لا بشیء من نعمک ربنا تکذیب فلک الحمد
جامع الترمذی حدیث ۳۲۹
الرحمن ،علم القرآن،خلق الانسان،علمه البیان داهر یو دانسان دخپلواکی بشپړه اوپه زړه پورې متوازنه او مناسبه لارښوونه اواخلاق دی داحق دی اوخپلواکی چې ټولو اعم له ښځو اونارینه بې له کومې کرکی او تبعیض مسلمانانو ته په مساوی توګه دالی شوی دی دا وایی [ اې زموږ ربه موږ ستاد هیڅ خپلواک نعمت، لورونې اوحق تکذیب نه کوو . یوازې تاسره داټول حمد، ثنا اوصفات دی. ابن کثیر یې حسن ته هم اشاره کړې. چې رسول اکرم [ص] دغه سوره دواړو انسانانانو اوپیریانو ته لوستله اوهغه د هر[ فبای الار ربکما تکذ بن] سره ویل ؛ لابشئ من نعمک ربنا تکذیب فلک الحمد. دآزادی دنعمتو اصول اته ډوله دی:ظاهری او باطنی، انفسی افاقی،بری اوسمندری، علوی اوسفلی، او اخروی تخویف سره اوه ځلی اشاره ده چې ددوزخ له دروازوسره مطا بقت لری. دادینی او روحانی خپلواکی ده چې الله دقران کریم تعلیم ورکړی اوداهغه صفت دی چې انسان دنوروڅارویوڅخه جلا کوی په سوره الرحمن چې اسم مبالغه دی دوه نور نعمتوونه ذکر شوی دی یعنی[ النجم ] هغه ستوری چې بې له کومې ستنې او تنې ولاړ دی اوهغه [والشجر] بوټې چې تنې او ډډونه لری یسجدان دخبلې خپلواکۍ سره سم سجده کوی چې الله تعالی ته په انقیاد، اطاعت او تابعداری باندې دلالت کوی.
فبای الاء ربکما تکذبن عبارة په سوره الرحمن کې یودیرش ځله تکرارشوی چې دقضییی اوثبوت بڼه لری دمفهوم په لحاظ ډیره پراخه مانا لری سره له دې چې په لفظی لحاظ تکراری ده.
نو ای محدوده اومجهوله انسانه دا چلنج ملنج اوهسې فس بوکی معاملې دې نورې پرېږده دالله ج له قهرڅخه وویریږه لږ شرم او حیاڅخه کار واخله پلمه مه کوه هره لوبه چې په ککړو مغزو کې لرې نورې دښوونځیو دروازې دزده کوونکو پرمخ خلاصې کړه! دنیا، کائنات ،موجودات دافغانستان کاڼی اوډبرې ښایسته اوخپلواک غرونه تا وینی اوټول په سوچ کې دی . دافغانستان دخپلواکی ګوربت دنړۍ په هرکنج کې ستا دغه تور اوجاهل عمل ته ګوته په غاښ دی !