که یو فرانسوی په ډېسکو کې ژوبل شي،
یا یو انګریز په جاسوسۍ کې ګېر شي،
یا یو امریکايي له امریکا نه په زرګونو کیلو متره ليرې،
افغانستان او عراق سره په جنګ کې ووژل شي،
لوېدیځې او دوی سره په غم کې نورې شریکې رسنۍ، به په دې دنیا قیامت جوړ کړي!
خو که په افریقا کې میلیونونه وګړي له ولږي مري،
په هند او نوره نړۍ کې میلیونونه خلک سیلابونه او توپانونه ځپي،
او یا په افغانستان کې میلیونونه خلک په جګړو کې چې لوېدیځ پیل کړی وژل کیږي؛
دلته بیا یادې رسنۍ ټولې چوپې او نړۍ کې خیر خیریت دی.
ټول د ا حال ویني، خو بیا هم چوپ دي؛
سیاستوال چې دا هر څه ویني، د سیاسي مصلحت له مخې چوپ دي؛
څېړونکي د دې ناخوالو پرځای، د نامعلومه چارو په څېړنه لګیا دي؛
کلیساوې، جوماتونه، مندرونه، درمسالونه، بوتغالي او لمونځغالي؛
او دوی کې کشیشان، ملایان، واعظان، خطیبان او پنډتان د نامعلومې دنیا په غم کې بوخت دي؛
بوتان، خدایګوټي او خدایان یوازې څار او ننداره کوي.
ایا داسې نړۍ د انسانیت سره ښایږې؛
ایا د داسې نړیوال نظم پایښت او بقا بشریت ته ګټوره ده!
ایا په یوه نړۍ کې دوه نړۍ ځایږي!
ایا د دې نړۍ د تغییر او بدلون وخت نه دی رارسېدلی!
د ۲۰۲۲ کال د سیپټمبر ۵ مه
سرلوڅ مرادزی