په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټاکنو کمیسیون لخوا د اروپا په مختلفو هیوادونو کې د رڼو ټاکنو وروسته پې ټې اېم په اروپا کي د لا منظم کیدلو لپاره د سپټمبر په لومړي او دویمه نېټه د جرمني په کولن ښار کې دوه ورځنی کنفرانس کوي.
په دې کنفرانس کې د پې ټې اېم اروپا د تنظېمې جوړښت تر څنګ د اروپا لپاره کوارډنېټر هم ټاکل کیږي او په لر او بر افغان وطن کې پر روان سیاسي وضعیت بحث کیږي.
د کنفرانس په لومړۍ ورځ به د پې ټې اېم اروپا د مسوولینو داخلي تنظیمي جلسه وي.
د کنفرانس په دوهمه ورځ د منتخب کوارډنېټر د لؤړي مراسم پر ځای کیږي او د ټاکنو کمیسیون د یو کلن خدمت یادونه او ستاینه په پام کې نیول شوي ده.
دې مهم کنفرانس ته اروپا مېشتي افغانان، ملي اکاډیمیک شخصیتونه او د نظر خاوندان رادعوت شوي دي او له محکومي پښتونخوا سره تړاو لرونکي بشري فعالان او د محکومو اقوامو استازي هم برخه اخلي.

په درنښت 
په اروپا کې د پې ټې اېم د ټاکنو کمیسیون