( د نفرتونو د تیارو له ډاره - په زړه کې پټ د مینې لمر ګرځوو)
لکه د هرې ورځې په څیر، د لمر وړانګو به د پامیر، تور غر او سپین غر په پراخو ورشو ګانو خپله لمن وغوړوله.
او ماښام به سپوږمۍ د اسمان له ګریوانه سر راپورته کړ؛ په څوارلسمې شپې به یې د مستې پیغلې په څیر، چَپَټ مخ نیولې او میینانو ته سترګکونه وهل. خو په نهه ویشتمې شپې به د زړې جادوګرې په شان، ترې تم او له سترګو پناه شوه.
شاعرانو به په ځنګل کې خیالي جونګړې او د سیند په غاړه د سپینو شګو څخه محلونه جوړول.
ښکته په اباسین کې، د هندوکش له سپينو واورو څخه را بهیدلو اوښکو به موجونه وهل.
ښارونکو به په چینارونو او سپینو کوترو د سخي په ګومبز غومبر اچولې وو.
چم په چم د امن سندره وه. د چارګل،‌ اوربل او چپه کاکول خبرې د کلیوالو نقل او پتاسې وې.
جینکو به د چیندرو لوبې کولې؛ پیغلو به له کشمالو څخه منجیلې جوړولې او منګي په سر به ګودرونو ته رهې وې.
ځوانانو به په حجرو کې تر نیمو شپو د سیتار، منګي او رباب نغمې غږولې.
په ټولنې باندې د درې ګوني مثلث (خان، ملک او ملا) راج وو.
بلې، د فقر او بیوزلۍ دسترخوان له واخانه تر زابله او له تورغونډۍ تر تورخم غوړیدلې وو؛ خو د هر چا حد او سرحد معلوم وو.
که کوم سرسبیله او کوڅه ډب به ناغیړي وکړه، نو د سپین ږیرو خبره به د کاڼي کرښه وه.
د محراب او منبر تقدس هم خوندي وو. د جمعې په خطبې کې به د المتوکل علی الله، محمد ظاهر شاه نوم په ډیر درنښت سره یادیده او د (السُلطْانُ ظِلُ الله) مقوله به یې لازمي برخه وه.
موږ ټول په دې باور یو چې د سلطنت دوره هیڅکله هم نمونه ایي او مثالي نه وه. ولې هر افغان خپل ځان د دې واحد ملت د تنستې تار ګڼلو.
خو دریغه دریغه! اول د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په شپږ ویشتم سهار او بیا د ۱۳۵۷ کال د غوايي په اووم ماښام، دغه د مودو مودو تسلسل مات شو او د وینو او باروتو سودا ګرو خپل مارکیټ پرانیست.
کوڅه په کوڅه به، د هورا او تکبیر زمزمې وې. لینن، خمیني او مرحوم حسن البناء زموږ د تاریخي مشرانو، ځای ناستي شول.
په برې خوا کې د کور، کالي، ډوډۍ، انسان نوین، اخلاق شوروي، مارکسیزم، اشرار او د اخوان الشیاطین شعارونه دومره ستغ وو چې د کڼو غوږونه یې هم تخنول. او په کوزې خوا کې ځینې جنابان د بخاری، کشمیر، فلسطین او چیچین د آزادولو مستې څپې لاهو کړي وو.
ناڅاپه، افراطي فکر او اجنبي کلتور، زموږ د ولس ترمنځ د ذوالقرنین دیوالونه هسک کړل.
نفرت دومره غالب شو چې پلار د خپل زوی سینې ته پاپشه ونیوله چې ته ملحد یې او نامراده زوی خپل پلار پولیګون ته حواله کړ چې ته موحد یې.
یواځې د کابل په جګړو کې چې زه یې عیني شاهد یم؛ شپیته زره کابلیان د هوس نذرانه شول.
په همدې نیمې پیړۍ کې، نور قومونه مریخ ته د سفر او د سمندر تل ته د کوزیدو په تکل وو؛ خو موږ د بمونو، غمونو، هجرتونو او شهادتونو د تاریخ فصلونه لیکل.
درویزې، رقص مرده، د سینو غوڅول او په لغړو لفظونو باندې د شخصیت وژنې وبا، زموږ په کلتور باندې یرغل راوړ.
افغان، افغانستانی شو؛ د فدرالیزم غوښتنه برملا شوه او دا دې خبره د ایالات متحده خراسان پولو ته ورسیده.
د الله په دین او د باورمندو انسانانو په قانون کې، کرکه مطلقا چټلي او یوه روحي ناروغي ده. نو راځئ چې د شعار په ځای، د شعور لاره خپله کړو. راځئ چې اول خپل، راخپل کړو؛ بیا پردیپالو ته په عمل کې ثابته کړو چې کرکه سپیڅلتیا نه لري.
د غوره اخلاقو او رحمت ستر سمبول، حضرت محمد (ص) د خپلې لارې لارویانو ته داسې توصیه کوي: (یَا مَعَاذ، يَسِّرا وَ لَا تُنَفِرا - ای معاذه! ته او ملګری دې له خلکو سره نرمي وکړئ او پام چې کرکه او نفرت خپور نه کړئ).
د نیکمرغۍ او انساني ارتقاء سفر هلته پیل کیږي؛ کله چې درد په هیلې او کرکه په مینې بدله شي. ځکه مینه د جلیل او کرکه د قابیل صفت دی. څومره به ښه وي که دا سفر، همدا ګړۍ پیل کړو؟
----------------------------
پاملرنه: که قدرمند لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي چې د ملکزي نورې لیکنې، څیړنې او ویډیوګانې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay