په اوسنۍ نړۍ کې پر ډيری داسې ميکانيزمونو خبرې کيږي، چې په پلي کېدا سره يې خفګان کنترول او له‌منځه وړلی شو. دا ميکانيزمونه ټول هغه ممکنه لارې موږ ته په ګوته کوي، چې څنګه په اسانۍ او سهولت خپل ژوند پر مخ يوسو.
د کايناتو شته نظام د خفګان د لمنځه وړلو ټول فرصتونه لري. يوازې شپه او ورځ چې الله تعالی د سکون موندلو لپاره پېدا کړي؛ د بې سارو بېلګو په ډله کې يوه نمونه ده.
نوره نړۍ په ځانګړې ډول لويدځ ډيری داسې پوهان لري، چې د تشويقي وينا پر اساس خلک له سختيو سره مبارزې ته هڅوي. دا چاره ښه اغيزمنه واقع شوې او موږ يې له دې مروجې اصطلاح (وي کن ډو ايټ) څخه ښه درک کولای شو.
اسلامي نړۍ کې دا چاره لږ پيکه ښکاري. ډير لږ ليدل کيږي، چې عالمان دې پر خفګان، زړه تنګون، ژوند مهارتونو، مينې، سختيو سره پر مبارزې، کورنۍ ستونزو سره په تعامل، رهبري... او ورته موضوعاتو وغږيږي. که غږېدلي هم دي؛ د مخاطبينو په محدود شمېر کې دي.
اسلام د خفګان څخه د خلاصون لپاره بهترين او عالي ميکانيزم لري.
پر ځان باور په اسلام کې خورا لوړ ارزښت لري. موندنې ښيې، هغوی چې غښتلي عقيده لري له خفګان او وارخطايي څخه لري دي. د يوه فکري او مدبر مسلمان له شان سره هيڅ‌کله هم نه‌ښايي، چې د «توکل په خدای» سره مل بيا هم وارخطا او زړه نازړه وي.
ځيني لارې او تګلارې شته، چې په پلي کېدا سره يې له خفګان‌ه ځان ساتلی شو.
ـ له تنبلي ځان ساتل. دا تر ټولو ناوړه عادت دی، چې د انسان توانايي سوځوي، ژوند يې له ننګونو سره مخ کوي، زړه نا زړه او خفه کوي يې. موږ بايد له لوېدو وروسته په ځلونو را پاڅيږو. لوېدل د نړۍ د پای‌ته رسېدو مانا نه لري، بلکې په متفاوتې لارې هدف ته د رسېدو احساس رامنځته کوي. هغوی، چې په دې برخه کې تنبلي اختيار کړي، پر ځان يې باور کم او ورځ تر بلې يې استعداد وژل کيږي.
ـ د یو او بل د زغملو لارې چارې بايد زده کړو. ډيری وخت د يو کس ستونزه په دې هم حل کېدای شي، چې يوازې ورته غوږ شو، ستونزه يې تر وروستيو واورو، ګيلې يې د زړه په غوږونو واورو.
ـ اسلام په کورني نظام ټينګار لري. موږ بايد زده کړو، چې څنګه له ستونزو سره په ډله‌اييزه او ګروپي بڼه مبارزه وکړو. ستونزه بايد د کورنۍ له غړو او نيکانو ملګرو سره شريکه کړو. موږ ټول يوه نه يوه ستونزه لرو. د کايناتو لوی حکمت بيا دا هم دی، چې ځينو سره موږ مينه لرو او ځيني له موږ سره. نو بايد زده کړو، چې ځنګه له ستونزو سره د يوې ګډې همکارۍ له لارې مبارزه وکړو.
ـ موږ بايد قرباني زده کړو. که په معمولي خبرو ځوريږو، بايد د زغملو لارې يې زده کړو. ډيری ستونزې يوازې پر زغملو حلېدونکي دي او پکې مشاجره کول د حل پر ځای له لا کشمکش سره مرسته کوي. دا د ژوند يو له مهمو اصلونو څخه دی، چې بايد هر څوک يې تمرين ولري. لاس‌نيوی، ښه خبره کول، زړه سوی... ټول د قربانۍ برخې دي.
ـ ځيني وختونونه بايد خدای ته وژاړو. نه يوازې د دې لپاره، چې څه مو له لاسه ورکړي، بلکې د دې لپاره چې څه ترلاسه کړو. دا کار عادي وګڼئ او وخت نا وخته يې په ترسره کېدو د زړه سکون تجربه کړئ.
¬ـ د خپلوي ريښې مه پرې کوئ، بلکې پياوړې يې کړئ. هغه نښلوونکي تارونه او لاملونه خورا پياوړي وساتئ، چې تاسو د خپلوئ تر يوه چتر لاندې راټولوي. دا مسله په اوږد مهاله خوښۍ کې خورا ارزښت لرونکي ده.
او په پايله کې؛ که موږ خپلې ستونزې څرګندې او حل لپاره يې هره ورځ له سهار پاڅېدو وروسته اقدام وکړو؛ لري نه ده چې ګڼ شمېر ستونزې به مو حل شي او له خفګان څخه به خوندي يو.