وینکُو وَر، د سپینو واورو شین ښار
ولي الله ملکزی

برټش کولمبیا / کاناډا:
د کاناډا په جنوب لویدیځ کې، د آرام سمندر په څنډې پروت وینکو ور - Vancouver د برټش کولومبیا (BC) د ایالت تر ټولو ستر ښار دی. د مالګینو اوبو مستو څپو، ګرد چاپيره شنو غرونو چې په سپينو واورو پوښل شوي او د ساحل د رڼو اوبو په سر د کوچنیو الوتکو کښیناسلتو او الوتلو دې ښار ته بې جوړې ښکلا بښلې ده. هره خوا دنګې شنې شیشه اي ودانۍ، د آرایش او سوداګریزو اعلانونو ځل بل او په واټونو کې له موسکا او انرژۍ ډکې څیرې، د دې ښار هویت ګڼل کیږي. ښايي له همدې امله؛ هر کال ۱۵ ملیونه خلک د سیل او چکر لپاره راځي او د یو راپور له مخې، دا د نړۍ د پنځلسو سوتره ښارونو په کتار کې ولاړ دی.
د مټرو وینکو ور دا سیمه د دوه نیم ملیونه آدم ذاتو کور دی؛ ۷۲ زره یې مسلمانان دی چې له دې جملې څخه تقریبا ۸ زره یې افغانان دي چې زیاتره یې په دې وروستیو دوو کلونو کې را کډه شوي. دلته ۳۰ جامع جوماتونه آباد دي؛ ګڼ شمیر حلال رستورانونه او د ختیځې نړۍ د خوړو او لباسونو دوکانونه لیدل کیږي. چینایان، هندیان، ایرانیان او عربان خپل کلتوري مرکزونه لري، خو افغانان د کاروان په پای کې په خاړپوڅو مزل کوي. د ۲۰۰۵م کال د قانون له مخې، دلته سړې له سړي او ښځه له ښځې سره واده کولاې شي. همدا رنګه په ۲۰۱۸م کال کې پریکړه وشوه چې د دې هیواد هر بالغ کس چې عمر یې له ۱۹ کالو څخه زیات وي، کولاې شي چرس واخلي او د ساعت تیرۍ په خاطر یې وڅښي.
د یو عام وګړي کلنې متوسط دخل یا ګټه ۵۶ زره ډالره ده او یو کارګر چې په رستورانت، د تیلو پمپ یا مغازې کې کار کوي، د یو ساعت مزد یې ۱۶ ډالره دی. د کورونو کرایې ډیرې لوړې دي چې په منځني ډول د میاشتې د درې نیمو او څلور نیمو زرو ترمنځ ده. د یوې خونې آپارتمان چې پخلنځې او یو تشناب ولري، میاشتینۍ کرایه یې نژدې ۱۸ سوه ډالره ده. خو د ټرانسپورټ له بابته، دا یو له بهترینو ښارونو څخه دی چې هرې پنځه دقیقې وروسته ارزان بیه دولتي اورګاړي او بسونه چې TransLink او SkyTrain نومیږي، د ښار هرې خوا ته په منډه دي. یواځې ۴۸ سلنه خلک یې د انګریزي ژبې اصلي ویونکي دي، چینايي او پنجابي ژبې هر چیرې اوریدل کیږي. د ټیکسي موټرو له ۷۰ سلنې زیات چلوونکي یې هندي پنجابیان دي چې ځینې یې اوږدې ګیرې لري او ژیړ رنګي پټکي په سر کوي. د دې ښار ګڼ شمیر خلک د اونۍ په وروستیو دوو ورځو کې د امریکا د واشنګټن ایالت پلازمینې، سیاټل ته د سود سودا لپاره تګ راتګ کوي چې د موټر مازې یوه نیمه ګړۍ مزل دی.
دا سیمه په ۱۷۹۲م کال کې د یو پیرنګي جګتورن، جورج وینکو ور لخوا کشف شوې او له همدې وجې د هغه په نوم نومول شویده. مساحت یې ۲۸۸۰ کیلو متره مربع دی او د سمندر له سطحې څخه یواځې دوه متره لوړه دی. دلته ۶ پوهنتونونه او ۱۸ کالجونه شتون لري چېرته چې لسګونه زره ځوانان او پيغلې څنګ په څنګ خپل لوړ تحصیلات کوي. د دې ښار د سږ کال بودیجه، دوه ملیارده شپږ سوه دوه دیرش ملیونه ده؛ په داسې حال کې چې د سین هوا د خبري آژانس د راپور له مخې، په همدې کال کې د افغانستان ټوله کلنۍ بودیجه ۲ ملیارده او شپږ سوه ډالره ښودل شوېده.
له روسیې وروسته، کاناډا د نړۍ دوهم ستر هیواد دې. مساحت یې ۹ اعشاریه ۹ ملیونه کیلو متره مربع ته رسیږي چې له افغانستان څخه پنځلس کرته لوی دی؛ ولې د دواړو هیوادونو نفوس یو برابر (۳۸ ملیونه) دی. یواځې په جنوب او شمال لویدیځ (الاسکا) کې د امریکا د متحدو ایالتونو سره د ۸۹۰۰ کیلو مترو په واټن ګډ مځکنې سرحد لري او پاتې درې خواوې یې له سمندر سره نښتې دي. لس ایالتونه او ځینې خود مختاره سیمې لري؛ د فدرال حکومت صدراعظم یې، جسټن ټروډو دې؛ د کامنولت او د G–8 ( اتو سترو صنعتي او اقتصادي هیوادونو) غړی دی.
ما د خپل سفر په ترڅ کې له دوو ځوانانو او دوو پیغلو څخه د هغوئ د ښار او هیواد د تاریخ په اړه وپوښتل؛ د ټولو ځواب همدا وو چې موږ په تاریخ چندان نه پوهیږو او له تیرې زمانې سره کار هم نه لرو؛ خو د وینکو ور په حال ویاړو او په راتلونکې یې ډاډه یو. دوئ زموږ په څیر، په ماضي باندې شخوند نه وهي چې پنځه زره کلن تاریخ لرو او د امپراتوریو هدیرې مو جوړې کړیدي.
بس همدا زموږ او د نورو توپير دې چې موږ نجونې له خپل حق څخه محروموو او دوئ یې تعلیم ته هڅوي؛ موږ شعار ورکوو او دوئ شعور کاروي!
—----------------------------------
په مننې سره؛ ما په پاسنۍ لیکنې کې د لاندې سرچینو څخه استفاده کړیده:
EXPLORE VANCOUVER, Global News, Google, The Vancouver Sun