دملګرو ملتو غونډې دتړلو دروازو تر شا دادرې کاله دافغانستان په نوم کما کان چالانې دی کیدای شی چې ددې غونډو کاسې او کپړې زاړه شوی وی او نور یې پریمنځل هم سخت شوی وی. دملګرو ملتو دسولې له هلو ځلو دارواښاد مظلوم اول میر سندرې بڼه ځان ته غوره کړې ده په افغانستان کې تقریبا په دې لسیزو څوکړکېچونو کې نهه یالس رژیمه ًړنګ شول هر یوه دا مو دې دادا وطن دامو دې بابا وطن سندره ویله ! خو کوم وطن؟
چې اوس ملګری دتړلو دروازو تر شا پسې ګرځی
همدا دټېپرو او بانجانو قورمې هره ورځ په غوڼډو کې روانې دی .مګر ملکری ملتونه دروسانو له تجاوز اومداخلې ددغه هیواد حالت نشی پیژندلی هغه انډیوالان چې له هر سورکی دکنوانسیون خبرې کوی اوخپل ځانونه کار پوهان بولی کوم کنوانسیون؟ تنور داغ دی هرڅوک خپلې ذغالې ورولی! خو کم خلک سمه ډوډۍ له داش یاتنورڅخه راباسی. ملګری خو دبن په ککړه پریکړه کې هم حاضر وه .په قطر کې دواک تږو سره هم ول همدا دیو ناما جاسوسان خو دجهاد له وحت څخه په دې هېواد کې لګیا دی دوی څنګه دغه کړکېچ نور هم بن بست ته بیایی؟
کړکېچ چیرې دی ؟ دافغانستان ملی ثبات ډیرې ډلې بن بست ته بیایی:
لومړۍ ډله امریکایان او دهغه ملګری
چین په پلاستیکی سیاست دلته لګیادی
روسان دیوکراین له ستراتیژی دلته دامریکې لپاره دام باندې لګیادی .
هند، باکستان او ایران دلته قوی حکومت نه غواړی
طالبان بی له ملی مشروعیت ځانونه د خپلواکی اتلان ګڼی او خپل ناپېژندلی نظام دقدرت له لارې تحمیلوی هغوی یوازې مثبت اړخونه تکراروی خو په ملت سازی کېخ په ټپه ولاړدی . خپلې پښې په خپله په تېشه وهی طالبان اسلام نارې وهی ولی داسلام او امارت ترمنځ تعامل ته انعطاف نشی ټاکلی ځکه په اسلامی تیوری کې ډیر کمزوری دی حتی سالمه نیوکه نشی اخیستلی.
ذبیح الله خان ډیرو شیانو ته ضرورت لری چې دافغانستان زعامت او برخلیک باندې سالم سوچ وکړی. هغه یو تکړه سخنګوی نه دی که نه خفه کیږی . بس دلته ملوک الطوایفی ته نړۍ په افغانستان پسې پښې رالوڅې کړی دی.
موږ دننه مشکلات لرو چې حل غواړی اوعلاج یې په کار دی.