دپلار د نړېوالې ورځې په ویاړ

دانظم ما پخوا ژباړلی و او زما دشعرونو په دوهمه ټولګه د نرګسو غاړکۍ کې چاپ  شوی ،اوس هغه کتاب زما سره هم نشته ، خودا نظم راته یو څه په یادو یادو نو دلته مې ولیکه،دادیو شاعر احساسات دي چې کله دپلار په قبر دریږي نوداډول څرګندونې کوي .عامر

زه دې په قبر فاتحه نه لولم
داستا په شناخته چې چا نوم لیکلی
هغه سړی ډېر دروغجن غوندې و
ځکه داستا قبر کې زه دفن یم
او ته زما زړه کې ژوندی اوسېږې
که لږ وزګار شوې نو ضرور به راځې
زما په قبر فاتحه به لولې