سورة النسآء مدنیة
څلورمه سپاره، څلورم سورة لومړۍ آیة
دخبرې مبرمیت: په تېرو سورتونو کې دایمان اصول اوکلی قاعدې بیان شوی په دې سورة کې ددنیا دژوند لپاره دامن اصول ، او تړلی مراتب بیان شوی. په ټولنه کې پر ظلمونو دفع او منع کول او دجاهلیت په طریقو باندې رد ذکر شوی.
دسورة دعوی:
دامن قوانینو بیان اود ظلم دفع او دا په لاندې لومړی ایة کې راغلی دا دظلم دوه ډوله موږ ته راښیی :
حقوق العباد
حقوق الله چې شرک دی نو له دې وجې څخه یې دتقوی امر دوه کرته یاد کړی .
یایهاالناس اتقو ربکم الذی خلقکم من نفس وحدة وخلق منها زوجها وبث منهما رجالا کثیرا ونسآء واتقوا الله الذی تسآلون به والارحام ان الله کان علیکم رقیبا.
دسورة لنډیز:
په دې صورت کې درې برخې دی چې په هره برخه کې یې درې بابونه دی لومړۍ برخه تر ۵۷ پورې ده. لومړۍ برخه تر ۳۶ پورې ده او په کې دې خبرې ته ترغیب دی چې دالهی ژه احکامو باندې ګام اوچت کړی اوبیا دتدبیر منزل شپاړلس احکام ذکر دی.په دې آیة کې ددې سورة ټولو احکامو ته ترغیب دی چې تاسې خو دیو مور اوپلار څخه پیدایی نو یو په بل باندې ظلم ولې کوی؟ اوپه خپل منځ کې خپلوی پرې کوی. واتقو الله په دې ایة کې دوه ځله ذکر شوی دیوه دعقیدې صحیح کول دی اوپه دوم کې پر احکامو عمل باندې کول دی.
اوس راځ لومړی راځم دهاتف مختار اکډمیک بحث ته چې دی خپله ورته اکاډمیک وایی زه حیران دې ته یم چې کومه برخه یې اکاډمیکه ده ؟ چې دا ښاغلی څومره د ګفتمان، چارچوب، لابی ، بار بار او دملی اهدافو، ملی حاکمیت ، او تمامیت ارضی څخه په قلقلو او ګونګوسیو سهار او مازیګر تقریبا همدا یوه سندره په ستیج کې وایی.
ما استاد نجیب الله جامع د ټول افغان له لار ې ګاه اوبیګاه به یې لیکنې کولې وپېژاند سره له دې چې ما نه دی لیدلی اوبل داچې دطلوع چینل کې می دهغه مرکه واورېده چې واقعا دتعلیم او تربیې مدافع دی دهغه احساس ما لمس کړ .
سره له دې چې موږ ټول افغاننان هغه ځای ته نه یو رسیدلی چې یواوبل ملاتړ وکړو او دټولنی په عینی او ذهنی شرایطو باندې یو څه ځانونه عیار کړو ما هاتف مختار ددې لپاره یاد کړ چې دا احساساتی خشک اوخالی افراطی سبکه انډیوال دستراتیژیکو اومطالعاتو ستر لقب لرونکی دملی هویت، اسلامی جهان بینی او دانش اهمیت کته راولی. هغه په دې مانا ګې یوشمیر تش په نوم کرپوهانو دا چینلونه اجاره کړی . شکریه بارکزۍ، هاتف مختار، څمکنی ، بلال فاطمی ، او نور …
حتی غله په امریکې غږ کې سر راوباسی.
لښکری خو دهرچا غاړه غًوندی اچولی!!!
طالبان دالله له تفسیر څخه دغه احسن الکلام څخه باید عبرت واخلی . شرم اوحیاء دوکړی چې دتعلیم حق اوښځو حقه حقوقو باندی تیری داسلام خلاف عمل دی. هیڅ پلمه او بهانه دا حماقت او جهالت نشی زغملی.
داعقل نه منی چې تر اوسه په نړۍ کې یو ه اسلامی نظام دومره تیری دالهی له ارشاد سره کړی وی.
داټول ګونګوسی موږ خپله اچول چې بهرنیو ته مو زمینه برابره کړی .
نجیب الله جامع ژر ترژره باید آزاد شی.