په عامه ځايونو کې ځانونه څنګه راحت او ارام احساس کړو.
ممکن احساس کړې به مو وي، چې داسې افراد هم شته، چی ښار او بازار ته داخل شي هر څه ورته د معمول خلاف ښکاري. تر تاثير لاندې راځي، ځان کم ورته ښکاري او په ټوله کې کمتري احساسوي.
په ولسي برخه کې، چې له ښارونو تر ډيره د ښاپيريو او چالاکيو کيسې کيږي، ډيری وخت ورته له لرو او پرتو سيمو راتلونکي کسان ځان کم وينې. تجربې ښيې، چې ان له خپل ژوند او ځان پورې تړلو مسايلو يې هم زړه توريږي.
ځيني مشورې شته، چې ښايي په عملي کېدا سره په ځان کې بدلون احساس کړي.
لومړی خو، دا چاره په ټوله کې منطقي نه ده. ځکه منطق وايي ټول انسانان يو شان دي او اسلام هم وايي، چې انسانان سره توپير نه لري او غوره هغه پکې تقوا لرونکي دي.
ځيني لارښوونې شته، چې په عملي کېدا سره يې دا ډول کسان کولی شي، د ناهيلو کښتۍ د اميدونو پر لور روانه کړي.
ـ ژور نفس اخستل مه هیروئ.
ـ په خپل قد مستقیم ودریږئ، ورو ورو قدم واخلئ؛ مګر لوی قدمونه.
ـ سر مو د تلیفون لپاره مه ښکته کوئ، هڅه وکړئ له خلګو سره د سترګو تماس ونیسئ.
ـ ژاولو نه استفاده وکړئ، ځکه په دې کار سره ستاسو رواني حالت مصروفتيا احساسوي، چې ورسره مل فشار کميږي.
په ټوله کې ان کولی شئ، چې له خپلو خوبونو سره سم ژوند ولرئ، که تاسو یواځې دا نښه (+) په خپل ژوند کې ولرئ.

نعمت الله روان