ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

1 - که دي د خپل مسلمان ورور غيبت وکړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

2 – که دي په سودا او معامله کي خپل مسلمان ورور دوکه کړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

3 – که دي د خپل مسلمان ورور په آّبرو، عزت او نسب کي د عيب پيدا کولو هڅه وکړه نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

4 – که دي د خپل مسلمان ورور سره حسد وکړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

5 – که دي پر خپل مسلمان ورور بې ځايه تور او تهمت ولګوی نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

6 – که دي قصدا خپل مسلمان ورور ته بېله کومي شرعي استثناء درواغ وويل نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

7 – که دي خپل مسلمان ورور ته ستونزي جوړولې او يا يې په ستونزو خوشحاله کېدلې نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

8 – که دي خپل مسلمان ورور ته ښکنځل او يا سپکه خبره وکړه نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

 9 – که دي د خپل مسلمان ورور پر عزت او آبرو بريد وکړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

10 – که دي د خپل مسلمان ورور په اړه بې تحقيقه منفي خبره ومنل نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

11 – که دي د خپل مسلمان ورور سره بېله کوم شرعي لاسونده عقدوي چلند وکړ نو پوه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

12 – که دي د خپل مسلمان ورور په وړاندي د ترحم، شفقت او ورورګلوۍ پاليسي تر پښو لاندي کړه نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

13 – که دي پر خپل مسلمان ورور تکبر او غرور وکړ نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

14 – که دي د خپل مسلمان ورور په وړاندي هغه شرعي مسئوليت نه آداء کوی چي تا ته درکول سوی دی نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

15 – که دي د خپل مسلمان ورور د ترقۍ او پر مختګ مخه نيول نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

16 – که دي د خپل شرعي مشر او رهبر اطاعت نکوی نو پوه سه چي د هغه سره دي خيانت وکړ.

مسلمانه وروره!

پدې پوه سه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم د خيانت کولو څخه پناه غوښتې او فرمايلي دي: و أعوذ بک من الخيانة فإنها بئست البطانة.[سنن ابن ماجه 3354] ای الله زه په تا باندي د خيانت کولو څخه پناه غواړم ځکه دا ډېر بد عادت دی.

مسلمانه وروره! مجاهد روايت کوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: المکر والخديعة والخيانة في النار، وليس من أخلاق المؤمن المکر والخيانة.[الجامع في الحديث 487] يعني د فريب، چم او خيانت کوونکی به په اور کي وي، فريب او خيانت د مؤمن د اخلاقو څخه ندی.

مسلمانه وروره! الله جل جلاله فرمايلي دي: وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ.[الانفال27] يعني د خپلو امانتونو سره خيانت مکوئ! امانت هر هغه شي ته ويل کيږي چي انسان يې په وړاندي مسئوليت لري چي يو د هغو څخه خپل مسلمان ورور دی.

مسلمانه وروره! الله جل جلاله فرمايي: وَلَا تَكُنْ لِلْخَائِنِينَ خَصِيمًا.[النساء105] يعني د خائنينو دفاع مکوه. خائنين دومره بد دي چي الله جل جلاله انسان د هغوی د دفاع کولو څخه منع کړی دی.

مسلمان وروره! الله جل جلاله فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ.[الحج38] يعني د الله جل جلاله هيڅ خائن او ناشکره نه خوښيږي. همداسي فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ.[الانفال58] د الله تعالی خيانت کوونکي انسانان نه خوښيږي.

ګرانه وروره! د خپل مسلمان ورور سره څنګ پر څنګ خپل انفرادي او اجتماعي کارونه وکړه، د خپل وررو سره په غم او ښادۍ کي ګډون وکړه، د خپل ورور سره هیڅ ډول تبعیضي چلند مکوه، د مشرانو احترام کوه، پر کشرانو شفقت کوه، د رهبرانو اطاعت کوه، د علماو خبره منه، د مظلومانو دفاع کوه، د ناداره او مسکین سره مرسته کوه، د ښځو ټول ثابت سوي حقوق ورکړه او د هر مسلمان په وړاندي د ایثار پالیسي غوره کړه تر څو هم خپله نيکمرغه سې او هم نورو مسلمانانو ته د الله په مرسته نيکمرغي وبښې.