یوشیطان یوکروندګر ولید او له ځانه سره ئې چورت وواهه او وېویل:(دغه کروندګربه څرنګه خطا باسم.
اولس سره نوکا بې وباسم؛ یوچل ورته جوړه وم.)
شیطان ځان د بونیادم (بني آدم) په بڼه کی بزګرته راغی.اودغه کرونګرتې وویل:
(زه غواړم، چي ستاسره په ګډه یوشی وکرم.) بزګر ورته وویل: (ښه دی هرڅو
چي موواخستل سره نیمی بې کو.) شیطان و دهقان ته وویل: (نمی کوو ئې نه. داسي کوو
چي دحاصل سرکه ته واخلې بېخ ئې زما دی؛ کې بېخ ته واخلې سرئې زما دی اویا سراو
بېخ ئې که زما وي نو منځ ئې ستا دی.) کروندګر ورته وویل:(ستاخوښه ده هرڅنګه چي
وائې هغسي کوو.) بزګر شیطان وپوښته:
اوسې ته کوم ځای غواړې؟ شیطان ورته وویل:
(چي زې بېخ غواړم اوسرئې ستا.) دهقان هم ورسره ومنل. دهقان راولاړ سو غنم ئې وکرل.
کله چي غنم ورسېده د لووخت ئې راغی بزګردغنمو وږي ئې پرې کړې دغنموپخل پاته سو.
هغه یوازي «پروړ» وه. شیطان پخپل دې چل کي بریالی نه سو.
شیطان بزرګر ته وویل: (داواري یوشی کروچي بېخ ئې ستا وي او سرئې زما وي.)
دهقان ورته وویل ښه دی. دهقان د دې چلي پټاټې (کچالان) وکرل. د حاصل وخت چي راغی دهقان
شیطان ته وویل: ( سرونه ئې ستا دي وېرېبه!)
شیطان دپټاټو سرونه ورېبل خو واښه وه. بزګر له ځمکي نه کچالان راویسته او یویه وړه.
شیطان بیاهم پخپل چل کي ناکامه سو. کروندګر دا سړی نه پېژني چي شیطان دی.
بیا شیطان ورته وو یل: (دا واري داسي شی کرو، چې سراوبیخ ئې زماوي منځ ئې ستا وي.
دهقان ورته ښه کړه. له دې واري ئې جواري وکرل.
د حاصل وخت چي راغی بزګر دجورو ټانټۍ پرې کړې د جورو وچ ډومبه کان پاته سوه.
شیطان ته بیاهم شی ونه رسېد. شیطان ډېرخوابدی سوځکه نه داچي خپل موخي
ته ونه رسېد؛ خوتاوني هم وشو. ناهیله اوخوابدی هلته کښېناست.
شیطان خواپوټه ناست وو، چي یوښه سړی شیطان ته راغی. داسړي شیطان پېژاند او
ورته ئې وویل: (زه غواړم چي شیطان سم ماته د شیطان کارونه راوښیه!)
شیطان هیرانۍ واخست، چي دی غواړي شیطان سي. شیطان ورنه پوښتنه وکړه.غواړې
شیطان سې؟ دا سړي ورته هوکړه. تراوسه و ماته داسي څوک نه دی راغلی چي ماته دي ووایي زه شیطان کېږم.
داسړي ورته وویل زه خاماخا شیطان کېږم لارئې راته
وښه یه! شیطان ورته وویل: (چي ته شیطان کیږي نو لمونځ مه کوه، رښتیامه وایه، شرجوړکه او دخلکو
مال وخوره.)
دا سړي ورته وویل: (الحمدالله: اوس دشیطان په کارو وپوهېدم. لمونځ به پرې نه ږدم،
دروغ به نه وایم، شربه نه جوړه وم او دخلکومال به نه خورم.)
شیطان وویل راز دي رانه واخست زه له دې په ایسته هیچاته به خپل راز ونه ویم.
ناهیلی اوخوابدی هلته کښېناست. دا شیطان خوابدی اوناهیلی هلته ناست ووچي یوبل زوړشیطان ورله راغی.
دازاړه شیطان هغه خوابدی شیطان چي هلته ناست وو؛ وپوښته: ولي خوابدی ناست ئې؟
ده د دهقان کیسه او د دا ښه سړي کیسه، چي رازئې ځني اخستی وو ورته وکړه. دواړه بېهده خوابدي سوه
او خوابدي وه. زاړه شطیان ورته وویل زما دا واوره!
زاړه شیطان خپله کیسه ورته وکړه او ورته ئې وویل: (زه د ورځي له خوا دلاري پر
سرکښېنم داخلک چي دوري اوري کیږي په څپلويي کي ئې وړې شګي اچوم چي عصبي سي (بداورد) ووايي.
ځیني بېخي کفرته هم نږدې سي.خونن چي ولاړم یوسړی تېرېده په څپلۍ کي مي شګه ورواچول.
داسړي وویل «الله اکبر.» اودڅپلۍ نه ئې شګه ایسته کړه اووویل:
(دا لار شیګمنه ده مسلمانان تېریږي شګي ئې په بوټوکي لویږي باید پاکې کم.)
جاروئې راواخست دا لارئې له شګونه پاکه کړه او دعای وکړه او ولاړ.
دا دواړه شیطانان ناهیلي اوخوابدي سره کښېناسته.