داسې ښکاری چې ملګری ملتونه غونډې نیسی خپلې انتر نیټی مقالې دکاغذ له مخې په شور او ځوګ لولی ولې دافغانستان دلانجې په تفاهم ، فرهنګ ،صورت حال ، بن بست او خشونت ، کمی او کیفی وضعیت لا نه پو هیږی . وایی غوټه چې په لاس خلاصیږی خولې ته ضرورت نشته! خو دلته دنړۍ ټولو نا بلد و ملکونو د بسوګۍ واده راپیل کړی. دملامت او ناملامت دالقاعده او بې قاعده ، دمسلمان او غیر مسلمان دراشی او مرتشی ، دجاسوس او نامخبر،دحق او باطل ترمنځ دوچ سیاست په نوم انډوخر جوړ دی. ملګری ملتونه هم دې اتڼ کې ورسره ملګرې شوی . نو ځکه ملګری ملتونه په لومړی سر کې سوپر پاور په سیمه کې داتڼ له مخې په اقتصادی او پولی لحاظ نشی متقاعد کولی او بیا ګاونډی هېوادونه او باالاخره ذیدخل هېوادونه. که دغه هېوادونه له همدې سیمی لاس واخلی دافغانستان کړکیچ په یوه ورځ دحل لاره موندلی شی. ملګری ملتونه ښه پوهیږی چې افغانستان چا دغه حالت ته راوستی! دنړۍ استخباراتی اوږد مهاله پروژو دافغانستان ولس له ناوړه قضایاوو سره مخ کړی چې دا لړۍ لا دوام لری. دغه هېوادونه دوه مخی سیاست مخ ته بیایی له یوې خوا په غیر مستقیمه توګه تعامل لری خو له بلې خو دخپلو ګټو په سیالیو کې افغانستان کته او پورته ځغلوی. اسلامی امارت هم یواړخیزه کړکیچونه او سرتمبګۍ لری په کمزوری سیاست دملت سازی دتفاهم لارې، کورنی مشروعیت, سوله ایزه جوړجاړی نشی ټاکلی او نه دملت داری په تګ لاری پوهیږی . حکومت چا انحصاری کړی حال داچې دوی دا چاپه ورباندې اچولې ده انحصار یې تور وی او که سپین! درې کاله همدا یوه ضرب زبانی کې نښتی بی له کورنی مشروعیت هم چا سرپرست حکومت کړی؟ اسلام همدا وایی چې داقرا خلاف ولو که په هره پلمه وی . په تعلیم او تربیه کې امر ثانی سم ځواب نه دی !!!
ملګری او ناملګری یو ناما په دومره موده څه کړی چې اوس بی دقطر میلمستیاوو کې تکراروی او افغانستان ته دحل لاره وڅېړی . جنګ او جګړه نه یوازې سوله افغانستان کې سمون راوستلی شی نه ګواښ او پټاکې یوازې خیر او فلاح کار کولای شی نه زر او زور .دوه مختوب او منافقت کار نه ورکوی یوازې اخلاص او صداقت جنجال کمولای شی
وچ سیاست نه عامه او هراړخیزه پراګماتیزم نتیجه ورکولای شی. دروغ نه رښتیا سکون او پرمختګ راوستلای شی .
ملګریتوب یوازې دپنځو هېوادونو نه چې دویتو حق لری بلکی دټولو ملګرو ملتونو غړی سم داعی کېدلای شی.