څوک وایي عقل ښه دي ځکه چي د عقل پواسطه کولای شو ټوله نړۍ ورباندي اداره کړو،نامعلومي لاري ورباندي وپیژنو.څوک وایي علم ښه دي ځکه چي دعلم په واسطه کولای شو حلال او حرام سره جلا کړو.اوپه ټوله نړۍ کي چي دا څومره پرمخټګونه دي دعلم برکت دي.څوک وایي بخت ښه دي ځکه چي د بخت پواسطه کولای شو دنیا او اخرت و ګټو.زه دخلکو خبري نه ردوم. لکه څنګه چي دانسانانو چهري توپیر لري همداسي دانسانانو فکرونه هم تفاوت لري. نو ویلی شو چي دری واړه د انسانانو لپاره مفد او ګټور دي ،هغه وخت چي د دری واړو خصوصیات په ځان کي عملي کړي. که یي عملي نه کړي هیڅ ګټه نلري. د مثال په توګه عقل ښه دي، ټوله نړۍ پري اداره کولای شو.خو عقل چي دي کله کله له انسانه بهر کیږي، نوبیا له انسانه لویه اشتباه کیږي، چي بیا ده جبران وړنوي.نو که انسان دعقل سره حوصله ونلري نوعقل ورته هیڅ ګټه نلري.که په علم باندي نظر واچو علم هم د عقل په شان یو خصوصیات لري .چي هغه په علم باندي عمل کول دي.که یو انسان د دنیا ټول علوم زده کړي او عمل ورباندي ونه کړي هیڅ ګټه ورته نلري. نو علم دهغه چا لپاره مفد او ګټور دي چي عمل یي له علم سره برابر وي.بخت هم همداسي وښایه چي د هغه خصوصیات هڅه او کوښښ دي.که یو انسان هڅه اوکوښښ ونلري، د دنیا ستر بدبخت دی،که د بخت خصوصیات یو انسان په ځان عملي کړي د نړۍ ستر بختور دي. نو په پایله کي ویلی شو، چي عقل، علم،او بخت دری واړه ښه دي. هغه وخت چي د دوی خصوصیات یو انسان په ځان عملي کړي،او ویي مني. که یي ونه مني نو دری واړه د یوي وربشي ارزښت نلري.