قضاوت پخپله وکړې اعلیحضرت غازی امان الله خان ۱۲۹۷-۱۳۰۷ هـ ش مطابق د 1918-1928 م کال دافغانستان پاچا ٶ په کال ۱۲۷۱ هـ ش مطابق 1892 م په کابل کې زیږیدلی او۱۳۳۹هـ ش په ایتالیا کې وفات شوی هغه اسناد چې په۱۳۲۴هـ ش مطابق 1945م کې کله چې برلین دامریکا یانو پواسطه ونیول شو دالمان دخارجه وزارت په محرمانه اسنادو کې موجود ٶ اوبیا وروسته درادیوله لاری افشا‌ء اواعلان شوه.
کله چې اغتشاشونه ډیرشول امان الله خان دقدرت نه لاس په سر شو اوقندهارته لاړ دالمان دهغه وخت جمهورریس ادلف هتلر غازی امان الله خان ته داسی یولیک ولیګه :
"ددیپلوماتیکوالقابواواحترام څخه وروسته :زه په دي پوهیږم چې دالمان اوافغانستان خلک دیوه نژاده دي دنژادي اساساتو اوورورولی په اساس دالمان دولت مصمم دی چې تاسي اعلیحضرت په ۴۸ ساعتوکې دوباره دپاچاهې په کرسي کښیناوو دالمان دولت له تاسوتقاضالرې چې زموږ پیشنهاد ومنی اومونږ به دهر نوع کومک څخه دریغ ونه کړو—امضاء ادلف هتلر "
دراغلې لیک په ځواب کې اعلیحضرت غازی امان الله خان داسي ولیکه : "ددیپلوماتیک القابواواحترام څخه وروسته : ګرانه وروره ادلف هتلر ستاسودپیشنهادیه لیک څخه مطلع شوم باید ووایم چې زه په هیڅ نوم اورسم په افغانستان کې دتاج اوتخت غوښتونکې نه یم خاصتآ هغه تاج اوتخت چې دیوبل هیواد پواسطه که څه هم ورور اوهم نژاده هم وې اوهغه هیواد دسیاسې خواستوپه اساس وي زه به هیڅ کله حاضرنه شم چې دتاج اوتخت لپاره دافغان ملت حیثیت پایمال کړم زما معضرت ومنې ---امضاء اعلیحضرت امان الله"
غازی امان الله خان هغه شخصیت دي چې دخپلی پاچاهی دبقا لپاره یی دخلکووینی ونه بهولې دپاچا کیدوسره سم ۱۲۹۷ هـ ش کی یې دانګلیس څخه دسیاسی ازادی غږوکړکله چې انګلیسانوونه مانه نوخلک یی برحق جهاد ته رادعوت کړل اودافغان انګلیس دریم جنګ وشو انګلیسانودافغانستان سیاسې ازادي داسدپه ۲۸ کال ۱۲۹۸ هـ ش مطابق د 1919 م ومنله دسیاسې ازادی نه وروسته په هیواد عمرانی او اصلا حی پروګرامونه شروع شول اعلیحضرت اروپاته شپږ میا شتنی سفروکړ اودځان سره یې ډیری مفکوری راوړل دښځوتعلیم ،دښځوازادي ، دهلکانولیګل خارج ته دهغو کارو څخه وو چی انګلیسانوته یې دتبلیغ زمینه برابره کړه او انګلیس پلوه کسانودنظام په ضد اغتشاش وکړ:
1924 م دملاګډ ترمشری لاندی په پکتیا کې اغتشاش.
1928 م کې دننګرهارپه شینواروکې اغتشاش .
1928 م کې دحبیب الله کلکانې (بچه سقا) اغتشاش .
غازی امان الله خان ونه غوښته چی دتاج اوتخت په خاطر دخلکووینۍ وبهوي په نتیجه کې دپاچاهی یې لاس واخیست خوتوطیه ډیره وسیع وه دبچه سقا ځوي حبیب الله کلکانی قدرت ته درسیدوسره ډیری وینی وبهیدي ترڅوچې دفرانسه څخه نادرشاه داعلیحضرت محمدظاهرشاه پلار راغی اودکلکانې پرضد یی قیام وکړ اوکلکانی ته یی ماته ورکړه اوپخپله پاچاشو .
کله چې امان الله خان له هیوادڅخه وتلودکابل دخارجه چارودستورتالارکی یې داسې بیانیه ورکړه : "زماسفر خارج ته خاص ستاسوپه منفعت دې که چیرته رانغلم په یاد ولری یوملت اوسې – مستبد پاچا دسلطه لاندی ژوندمه کوي – خرافاتوته عقیده مه کوي – یواځی دالله اودهغه رسول ص اطاعت وکړی ملایان بې ځایه خبری کوی چې ددین څخه یی زنجیر جوړ کړی غلط شیان درته وایې اوتاسوته فریب درکوی –دښځوپه مقابل کی دترحم نه کارواخلی یوه ښځه وکړي خپل ماشومان مکتب ته ولیګی اوپری مصرف وکړي "
اخیستنه :
۱- حشمت،داکتراجرالدین، ازجنبش مشروطه تا دولت مشروطه درافغانستان ،مخ ۳۶۴ .
۲- بایګان،خیرمحمدې ، داستانهاي چند ازتاریخ افغانستان- مخ ۲۹۸-۲۹۹ .
۳- غبار،میرغلام محمد ،۱۳۵۶ افغانستان درمسیرتاریخ .