افغانستان لږ او زیات هر چاته دلنګې غو ا مفهوم لری په تېره بیا د ګاونډیو هېوادونو د اوږده اکو بکو لپار، دفرا منطقې ، منځنۍ اسیا هېوادونو او په ټوله کې دلویدیځ او ختیځ زبر ځواکونو داټکلی سیالیو او ماشومانه لوبو لپاره ملګری ملتونه سر باری ور باندې . دادبهرنی سیاست کوډګر او سم شیطانان دی او هیڅ شک په کې نشته.
دکورنی سیاست بخیل اړخ : موږ دزاړه کلتور او فرهنګ په حساب خپله ملامتی نه منو ، خپله ناپوهی نه وینو ، سرتمبګی او منفی بافی مو تر اخره سرحده پورې شتون لری، خپله نه پوهیږو بل چاته غوږ نیول راته سم نه ښکاری چې نه کار هلته څه کار هم یې مسئولیت اخلو اوهم یی مداخلت ، داکتر دنداف اونداف دطبیب په کار لاس وهنه یا نه پوهیدنه نه بولو حتی په ځینو برخو کې هر کاره یو ، خپل کړکیچ بل چاته سپارو او یا یې لامل ګرځو . له پخوانۍ غلطی څخه عبرت نه اخلو خپل جنایت او تباهی پټوو! کورنۍ معضلې بن بست ته په خپله بیایو ، سواد نه لرو خو له باسواده څوځلی ځانون اوچت بولو .
راځی ووایو چې موږ برخه ، برخوال او که برخه جوړونکی یو؟
ملګری یا ناملګری شاته نه ګوری . خپل اعمال او ناکامې تجربې نشی ارزولی کیدای شی دوی بل پلان ولری موږ به غلط یو خو نه شواهد ښیی چې ملګری لا تر اوسه دافغانستا له فرهنګ، ولس ، ملی حاکمیت او تاریخی اهمیت بې برخې پاتې دی برخه له همدې ځایه کږه ده خو دپټو ستر ګو غونډې هرچېرته چالانې دی اور بل کټو پر نغری باندی !
تاسې ښه جدی پاملرنه وکړی که زه دمدنې ټولنې دفعالانو هویت او دطالبانو دکډوالو چارو وزیر خلیل حقانی دسمپل په تو ګه راواخلم نو ټولې ګروېږنې ، څېړنې او دانډوخر کماکان هیاهو او سیالی له پوښتنې لاندې راولی نوځکه وایی: دشمن دانا بلندت می کند بر زمینت میزند نادان دوست! خو نادان دوست دواټن په چپه خو ا روان دی خو دطالبانو ټول پرو طالب ، نابلد، هوسی اوحتی دبهرنیو اړیکو او ستراتېژیو ماهران یې غونډاری ولی لکه افغانستان انتر نشنال مطلق طرف دی او منفی تبلیغات کوی خو بیا یې دبیان أزادی شعار هم غاړه کې اچولی!
وایی غوټه چې په لاس خلاصیږی خولې ته ضرورت نشته! افغانستان یو هېواد دی نه یوه بانډه او غوجله ، افغانستان ډیرې سترې قربانۍ ورکړی داپه یوازې ډول او هغه هم په ناممکنو او کږو لارو نه سمیږی دا دټولو ګډ ارمان او ګډ مسئولیت دی. دمسئولیت او ملامتی دلیل هرڅوک په هرچا اچولی شی خو داکار ګډه کړکۍ او همکارۍ ته اړه لری. افغانستان بهرنۍ نسخه په ما او دتا ټاپه وهلو ازموینه ورکړې ده بیا تکرارول یې اړین نه دی ..
ملګری ملتونه دشپانه په څېر تل دا دروغجنې نارې کړی خو لیوه په خپله ملګری ملتونه او دا ذیدخل هېوادونه دی چې مسلسل غونډاری ولی دبهرنیو چا رو اړیکی نړیوال تحلیل او سوچ غواړی دا دیوه عادی ملا ګواښ او سرتمبګی نه ده. په دولت کې یوازې چاخپله انډیوالی پاللې ټول هېواد داستخباراتو په ملوک الطوایفی اخته دی !
شپه که تیاره ده مڼې په شمار دی خو دغه شمیره همدې ملامتو خرابه کړې چې نړۍ ته موږ یو مشترک ،سوله ایزه او باورمن وړاندیز نه لرو. حق او باطل ته موږ لاره پرانیزو دباطلانو تر شا په باطله بېړۍ کې باطلان همدا کوم او هم دا!
حساب له دننه خراب دی لکه ماهی چې دسر لخوا خرابیږی نه دلکۍ!