لیکوال انجنیر ذبیح الله ابراهیمي:

شبکوی دیوایسونه له هغو وسایلو څخه عبارت دی چی کمپیوټر یا نور برقی دیوایسونه یو له بل سره نښلوی چی بیا کولای شی په خپل منځ کی معلومات او منابع لکه پرنټر او د فکس سیستم ماشینونه شریک کړی.

انجنیر ذبیح الله ابراهیمی - Network Devices - د شبکی اړوند توکی کمپیوټرونه

یو ترټولو عامه ډول د شبکې چی هر ځای کاریدلی شی هغه محلی ساحوی شبکه ده چی په انګلیسی اصطلاح بیا ورته Local Area Network  یا LAN هم وایی.

یوه محلی ساحوی شبکه LAN له هاب، روټر، کیبل یا رادیویی ټکنالوژې، د شبکی کارت، او که چیری بیا په آنلاین ډول وکارول شی یو لوړ سرعت لرونکي موډیم ته هم اړتیا لرې.

LAN - Local Area Network - Engineer Zabihullah Ibrahimi - انجنیر ذبیح الله ابراهیمی

په خوښی سره ویلی شو هغه څوک چی نوي دی برخی ته راغلی وی دا ډیره ساده برخه ده چی ورسره به مخامخ وی.

په یوې شبکه کی، یو کمپیوټر د سرور په حیث او نور بیا د کارن یا Clients په حیث دنده ترسره کوی. سرور له بهرني هاب سره نښتی وی، هغه ډول چی کارنونه هم نښتی وی.

اوس د هر کارن کمپیوټر له هاب سره یو ور (door) لري هغوی د هاب په وسیله کولای شی د سیګنل لیږد رالیږد ترسره کړي.

د همدی سګنلونو د لیږد لپاره بیا له هاب سره یو بل ډیوایس چی روټر نومیږی وصلیږی روټر هغه برقی ډیوایس (آله) ده چی سیګنل د دوه مشخصو کمپیوټرونو ترمنځ تبادله کوی.

ښه خبرونه دی، خو دا چی روټر څنګه دوه کمپیوټرونه پیژنی چی ترمنځ یی معلومات تبادله کړی؟ ځواب یی دا دی چی هر کمپیوټر په خپل ځان کی یو د شبکی ځانګړي کارټ یا NIC لری چی بیا همدا د شبکی کارټ یوه ځانګړې پته هم لرې.

په یوی کیبلي شبکه کی، مخصوصه کیبلونه چی ایډرنیټ Ethernet هم ورته وایی له نیټورک کارت څخه هاب سره وصلیږي. خو په یوی نه سیم لرونکی یا بیسیم شبکه کی د شبکې کارت، هاب او روټر بیا له رادیویې موجونو په وسیله یوله بل سره نښلې.

LAN - محلی شبکه - انجنیر ذبیح الله  ابراهیمی - کمپیوټر انترنت - شبکه

د شبکې کارتونه خپل ځانونه په شبکه کی د خپل ځانګړی لرونکې پتې په وسیله معرفی کوی، او روټر ته ټول غوښتنلیکونه د خپل نه بدلیدونکې پتی په وسیله ورپیژنې، دلته بیا روټر د چاته (To) او له چا (From) پتې تشخیصوې او د ترافیک لیږد رالیږد په دوامداره توګه ساتي.

په نورو ډول شبکو کی بیا ټول غوښتنلیکونه په سیمه ییزې شبکه کی د روټر په وسیله شبکه کی ټولو ماشینونو ته ویشل Broadcast کیږي خو یواځي هغه ماشین (PC) ښه راغلاست ورته وایی او ور ورته پرانیزی چی د روټر په To لیست کی نیول شوی وي خبره همدلته پای نه مومی بلکی هغه نور ماشینونه چی غوښتنلیکونه ورته لیږل شوې په خپل ور لاره نه ورکوې ترڅو وردننه شی ځکه چې غوښتنلیک د هغوی اړوند نه وی.

