یوبیتي» کي د«ویونکي» ټول مقصد اویا غوښتنه په لنډ ډول سره ویل سوې ده....
13.09.2024
- ع.شریف زاد
لا اکراه فی الدین ….. دبقرې سورة ۲۵۶ آیه دریم جز —————————— مسلما نانو ته توصیه کوی اخلاقی اصل ته ګوته نیسی دانسان حقوقو، موقعیت ، برداشت او قضاوت ، خپلواکی او فطری ژوند له دموکراسی مخکې اعتبار ورکوی.دآزادی عقیده او انسانی سوچ یې په قرآن کریم راپېژندلی هغه چاته جواب وایی چې داسلام دین دزور اوتورې له لارې خلکو ته ورپېژانده. ددې افرادو په باور دین او ایمان یوقلبی امر دی اوله اکراه سره یو ځای نه جمع کیږی! که چېرې اجبار په کار کې وی یوازې دانسانانو په ظاهری رفتار کې به اغیزناک وه....