په دنیا کی د ښه ژوند کولو لپاره د انسانی منلی قوتونه شته چی هر ځوک غواړی دغسی منلی قوتونه او صفتونه په ځان کی پیاوړی کړی خو یوازی غوښتنه کار نه کوی ،بلکی ددی مقصد د ترلاسه کولو لپاره ځان ویښول خوځول او پوهول پکار دی او که له زړه
څخه پوهیدل غواړو نو په اول قدم کی باید په خپل ځان باور پیدا کړو
په خپل مغز فکر وړتیا استعداد ذهن او ټولو روانی حالتونو باید باور پیدا کړو او دا باور باید دعمل په ډکر د خپل وجود او کردار سره حس کړو او په دی ترتیب مسولیت ومنو د مهمو کارونو لپاره ملا وټرو او له دی لاری خپل ځان او شخ‌‌‌‌‌‌‌صیت ثابت کړو کله مو چی ځان کنترول او ټولی څخه وغورځولی او ژوند مثبتی خواوی مو راوخوځوی نو وبه پوهیږوچی موږ کی هغه استعداد شته چی ډیر پیاوړی کسانو په وجود کی شته دی داهر ځه په حقیقت کی هغه ځان باوری ده یو ځل بیا زموږ ځان اوشان ته ازادی اروا رابولی .زړه مو پراخوی او خپل مقصد ته رسیدو یوه خپلواکه نیرو زموږ په وجود کی پوکوی په دی ترتیب دهر کار او شهکار د تر سره کولو لپاره په ځان باور مهم شرط دی ځکه چی په ځان باور یو جادو دی چی د انسان په وجود کی نغښتی دی او په نړی باندی جوت تاثیر لری هغه ځوک چی په ځان باور لری هیڅکله له مایوسی سره نه مخامخ کیږی ځکه چی په ځان باور د نیکمرغی او کامیابی د تاداو لومړی خښته ده
په اخر کی دا ځو جملی په یاد ولری
پر ځان باور ولری تر ځو دنیا او د هغو ښکلی مضاهر تاسو ته وخاندی او هر شی ستاسو له مقصد سره برابر وڅیژی
پرځان باور ولری تر ځو نور انسانان پر تا سو باور ولری
که غواړی ووینی چی نور انسانان ستاسو پر وړاندی څه احساس او کوم باور لری کافی ده وکوری چی تاسو خپله د خپل ځان په وړاندی څه احساس او باور لری او په دی ډاډه اوسی چی نور هم ستاسو په وړاندی همدغه باور لری