نجيب عامر
داسې لاروى يم هر ازمون زما سلام کوي
مينه کې پياوړى يم مجنون زما سلام کوي
هلته د کمر ه په سر خوږه دنيا ابا ده ده
مېږې دي موسکا کوي او شپون زما سلام کوي
نه مر مه لا نه مر مه د چا په د عا پا يمه
خدايګوچې دوخت هرځيګرخون زما سلام کوي
زه يم چې ستا دوه سترګو کې دوه جهانه ګورمه
ګوره ! د پۍ مخو نندارتون زما سلام کوي
مه وايه دا لوى لوى کتابونه به بدل کړي ما
عقله ! تانه لرې يم جنون زما سلام کوي
مينه خو ددې نړۍ په هر مذهب کې ښکلې ده
ولې به ډار ېږ م تر ې قانون زما سلام کوي
خو ب وينم وزرې لر م پورته پورته ا لوزم
خداى خبر د کو مې دنيا يون زما سلام کوي
هر چا سره يې ورانه ده او ټوله دنيا يې بدې شي
ګرځي دې کوڅو کې يو مفتون زما سلام کوي
بس دا څو غزلې راته ښکاري ما ژوندى ساتي
مرم د خوشالۍ نه هر پښتون زما سلام کوي
2008 نومبر 2
پېښور