په دې ورځو کې د خوشه یي بمونو او د هغو د کارولو موضوع د نړۍ د رسنيو سرټکی ګرځېدلې او دا چې ولې خوشه يي دومره خطرناک دي او کارول یې په نړيواله کچه په کلکه منع دي په دې اړه په لاندنۍ ليکنه کې غږېږو.
خوشه يي بمونه يا Cluster munition هغه انفجاري وسايلو ته ويل کېږي چې د لومړنيو انفجاري موادو په ترڅ کې نور کوچني واړه بمونه د انفجار په ساحه کې خپرېږي چې له لومړۍ چاودنې وروسته په تدريج سره منفجرکېږي. د سره صليب د کمېټې د وينا له مخې دا بمونه د الوتکې، توپونو، او توغندويو په وسيله هدف ته رسول کېږي. خوشه بمونه هرڅه او هرشی چې په شاوخوا کې په غيرمنظم او نادقيق شکل له منځه وړي. د يادې کمېټې د خبر له مخې خوشه يي يا کلسټر بمونه په هماغه وخت او زمان کې نه چاودېږي بلکې د وخت و زمان په تېرېدلو لکه ځمکني ماينونه تر خاورو لاندې کېږي او تر اوږدې مودې پورې د غيرنظاميانو ژوند ته ګواښ پېښولی شي او کېدلای شي تر لسګونو کلونو پورې له خاورو لاندې پټ د بې ګناه کسانو د مرګ ومير لامل شي.
د بشري حقونو ډلې وايي چې د خوشه يي بمونو کارول د بشري حقونو څخه ښکاره سړغړونه او د بين المللي قوانينو خلاف کار دی او د ۶۰ فيصده متضرر شوي کسان ترې هغه خلک دي چې دوی په جګړو کې ښکېل نه دي او يوازې عادي وګړي دي. يو پر درېيمه برخه ژوبل او وژل شوي کسان یې ماشومان دي .
له ۱۲۰ څخه ډېرو هېوادونو په ملګرو ملتونو کې د خوشه یي بمونو د نه استعمال تړون لاسليک کړی دی او توليد، انتقال، او د دا ډول وسلو ذخيره کول یې ممنوع اعلان کړي دي او له ۲۰۰۸ زېږدي کال څخه تر اوسه پورې يې ۹۹ فيصده دا ډول بمونو ذخېرې د هېوادنو لخوا له منځه وړل شوي دي خو د امريکا متحده ايالاتو دا سند نه دی لاسليک کړی او نه هم اوکراين په دې سند امضا کړې ده.
دا وسلې په لومړی ځل په دويمه نړيواله جګړه کې وکارول شوې او حد اقل له دې وروسته ۱۵ هېوادونو دا وسله وکاروله چې برتانيا، امريکا، هالنډ، اسرايل، مراکش، فرانسه، اريتره، ايتوپيا هېوادونه پکې شامل دي. امريکا د ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۳ پورې ۲۶۰ ميليونه خوشه يي مهمات په لاوس هېواد وغورځول چې په زرګونو کسان يې له امله ووژل شول او لا هم تر خاورو لاندې پټ دي.
اوس تازه بيا د کلسټر بمونو يا خوشه یی بمونو خبره له مودو وروسته بيا هغه وخت راپورته شوه چې چې سپینه ماڼۍ غواړي کییف ته خوشه يي بمونه انتقال کړي تر څو یې د اوکراين پوځ د روسيې پرضد په جګړه کې وکاروي. دا ډول وسلې پراخې سیمې په نښه کوي او په خپلو هدفونو کې بې توپیره دي يانې په دې معنی چې دقيق ادرس نشي په نښه کولای او په پراخه سيمه کې يې کوچني بمونه خپرېږي او تر خاورولاندې کېږي چې د جګړې له پای ته رسېدلو وروسته به هم کلونه کلونه ددې بمونو له امله خلک ژوبل کېږی او وژل کېږي.
کلسټر مهمات د نورو وسلو برخلاف چې دقيق او کره ځای پرنښه کوي يوه نادقيقه او ناکره وسله ده چې ډېری وخت یې ملکي وګړي خوراک کېږي او نظامي اهداف نشي په نښه کولای.
د امريکا لخوا کلسټر مهمات په کوریا، ویتنام، یوګوسلاویا، افغانستان، لیبیا، جنوبي سوډان او داسې نورو سيمو کې کارول شوي دي. په دې هیوادونو کې ډیری معلولین شتون لري چې لاسونه یا پښې یې له لاسه ورکړي او لا هم د همدې کلسټر يا خوشه یی بمونو له امله وژل کېږي.
یوازې په تیرو لسو کلونو کې، د کلستر بمونو له امله په نړۍ کې ۵۰۰۰ کسان وژل شوي چې ۸۰ سلنه یې سوریایان دي. د وژل شویو سوریایانو نیمايي یې تنکي ماشومان دي.
خو په هر حال د بشري حقونو دفاع سازمانونو په يوه خوله له اوکراين او امريکا څخه غوښتي دي چې د خوشه يي او کلستر بمونو څخه کارول هر څومره ژر ودروي او له امريکا یې غوښتي دي جې دا بمونه اوکراين ته ور نه کړي، مري وارهام چې د بشري حقونو د سازمان د وسلو د نه خپرولو د برخې مسوول دی وويل: ( د خوشه يي بمونه کارول غيرنظاميان وژني او د کلونو لپاره په ځمکه کې پاتې کېږي او ددې خپرول او کارول بايد په بشپړ ډول ودرول شي او هڅه بايد ونشي چې دا بې دقته او وحشي وسله په جنګ کې وکارول شي.