د خلاصون لار را ته نه ښکارې نږدې کې
چې ولسونه لا ویده وي په غرمې کې
زه د ولس دغسې دروند خوب ته حیران یم
نه د ورځې په خوب موړ شو نه په شپې کې
داسې خوب چې افغانان پرې معتاد شوي
نشته چرسو او افینو په نیشې کې
دا متل د خوبولو په باب سم کړي
نر کټی به زیږوي تل په پادې کې(۱)
که جګړه، که تشدد دی تباهي ده
سر بایللی دی ولسونو په جګړې کې
تربګني او ورور وژنه یو ناورین دی
چې قوت، نیرو مو وژني په ریښې کې
د خلاصون لارهم زارۍ، دعا کې نشته
نه توبو، نه ننواتو نه سجدې کې
استسقا لمونځ به باران کله ونه کړي
چې وریځ نه وي د اسمان په کنارې کې
دا وطن به وچکالي ځپي تر هغه
چې اوبخور د خلکو نه وي ارادې کې
عبادت او لمونځ یوازې نفس پاکې ده
اغیز نه لري په کار، پلان نقشې کې
خدای د هغه ولس د حال بدلون کې نه دی
چې ولس خپله د بدلون نه وي قصې کې
نه تقدیر او بخت ته ناسته لري ګټه
نه فایده رسي اسمان نه په ګېلې کې
بې تدبیره ولس پر سر وریږي کاڼي
کاڼي شمېرې دوی، د بخت په نقیصې کې
که جکړ دی که سیلاب دی که توپان دی
زیان يي ډېر وي د ویده ولس په حصې کې
نه په کوډو او جادو شي ولس نیکبخته
نه ښېګڼه شته د غوث او پیر فتوې کې
که ولس خپله متکي پخپل مټ نه شي
ګټه نشته هیڅ پردیو ته اسرې کې
چې پخپل مټ او بازو خلک ماړه نه شي
نه مړېږي د زکات، خیرات پېسې کې
د خلاصونلار په تدبیر، پوهه کې نغښتې
نه په بخت، نه په ګېلې نه په توبې کې
هغه ولس چې له تدبیره برخمن وي
بریالی به وي نړۍ او زمانې کې
بې له پوهې خلاصون نشته بله لار کې
ما وهلي ډېر فکرونه دي په دې کې
یادوونه:
(۱ ) نر کټی زیږول: یوه ولسې قصه ده. ویل کیږي چې دوه تنو میښې پېرودلې وې او د کور به لور سره ملګري روان ول. کور ته لار اوږده وه او شپه پرې راغله. دواړو ميښې وتړلې او ویده شول. د شپې دواړه مېښې لنګې شوې، یو میښکټي(نر) او بلې میښکټۍ(ښځه) وزیږوله. سهار وختي یو تن تر بل مخکې له خوبه پاڅید، ګوري چې ميښې يي نرکټی زیږولې. کله چې نرکټی لوی شي، سنډا يي بولې او طبعآ شېدې نه کوي او نور مېښکټي هم نه زیږوي، نو د هغه بل تن د مېښکټۍ (ښځه) سره يي بدل کړ چې د هغه مېښې زیږولې وه. څنګه چې هغه تن ویده وو، نو دا تاوان ځکه ورته ورسید.
نوټ:
په دې شعر کې مهم لغتونه: تقدیر، بخت، ګیله، دعا، توبه، فتوی، سجده، خیرات، اسره، جادو، کوډې، خوب، چرس، افیون، جګړه، تشدد، وروروژنه او وچکالي ده. همدارنګه مټ او بازو، اراده، تدبیر، پوهه، پلان، ښېګڼه، تغییراو بدلون دی.
۲۰۲۳ کال د مۍ ۱۲ مه
سرلوڅ مردزی