Network, Switch, Cable RJ45 - انجنیر ذبیح الله ابراهیمی

آنلاین لاسرسي په سیمه ییزی شبکې کی اختیاری ده، خو که چیری اړتیا وی بیا یو سیګنل په آنلاین کارن کی په ټوله شبکه کې نشریدلی شي. کله چی آنلاین لاسرسی شتون ولری، روټر یوازی په سیمه ییزه شبکه کی محدود نه پاتې کیږی بلکی له بهرنیو شبکو سره هم راکړه ورکړه ترسره کوی.

روټر په انترنټ کی د یوې لارې Gateway په ډول کار کوی، او هم د یوه ساتونکی اورلرونکي Firewall دیوال په حیث غیر ضروری یا مضرو غوښتلیکونو د مخنیوی سبب ګرځي او نه پریږدی چی مخربه پاکټونه شبکی ته له بهره رادننه شي.

Firwall Router- انجنیر ذبیح الله ابراهیمی - engineer zabihullah ibrahimi artical

که یوڅوک وغواړی بهرنیو سیمه ییزو شبکو LAN سره وصل شی نو یو موډیم چی یوه هاب/روټر سره وصل وی ګټه اخیستلی شې یا هم له یوه موډیم څخه چی په خپل تشکیل کی روټر/هب ولرې هم کولای شی ګټه پورته کړی.

لوړ سرعت لرونکی موډیم اړینه ده چی له آنلاین خدماتو سره غمږي وی، ځکه ډیری موډیمونه په ځانګړي ډول د DSL او نوری فایبر شبکو لپاره طراحي شوی.

که وغواړو یوه سیمه ییزه شبکه LAN جوړ نو د هغه ترمخه اړینه ده ټول هغه ډیوایسونه چی غواړو په دی شبکه کی وکارول شی د همدی شبکې د وړتیاوو ځانګړتیا لرونکې اوسې.

  Engineer Zabihullah Ibrahimi - انجنیر ذبیح الله ابراهیمی - NIC Card

لکه که غواړو چی یوه کیبل لرونکې شبکه جوړه کړو اړتیا ده چی ټول ډیوایسونه د شبکې کارتونو او پورټ لرونکې اوسې. او که وغواړو یوه بیسیم Wireless شبکه جوړه کړو نه یواځې چی ډیوایسونه د بیسیم نښلیدونکې وړتیاوې ولری بلکی په هغو اړینو پروتوکولونو پیژندلو وړتیاوو هم سمبال وی چی په یوی بیسیم شبکه کی د کاریدلو وړتیاوی ولری. لکه د ۲۰۰۹ میلادی کال 802.11n پروتوکول چی اوس هم کارول کیږې، لکه زاړه پروتوکولونه چی اوس هم پراخ کارن لری لکه 802.11g پروتوکول.

LAN - انجنیر ذبیح الله ابراهیمی - Engineer Zabihullah Ibrahimi

بیاهم دا مسئله د یادولو وړ بولم چی هر هغه روټر، هاب یا شبکوی کارتونه چی وغواړی په یوی شبکه کی وکارول شی اړینه ده د هماغی شبکې اړوند ځانګړتیاوو لرونکې وی.

نننې بیسیم Wireless شبکوې توکې کولای شې د وایفای WiFi سرټیفیکیټ لرونکې اوسی او د هغې ګرنټې څخه برخمن وی چی په شبکو کی د وصلیدلو امکانات ولرې هغه ډول چی د پروتوکولونو او ستنډردونو یوه مجموعه په کی نغښتې وې.

WiFi Snipher - Engineer Zabihullah Ibrahimi - انجنیر ذبیح الله ابراهیمی

په آخر کی اړینه ده دا هم ذکر شې چی یوه سیمه ییزه شبکه که د لوی سوداګریز کاروبار لپاره جوړیږی کیفیت او ګرنټی ته یی ځانګړې پاملرنه وشې خو که د کور یا واړه کاروبار لپاره وې بیا په ساده ډول هم د کاریدلو وړ ده.

 

د لیکوال بریښنالیک: info.zabih@gmail.com