داډیر اسانه ده چې ځان دافغانستان دنړیوالو اړیکو او ستراتیژیو رئس په توګه خلکو ته ځان وښودل شی. خو دکلیماتو ،فقرې، یوې معضلې څېړنه بیا دبحث بله برخه جوړوی . داسې شوقی کسانو چې یو شمیر یې له لېوانو هم بدتر دی په اماتورو چینلو کې دسیاسی کار پو هانو په نوم دایمی بسترې اچولې دی . دغه عوام فریبه ، فتنه ګر او بلواګر ډیر دی.
یوشمیر یې په ځانګړیو کلیماتو خپل ځان تیر باسی او فکر کوی چې په ډیره لوړه کچه پوهه لری او ډیر په قلقلو لګیاوی . شخصی کرکه یې له واخان څخه ښکاری . مثلا وایی بار بار دغه کلیمه اوس زموږ ادبیاتو ته راننوتې ده دغه ډبل بار زموږ کلیمه نه ده. ګفت ، ګفتګو، او ګفتمان هم خپل ځای لری پښتو کې مروجه کلیمه نه ده، چهار شمیره ده خو چهار چوب دلته هیڅ اغیز نه لری از طرف دیګر او امثال یی.
دې کې شک نشته هرڅوک دسالم نظر حق لری، احصايئه او محاسبه . دهرچا لید لوری خپل دی چې څه وایی. نه پوهیږم چې څو خصوصی تلویژنونه دی خو داټول اماتر پروګرامونه او مهال وېش لری یو یې هم په روانی، علمی ، تربیوی او فرهنګی لاره روان نه دی. ټول رسنیزه بن بست او ګونګوسی له همدې ځایه راپیل کیږی . طالب مالب له دې هیاهو خبر هم نه دی او که خبرشی دمخنیوی علاج یې نشی کولی ځکه طالب دقدرت تږی وه او هغه یې په هرنوم چې دی لاس ته راوړ خو دایمی نه دی څه چې کرې هغه به رېبې!
زموږ افغانانوً لافه وهل پټکې کول بګیر ونمان ډیر خوښیږی په همدې خبرو مو سمې زمینې له لاسه ورکړی او لا لګیا یو انډیوالی پالو وسله فروشان مو په مهمو مقامونو کې کینولی دی.
نالوستی مو پاچایان کړی دا داسلام کومه برخه راپېژنی ایا ټول ملت ړوند دی او دغه واسطه بازی نه وینی؟ په هر حال دغه کارپوه یا سیاست پوه ډیر افراطی خشک طبیعته غږیږی اسلام اهانتوی دزور او زرو په ګوډی ناست کوم اکاډمیک طرحه راپېژنی ؟ داولس هم کوڼ شوی او دغوږو علاج ته ضرورت لری!
ګفت ،ګفتمان ډیر افراطی بڼه لری خو ګفتګو هر اړخیزه تګلاری ته خوښ او خوشاله بحث او داسلامی جهان بینی عمق ته لاره پرانیتل غواړی
دا څه ډول داکتر دی چې له هرڅه مخکې دی درملنې ته ضرورت لری په خبرو کې یې دجندر توپیر نه کیږی نر څخه ښځه او له ښځې نر جوړ کړی! مشکل له همدې ځایه راپیل کیږی . اوبه باید له سره خړې نه وی خو له بده مرغه موږته له ملی ګټو شخصی ګټې زیات ارزښت لری. ګفتګو که دتفاهم ، تعامل، جوړجاړی او دحق په وړاندې رامنځ ته شی فکر نه کوم چې دتلویژنو هیاهو اوًهاها ورڅخه جوړه شی . دغه ملت له سره سوچ کولو ته ضرورت لری چې یو بنیادی سیستمً یا نظام رامنځ ته کړی .
زموږ دولس حکومتی مودل باید په کوړنی اوبهرنی سیایت استوار وی او په همدې سیاست کې تهدابی ثبات رامنځ ته کړی.