نجیب عامر
یو څه نوي راته وایه د ډالۍ خبر به نه وي ؟
تا نه ځار شم خبریاله! د خوښۍ خبر به نه وي ؟
په څپو د هوا ګانو ، د مرګونو اوازې دي
چې د ژوند امید ترې وشي د سیالۍ خبر به نه وي ؟
نور یې نه شم اورېدلی د نیستۍ کیسه زړه شوه
راته وایه ستا په شونډو د هستۍ خبر به نه وي ؟
تور او سپین د چا په لاس دي؟ داهرڅه راته معلوم دي
زه دې سپینه مانۍ څه کړم د کېږدۍ خبر به نه وي ؟
نیم یې وخوړل پخپله نیم یې نورو ته ډالۍ کړل
د پاچا اود وزیر د رسوایۍ خبر به نه وي ؟
وایه څنګه شوه شهیده ؟ چې د اوسپنې باران و
د چورلکې بمبارۍ کې د مرغۍ خبر به نه وي ؟
چاوی ډله خلک لاړل او له زمکې په هوا شول
د خبرو جادوګره! د سپوږمۍ خبر به نه وي
۲۰۰۹/مارچ/۱
پېښور
28.02.2009
- zarpana
نجیب عامر
شېبې یې د ښائیست په تصور کې تېرومراپېښه ده ځواني په پېښور کې تېروموړه غوندې دنیا لرم، څو ښکلي راسرهنهنګ نه یم چې ژوند به سمندر کې تېرومیه ښکلې! چې د مینې د زیارت یم منجورنو لاس به کله کله ستا په سر کې تېرومیاران په جمع وایي کډه وکړه له دې ښارهدا زه لکه چې وخت مې په سنګر کې تېروم ؟چې پورته کړم لاسونه په درګا ه کې د اللهدا واړه انسانان مې په نظر کې تېرومچا وی سبا قیامت دی ،دادروغ نه شي رشتیا...
01.03.2009
- zarpana
نجیب عامر
اشنا په محبت کې چې نا کام پاتې کېدېله دې به ډېره ښه وه چې بدنام پاتې کېدېنوداسې دې په خلاص مټ په پردیو خرڅولوظالمه ! آخر مشر مې د قام پاتې کېدېپه دغه زمانه کې به یا ښکار یې یا ښکارينارامه شوې هر ځای کې چې آرام پاتې کېدېدخدای په کور کې هم بغیر له تا ومه نیمګړیله ځان نه مې چاپیره وې احرام پاتې کېدېتا څه وی ما دپاره ستا ژوند څه مانا لريزما رنګین غزل ته یو الهام پاتې کېدېاشنا بیا نو حاجت څه و چې سر د رقیب پرې کړم...