کابل و پېښور 
یو مې زړه دی بل ټوټه ده د ځیګر 
نه بېلیږي له کابله پېښور 
په اغزن تار د پنجاب تړلی نشي 
د افغان د وصل لاره ده خیبر 
د انګریز او د پنجاب به مخ توریږي 
یوځای وینم افغانان د لروبر 
افغانان دې بر مکتب د امان پالي 
کوز مکتب د پاچاخان په هشنغر 
تورې وریځې د اسمان به باد جارو کړي 
په توپان کې به ښکاره شي مخ د لمر 
توره شپه که هر څو لویه اوږده ښکاري 
مخنېوی کولای نه شي د سحر 
یو شرګدي به په ژوند کې خوندي نه شي 
پرېکوي به کفاره د کړي شر 
هر نمرود به خپل بل کړي اور سوځېږي 
د تاریخ دا فیصله ده مقدر 
په کور ګالي ویجاړي به له ترهګرو 
چې روزي په کور دننه څوک ترهګر 
په ترهګرو کې توپیر د ښه، بد نشته 
سره یو دي له اوله تر اخر 
که دښمن زموږ هېواد راکنډواله کړ 
لیری نه ده چې خپل ملک يي شي کنډر 
د احمد دور به بیا په سیمه راشي 
ماتوي د پنجابي به تور لښکر 
که دا ځل د افغان وار په پنجاب راشي 
چقوي به په ډبرو د مار سر 
زه دا خوب ډېر په نږدې اینده کې وینم 
هیله من یم چې ریښتیا شي سراسر 
سرلوڅ مرادزی
		
			
					
					
						
							25.01.2024
						
						 - نیاز محمد فیضي
					
					 په دره کې توره لړه خوره وه، لېرې څه نه مالومېدل، اسمان وریځ و، ځمکه لنده وه، یو یو څاڅکي د سیند په غاړه وړې وړې څپې جوړولې، د اوبو تاوونه په دره کې ورکېدل، سپینو وړو مرغیو په لویو تېږو لکۍ ښورولې، د الوتونکو او سیند شور د درې چوپتیا ماتوله، د کورونو له بامونو لوږي پورته کېدل.یو سپی، چې ژبه یې راباسلې وه، د کلي له ماشومانو یې منډې وهلې، د لویې برجورې کلا دروازه وټکېده،  هلک دروازه خلاصه کړه او سړي ته یې لاس ورکړه، له خبرو وروسته، د یوې لویې کوټې په لور روان شول، د کوټې له دروازې ګڼ سپین ږ...
			 
			
					
					
						
							29.01.2024
						
						 - نور محمد غفوري
					
					لنډه یادونه:
د روان کال د جنوري د میاشتې په ۱۹- سمه نېټه مې د هیواد د ملي ستونځو د حل له پاره د ټولو افغاني ملي ځواکونو د اتحاد او ګډ عمل ته د رابللو په منظور یوه لیکنه د سوسیال ميډیا او انټرنيټي پاڼو له لوري نشر ته وسپارله چې د ډیرو سیاسي فعالینو لخوا د ښه استقبال تر څنګ ځینې نورو په دې اړه پوښتنې طرحه کړې دي. هیله من یم چې د دوستانو د ارزښتمنو پوښتنو په اړه به په فرصت سره د خبرو موقع ومومو. یوه فیسبوکي ملګري مې د فیسبوک په تبصرو او د سوالونو په سر کې نیغ په نیغه راته لیکلی چې د افغا...