زړه ویني تویه وم زه
تور تیاري رڼا کوم زه
جهل تل برباد اوم زه
بیخ بنیاد یی ورک کوم زه

زه ښایسته ښکلی قلم یم
زه هر چا سره همدم یم

که چا پورته زه په لاس کړم
له غمونونه به یی خلاص کړم
دوه سترګي یی بینا کړم
په عالم کې به شناس کړم

زه ښایسته ښکلی قلم یم
زه هر چا سره همدم یم

زه کیمیا د سعادت یم
زه ډیوه د هر ملت یم
زه په اصل کې قلم یم
زه چودلې په زړه سر یم

زه ښایسته ښکلی قلم یم
زه هر چا سره همدم یم